یکشنبه, جون 23, 2024
Homeخبرونهد ایران د ولسمشرۍ یوه مخکښ کاندید د افغان کډوالو لپاره درې...

د ایران د ولسمشرۍ یوه مخکښ کاندید د افغان کډوالو لپاره درې پړاویزه پالیسي اعلان کړه

تاند (جمعه، د جوزا ۲۵ مه) د ایران د ولسمشرۍ د انتخاباتو یو مخکښ کاندید مسعود پیزشکیان له ګاونډي افغانستان څخه ایران ته د میلیونونو کډوالو د وراتګ په اړه خپله تګلاره اعلان کړه.

پزشکیان د ایران د ولسمشرۍ د وارمخکې انتخاباتو یو له شپږو نوماندانو څخه دی.

پیزشکیان، چې د جون د 28 نېټې په ولسمشریزو انتخاباتو کې د اصلاح غوښتونکو شخصیتونو ملاتړ لري، د جمعې په ورځ پر خپله ایکسپاڼه ولیکل چې د کورنیو چارو وزارت به په لومړي ګام کې د سرحدونو د بشپړه تړلو دنده ولري څو د نويو مهاجرو د راتګ مخه ونیسي.

دغه مخکښ کاندید چې د نظرپوښتنو له مخې د رایو د ګټلو ډیر چانس لري، ویلي په ایران کې دېره کډوال به تنظیم کړي او له اروپایي هیوادونو سره به خبرې وکړي چې ځینې مهاجر ومني یا لږ تر لږه په ایران کې د دوی د پاتې کیدو لګښتونه په غاړه واخلي.

ده همداراز لیکلي: «له دې څخه انکار نه شي کېدای چې زموږ یو زیات شمېر افغان وروڼه د ایران په اقتصاد کې اغېزمن رول لوبوي او د (عراق) په تپل شوې جګړه کې یې قربانۍ ورکړي دي، خو په ایران کې د دوی حضور باید تنظیم شي او مسوولیت یې د ایران د کورنیو چارو او استخباراتو د وزارتونو پر غاړه وي.»

پزشکیان دا هم لیکلي:«لویدیځ باید په افغانستان کې د هغه څه مسوولیت ومني چې د میلیونونو افغانانو د کډوالۍ لامل شوی دی. د ایران د خلکو لپاره هیڅ دلیل نشته چې د نورو د غلطو سیاستونو تاوان ورکړي.»

د ایران د ولسمشرۍ دا کاندید زیاتوي، ایران د ۸ میلیونو افغان کډوالو کوربه دی، چې ډېری یې بې اسناده دي. خو دا مسله په ټولنیزه ناروغۍ بدلیږي ځکه چې د مهاجرینو شمیر له کنټرول څخه وتلی دی.

دا لومړی ځل دی چې په ایران کې کاندیدان په خپلو انتخاباتي تبلیغاتو کې د افغان کډوالو موضوع مطرح کوي. لهدې داسي ښکاری چې په ایران کې د افغان کډوالو له اوسیدو سره حساسیتونه زیات شوي دي.

د ایران ټول نوماندان نژدې دوه اونۍ وخت لري چې د بیلابیلو رسنیو او پلیټ فارمونو له لارې د بیلابیلو مسلو په اړه خپل دریځ څرګند کړي او په دولتي رسنیو کې ورته وخت ورکول کیږي.

دا انتخابات د تېرې ثور میاشتې په ۳۰ مه د څرخکې د لوېدو په پېښه کې د مخکیني ولسمشر ابراهیم ريیسي له مړینې وروسته تر خپلې ټاکلې نېټې وړاندې کېږي.

رييسي، له بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان او څو نورو چارواکو سره په ختیځ اذربایجان کې د یوه بند پرانستو ته روان و چې څرخکه یې د دغه ولایت په اوزي ورزقان کلي کې ولوېده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب