Homeخبرونهد پاریس په المپیک کې به د افغانستان ۳ ښځینه او ۳...

د پاریس په المپیک کې به د افغانستان ۳ ښځینه او ۳ نارینه لوبغاړي ګډون وکړي

تاند (جمعه، د جوزا ۲۵ مه) د المپیک نړیوالې کمېټې اعلان وکړ چې افغانستان به د پاریس المپیک لوبو ته د دریو ښځو او دریو نارینه وو ټیم ولیږي.

دې کمېټې د پنجشنبې په ورځ وویل، ښځې به د منډې او بایسکل ځغاستې په سیالیو کې ګډون وکړي او نارینه همکاران به یې په اتلتیک، لامبو او جوډو کې برخه واخلي.

د المپیک کمېټې ویلي چې د داسي لوبډلې لېږل چې جنسیتي مساوات پکې په پام کې نیول شوی وي، هم د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته او هم درستې نړۍ ته پیغام لري چې ښځې او نارینه دواړه د سپورت او لوبو حق او امکانات لري.

د المپیک د نړیوالې کمېټې ویندوی مارک اډمز وویل: “دا د المپیک د نړیوالې کمېټې د هغو کارونو پایله ده چې له تیرو څو کلونو راهیسي روان دي، دا کمېټه د افغانستان د المپیک له ملي کمیټې سره په ګډه کار کوي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې ښځینه ورزشکاران په لوبو کې برخه اخیستلی شي.”

د المپیک نړیوالې کمېټې په عین حال کې وویل چې “د طالبانو د حکومت هیڅ استازی ته به د المپیک اعتبارلیک ورنه کړل شي”.

 د اډمز په وینا، «د المپیک نړیوالې کمېټې تایید کړه چې په جلاوطنۍ کې د ريیس او سکرترجنرال په ګډون د افغانستان د المپیک ملي کمیټه د افغان ټیم د چمتووالي او ګډون لپاره د یوازینۍ لوري په توګه مني.»

د المپیک نړیوالې کمېټې تر دې مخکې په ۱۹۹۹ کال کې د افغانستان د المپیک ملي کمېټه ځنډولې وه او دغه هېواد د ۲۰۰۰ کال د سیډني له لوبو منع شوی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...