یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Home+د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر / راپور (۴۳) / کامله عزیزي

د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر / راپور (۴۳) / کامله عزیزي

ځای: انلاین

نېټه: 2024/5/12

ګډونوالې: 20

راپور: کامله عزیزي

په تېرو  څو غونډو کې د بهیر غړو ته اغلې نعیمې غني ماشومانو ته د کیسو لیکلو د لارښونو لپاره څو پرزنټیشنونو وړاندي کړل. په دې لړ کې څو بهیروالو ماشومانو ته کیسې ولیکلې، په ننۍ غونډه کې دوې کیسې کرکتنې ته وړاندې شوې چې یوه یې د  معصومې غرنۍ او بله د ګلالۍ مومند وه، دوی دا کیسې د همدې پرزنټیشنونو پر وخت  لیکلې وې.

لومړۍ د معصومې غرنۍ پر  دې کیسه  کره کتنه و؛

ــــــــ

شمک او ممک 

د مني په یوه سړه او باراني ورځ دوه موږکان شمک او ممک  چې سره وروڼه وو، د کور له کړکۍ نه بهر شړکنده باران  ته کتل ، دوې نن په کور کې یوازې وو. مور او پلار یې ساعت مخکې له کوره وتلي وو چې د خوړلو لپاره څه راوړي  او دوی ته یې ویلي وو چې له کوره بهر ونه وځي. 

شمک او ممک لږ غلي کیناستل ، خو ورو ورو یې زړونه په تنګ شول. شمک چې له ممکه مشر وو ویې ویل؛ تر څو 

چې مور او پلار راځي مونږ څه وکړو؟ ممک چې لکۍ یې له ځانه راتاو کړې وه، ورو یې وویل؛ نه ګورې چې بهر څومره تېز باران ورېږي؟ او بیا مونږ د بهر تګ اجازه هم نه لرو، شمک له لنډه فکره وروسته وویل؛

راځه دواړه د یوې پښې لوبه وکړو. ممک وویل د یوې پښې لوبه؟

شمک وویل؛ ګوره مونږ دواړه به خپله یوه پښه په لاس ټینګه ونیسو او په بل لاس به یو بل ټېله کړو. هر څوک چې ولوېد لوبه یې بایللې. ممک  لوبه ورسره ومنله، لوبه پیل شوه، دواړو وروڼو په خندا خندا یو بل پورې وهل.

یو ناڅاپه په لوبو لوبو کې شمک شاته ګوزار شو. خړې دوړې پورته شوې او د کور په دیوال کې یو غټ سوری پیدا شو. دواړو وارخطا د کور بلې خواته منډې کړې. ممک ژړغوني وویل؛ اوس به څنګه کوو؟ مور او پلار ته به څه ځواب ورکوو؟ دواړه په چرت کې تللي وو. شمک وویل راځه چې سوري ته ورنږدې شو کیدای شي کوم څه پیدا کړو او سوری  پرې پټ کړو. شمک مخکې او ممک ورپسې د سوري لور ته نږدې شول، کله چې شمک سوري ته سر وردننه کړ نو یوه رڼا یې تر سترګو شوه. دواړه ورو ورو د رڼا خواته روان شول، تلل او تلل تر څو یوې غټې کوټې ته ورسیدل، د کوټې په منځ کې د لرګیو یو مېز پروت وو، مخته یې یوه څوکۍ ایښې وه، شمک او ممک ورو ورو د 

مېز خواته ورغلل او بیا په ټوپونو د مېز سرته ور وختل.

د مېز په سر یو جوړ عینکې ایښې وې، تر څنګ یې یو کتاب و، د کتاب په سر یو پنسل قلم  پروت وو. شمک عینکو ته وکتل او ویې ویل؛ اې ګوره دلته د ښیښې دوه غټ غابونه دي. شمک د عینکو بلې خواته واوښت. د عینکو هغې خواته یې ممک ولید چې د غره غوندې غټ شوی، شمک چیغه کړه، وای! په ممک څه وشول؟ سر یې د کدو غوندې، پزه یې د بادرنګ غوندې او غوږونه یې د پیشو ترور د تبۍ غوندې ښکاري! 

شمک له ډاره شا شا ته تلو، یو ناڅاپه له مېزه ورغورځید، ممک حیران شو هغه هم په شمک پسې له مېزه راښکته شو، شمک چې څه شېبه له ډاره بې هوښه شوی وو ممک ته یې د ښیښي غابونونو ټوله کیسه وکړه، ممک د شمک له کیسې ډیر حیران شوی و او غوښتل یې چې د ښیښي غابونو په کیسه ځان پوه کړي. له شمکه يې وغوښتل چې بیا دواړه مېز ته وخېژي. شمک ورسره ومنله خو له ممکه یې وغوښتل چې دا ځل به هغه د غابونو بلې غاړې ته ځي. کله چې ممک، شمک له عینکو ولید نو دی هم وډارېد. خو دی لږ څه زړور شوی وو څو ځلې عینکو ته ورنږدې او لیرې شو. بیا یې له شمکه وغوښتل چې ځایونه سره بدل کړی، اوس نو شمک هم نه ډارېده. کله به شمک د عینکو دې غاړې ته  راغی او کله ممک او کله به یې چې یو بل ته 

وکتل نو  له خندا به یې خپلې خېټې ټینګې ونیولې، دواړه ښه سات ولوبېدل، شمک او ممک چې له عینکو سره له لوبو ماړه شول، د  عینکو تر څنګ ایښي کتاب ته ورغلل… ممک د کتاب په سر د پراته پنسل څوکې ته وخوت د پنسل بله خوا پورته لاړه ممک له شمکه  وغوښتل چې له ده سره د پنسل لوبه وکړي دواړه د پنسل دوه خواوو ته کیناستل چې شمک به ښکته لاړ ممک به پاس لاړ او چې ممک به ښکته شو نو شمک به پورته تلو، دواړو بیا ښه لوبه پیدا کړې وه او خوشاله وو، دوی په لوبو وو چې د کوټې دروازه خلاصه شوه دواړه په منډه د مېز له سره لاندې وتښتېدل او هلته په یوه ګوښه کې پټ شول. یوه سړي له ډوډۍ ډک غاب په مېز کېښود، د مېز مخ ته په څوکۍ کیناستے عینکې یې په سترګو کړې، پنسل یې یوې خواته کیښود کتاب یې خلاص کړ، څو پاڼې یې واړولې. کتاب یې بېرته بند کړ او په غاب کې ډوډۍ یې وخوړله، غاب یې همالته د مېز پر سر پرېښود له کوټې ووت او دروازه یې کلکه بنده کړه.

شمک او ممک بېرته د مېز سر ته وختل، په غاب کې د پاته شوې ډوډۍ وړو ټوټو ته دواړه له خوشحالي په ټوپونو شول. 

ممک غوښتل چې ډوډۍ وخوري، خو شمک یې لاس ونیو او ورته ویې ویل؛ راځه  دا خواړه کور ته یوسو له مور  و 

پلار سره به یې یو ځای وخورو. دواړو د خوړو پاتې برخه چې د ساندویچ پاتې شوې غټه ټوټه او د سرې مڼې یوه برخه وه په کشولو کشولو له مېزه راښکته او بیا یې د سوري له لارې کور ته یوړه او د کور په یوه کونج کې یې ځای په ځای کړل او خپله  مور او پلار ته انتظار کېناستل،  شېبه وروسته یې مور او پلار ستړي ستومانه او تش لاس کور ته راننوتل. مور یې  وویل؛ بچیانو  مونږ ټولو ځایونو ته ولاړو، خو باران ډېر تېز و او ټول ځایونه اوبو نیولي و  نو  د خوړلو لپاره مو هیڅ هم پیدا نه کړل. همدومره مو وکړل چې ځانونه تر کوره را ورسو. شمک او ممک په خوشحالې ځانونه د مور او پلار غېږو ته واچول او دوی ته یې ټوله کیسه وکړه، مور او پلار یې ډېر خوشحاله شول او بیا ټولو چې ډېر وږي شوي وو  په مړه ګېډه ډوډۍ وخوړه. له ډوډۍ وروسته ټولو تصمیم ونیو چې د ژمي تر پایه به په دېوال کې پرې شوی سوری نه پټوي.

ـــــــــــــــ

نعیمه غني: 

کیسه ډېره روانه او په خوږه ژبه لیکل شوې. جملې یې لنډې، لغتونه یې ساده او د ماشومانو لپاره د پوهاوي وړ دي. په کیسه کې خوندوره شوخي د ماشومانو او لویانو دواړو لپاره جالبه کیدای شي. بله ښه خبره دا ده چې کیسه د دوو موږکانو په اړه ده یعنې دا چې اړینه نده چې 

تل دې لوی او قوی حیوانات د ماشومانو په کیسو کې حضور ولري. معصومه جانې ماشومانو ته له دې مخکې هم ښکلې کیسې او ماشومانه شعرونه لیکلې او دا یې لومړۍ تجربه نده او دا تجربه یې د کیسې د مکان، ژبې او جملو په کارولو کې ډېر ښه کارولې ده. 

که ما دا کیسه لیکلی نو هغه څه مې چې په کیسه کې بدلول د موږکانو نومونه وو او کیدای شوی چې داسې نومونه ورته انتخاب کړم چې یوازې یوه جنست ته نه کارول کېږي. 

په زړه پورې کیسه ده. 

زه کیسه د ۳ څخه تر اوو کلونو د ماشومانو لپاره مناسبه بولم البته چې د لویانو لخوا ورته ولوستل شي.  

د معصومه جانې د لا نورو ښکلو کیسو او شعرونو په تمه.

ګلالۍ مومند:

په دې کیسه کې یو ځای لیکي چې کله هغه په عینکو کې خپل ورور ته وکتل نو پوزه یې د بادرنګ او سر یې د کدو غوندي ورته ښکاره شو دا طنز زما ډېر خوښ شو او طنز د ماشومانو په کیسه کې ډېر هم مهم دی، ځکه د هغوی په ذهن کې تر ډېره هماغه تصویر پاته کېدلای شي.

مینا نظري: 

لیک لوست ته تشویق کول یې یو پیغام دی. کیسه خوندور ده او طنز هم لري.خو مور و پلار ته انتظار کول،  فکر نه کوم ماشومان دې په انتظار کې دومره ښه وي او صبر دې وکړای شي. نو دلته دوی باید ډوډۍ خوړلې وای، مور او پلار ته یې پرې ایښې وای. بل لیکي چې دواړو پر پنسل ټالونه وهل، دلته باید یو دلیل وای مثلاً پنسل باید د پنسل پاک پر سر ایښی وای، همداسي پر هوار مېز به ماشومان ټال سم تصویر نه شي کړلای.

معصومه غرنۍ:

په عینکو کې د شیانو غټ مالومېدلو انګېزه مې له خپلو عینکو راغله کله چې یې په سترګو کړم عجیب و غریب احساس لرم. دا فکر  به تل راسره و چې په یوه کیسه کې یې ولیکم او د اغلې نعیمې د پرزنټیشن پر برکت مې دا دی یوه ورځ ولیکل.

دا مې کیسه له دریو تر پنځو کلونو ماشومانو ته لیکلې او دا چې اوږده ده باید نور یې دوی ته ولولي.

د شمک او ممک نومونه خواږه راته ښکاره شول. فکر مې وکړ چې د ماشومانو لپاره به هم ښه نومونه وي.

د پنسل او ځینې نورې خبرې مې دومره واضح و نه لیکلې، باید جزییاتو ته مې پام کړی و خو فکر مې وکړ چې ممکن کیسه رانه اوږده شي. شاید زه نوې خبرې پرې و نه لرم. د ټولو له نظریاتو نه مننه. 

دویمه کیسه د ګلالۍ مومند وه، دا یې ماشومانو ته لومړنۍ کیسه وه. 

ــــــــ

د سیالې جادویي سفر

د ښار له ابادۍ ډېر لرې، په یو زرغون او ښکلي کلي کې د سیالې په نامه یوې نجلۍ ژوند کاوه. سیالې د ناڅاپه یو څه پېښیدلو سره مینه لرله او په همدې پلمه یې تل هڅه کوله چې شاوخوا طبیعت لکه چمن، ګلان، ونې او هر ډول بوټي وموندي، ویې پېژني او خوند ترې واخلي. یوه ورځ یې پرېکړه وکړه چې د کلي په پای کې لوی ځنګله ته لاړه شي. په کلي کې هر چا تل د یوې جادویی ونې کیسې کولې چې په ځنګل کې ژوره ولاړه ده. خو تر اوسه چا نه ده موندلې.

سیالې د جادویي ونې په هکله دومره کیسې اورېدلې وې چې نور یې ځان نه شو ایسارولای، دې په خپله کڅوړه کې یوه مڼه، یو څه وچه ډوډۍ، د پنیر یوه ټوټه او د اوبو بوتل 

راوخیستل او د ځنګل په لور د تلوسې سره روانه شوه. هغه په ځنګل کې وګرځېده، د چینې نه په تېرېدلو یې د مرغانو نغمو ته غوږ شو، یو څه وخت ورته ودرېده. څه وخت وروسته یې په هوا کې یو ځانګړی احساس وکړ. ونې لویې او ګلان روښانه ښکاره کېدل. سیاله پوه شوه چې یو خاص ځای ته رانېږدی شوې ده.

ناڅاپه یې د ونو تر منځ یو ځلا ولیدله، د همدې ځلا په لور روانه وه چې تر یوې لویې ښکلې ونې راورسیدله. د دغې ونې تنه لکه سره زر او پاڼې یې داسې روښانه ځلېدلې لکه لمر. سیالې په لوړ غږ وویل همدا به جادویي ونه وي.

هغه ونې ته نوره هم وروړاندې شوه په همدې وخت کې له ونې په ښکلي غږ وویل شول « ستړې مه شې سیالې، ځنګل ته ښه راغلې. زه جادویی ونه یم. ما ستا انتظار کاوه” د سیالې سترګې د ونې په خبرو اوریدلو سره له ډېرې حیرانتیا لویې شوې. “ته زما نوم څنګه پیژنې؟” هغې پوښتنه وکړه.

“زه هر هغه څوک پیژنم چې زما په لټه کې وي” ونې ځواب ورکړ. “او زه یو ځانګړی کار هم درته لرم. د ځنګل په بل اړخ کې یو باغ دي چې ګلانو یې خپل رنګ له لاسه ورکړی. یوازې داسې یو څوک چې پاک زړه لري لکه ته، 

کولې شي چې د ګلانو رنګ بېرته راوړي.”

سیالې د مرستې لپاره کلکه ژمنه وکړه. جادویی ونې هغې ته یو کوچنې ځلانده تخم ورکړ او ورته یې وویل چې تخم د باغ په منځ کې وکري. سیالې سمدستي خپله کڅوړه راوخیسته، تخم یې هم په کې کېښود او د باغ خواته روانه شوه.

سیالې په لاره کې بېلابېل دوستان هم پیدا کړل چې هغې ته یې د سمې لارې ښوونه کوله. یو هوښیار سپي ورته تر باغه پورې د لنډې لارې یادونه وکړه. د لارې په بله برخه کې ورسره یوه ټوکي ګیډړه ملګرې شوه چې هڅه یې کوله سیاله وخندوي او خوشحاله واوسي او بل ځای بیا یوې مینه ناکې سوۍ د دمې کولو او یو څه خوړولو لپاره خوندي ځای وروښودلو.

سیاله د ملګرو په ملتیا تر باغه ورسیده. دا باغ، باغ ته ورته نه و. دا یو غمجن ځای و. ټول ګلان خړ، مایوسه او بې ژونده ښکاره کېدل. سیاله په احتیاط په باغ کې د منځ ځای ته لاړه او هلته یې هغه کوچنې ځلانده تخم وکرلو. د تخم په کرلو سره یو ډول روښانه، رنګینه او خوږه رڼا خپره شوه. ناڅاپه، ګلان په ځلېدلو شول او د دوی ښکلې رنګونه بېرته راغلل. باغ د پخوا په پرتله ډېر ښکلی او 

رنګین شو.

حیواناتو خوشحالي او نڅا پیل کړه او سیالې د خوښۍ او ویاړ احساس وکړ. کله چې هغه بېرته جادویی ونې ته راستنه شوه، ونې له هغې نه په مسکا مننه وکړه. “سیالې دا باغ تا وژغورلو، دا ستا د زړورتیا او ښه زړه جادو وو چې کار یې وکړ او باغ یې راژوندې کړ”

سیاله د خوښۍ او ښکلو یادونو ډک زړه سره کور ته ستنه شوه. هغه پوهېده چې تل به د جادویي ونې سره ښه راغلاست ورته ویل کېږي او هیله کوي چې بیا هم داسې ښکلې سفر ورپېښ شي.

ـــــــــــــ

نعیمه غني: 

 کیسه مې ولوستله، ښکلې وه. په لومړي ځل داسې راټوله کیسه لیکل زحمت دي او یوې بلې خوا ته هم نه ده تللې، تر اخره همدا یوه موضوع ده. دا کیسه تر نهو کلونو پورته ماشومانو ته ده، خو په دغسې کیسو کې باید مرکزي کرکټر خواري وګالي، له ستونزو سره مخ شي، تکلیف پرې تېر شي او حللاره ومومي. خو دا کیسه لکه ماشوم ته چې مور سیرلاک ورکوي، هیڅ ستونزه نه پېښېږي. 

باید له یوې موانع سره مخ شي، یو جنجال تېر کړي،  مثلاً 

د کیسې په یوه برخه کې یا ونې ته په ورتګ یا د تخم په کرلو کې باید له ستونزو سره مخ شي. نیکي کول دومره اسانه نه دي او حتما ستونزې لري. نو باید ورسره مخ شي او حل یې کړي. 

مینا نظري: 

وچه مړۍ، مڼه، د پنیر ټوټه او اوبه.  ماته یې هغه خاطره رایاده کړه چې مور به مې غره ته په جارو پسې تلله. 

په کیسه کې داسې خاصه انګېزه نشته، فقط اوریدلي یې و چې جادویي ونه یانې څه؟  باید یو خاص دلیل یې لرلای؟  پاک زړه او ناپاک زړه د ماشوم لپاره سخته اصطلاح ده، باید تشریح شوي وای؟

سیاله د ونې خبر ولې دومره ژر ومني؟ باید یوه ډالۍ یا بل څه ورته ومني بیا هغه کار وکوي. که هر څومره سخت هم وي.

سفر لنډ انځور شوی، خو ډېر ښه تصویري دی، خو هر څه ته بېخې ارامه رسېږي او هیڅ ممشکل نشته.

معصومه غرنۍ: 

دا کیسه انځوریزه ده. د کیسې انګېزه کېدای شي دا وي چې دا غواړي یو نوي څه پیدا کړي، له طبیعته  او ناڅاپي شیانو سره علاقه لري. 

مبارک چې ماشومانو ته دې لومړۍ کیسه ولیکله،

د ماشوم ادبیاتو په برخه کې ډېر کمی دی، باید کار ورته وکړو، شعر ولیکو، کیسه او هرڅه چې ماشوم ته په زړه پوري وي ویې لیکو د دې هرڅه لپاره باید حوصله ولرو.

کامله عزیزي: 

کیسه ښکلې ده، خو هر کیسه او په تېره بیا د ماشومانو کیسې تشریح ته اړتیا لري، مثلاً څنګه مینه‌ناکه سویه؟ ګېدړه چې ټوکي وهو باید یوه ټوکه کړې وای او یا هم هغه باغ غمجن ولې و؟ دې کار کوچنیان کیسې ته لا متوجه کول.

 ګلالۍ مومند: 

د ماشومانو له کیسو سره مې ډېره مینه وه، د نعیمې د پرزینتیشن پر وخت مې همدا فکر وکړ که اوس مې ونه لیکله نو رانه پاته شوه. خو وخت مې پیدا نه کړ چې ژور فکر پرې وکړم ناڅاپي مې ولیکله، زړورتیا مې وښودله چې کرکتنې ته یې وړاندې کړم، ځکه د ماشوم ادبیاتو کې مې هېڅ کار نه دی کړی. زه خپلې لیکنې ډېرې سانسورم او دا ځل مې وویل  که هر ډول وه زه یې وړاندې کوم او دا د زده کړې بهترین چانس دی. د کرونا په وخت کې مې ماشومانو ته شعرونه او کیسې غږیزې کولې. خو په 

سختۍ مې موندل. په پای کې یې له ټولو مننه وکړه او د غونډې په وروستۍ برخه کې د بهیروالو لخوا مشاعره وشوه او غونډه ختمه شوه.



LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب