شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهپه افغانستان کې د افغاني جامو بازار سوړ شوی

په افغانستان کې د افغاني جامو بازار سوړ شوی

خبریاله: ډيوه شینوارې کابل

په افغانستان کې سږ کال د لوی اختر لپاره د افغاني دودیزو لجامو بازار پیکه شوی او ځای یې هندي او پنجابي لباسونو نیولی.

برعکس په نوره نړۍ کې افغاني جامو زیات خوښوونکي پیدا کړي او غوښتنه یې زیاته شوې ده.

د کابل د شاه شهید مېنې اوسېدونکې ګل بخته چې نهمې کارتې ته د اختر د جامو د رانیولو لپاره راغلې تاند ته وویل: «سږ کال زه پنجابي کالي اخلم، یو یې نرخ ارزان دی او بل سپک کالي دي، او په کور کې پخواني افغاني کالي لرم، نو که اړتیا شوه هغه هم په اختر کې کاروم.»

ګل بخته وایي: «هندي او پنجابي لباسونه کله هم د افغاني کالو ځای نه شي نیولی خو په وطن کې د غربت له امله اکثر هیوادوال د اختر لپاره نوي پنجابي جامې رانیسي.»

په کابل کې د جامو دوکانداران وایي سږ کال یې پلورنکي د افغاني جامو په ځای هنديزیات اخلي.

دوی یې لامل د نرخ کموالی او د وزن سپکاوالی ګڼي.

په نهمه کارته کې د جامو پلورنکی سید اکبر له تاند سره په خبرو کې وویل: افغاني لباسونه یو څه درانه دي، بل ګرانه دي او د دې ترڅنګ اختر په ګرمۍ کې دی نو ځکه افغاني دودیز لباسونه سږ کال ډير ونه پلورل شول، خلک پنجابي او هندي کالي ډير اخلي ځکه نخي یا کاټن او نور داسې قسمونه لري چې په اوړي کې ترې استفاده کیدای شي.

بل پلو د «لورا برایټ» په نوم د افغاني جامو د یوې کارخونې مسوولې نګینې حفیظي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، څلور کاله کېږي چې له خپل کاری ټيم سره په دغه برخه کې فعالیت لري.

د نوموړې په وینا، د کارخونې له جوړولو یې موخه د افغاني جامو دودول او چمتو کول وو چې ډېری برخه یې لاسي ګڼدل، خامک ګنډل، چرمه ګنډل دي او په ټوله کې افغاني لاسي صنایع دي.

نیګینې ویلي: په هېواد کې دننه او بهر ښځې ورته د افغاني جامو فرمایش ورکوي.

د نوموړې په باور، افغاني جامې د هېواد د کلتور او عنعنې یوه برخه ده او د هېوادوالو هویت څرګندوي.

هیره دې نه وي چې په سوشل میډيا کې اکثر بهرنیان د افغاني جامو  ستاینې کوي او د خوښې وړ لباسونه یې ګڼي، په کابل او نورو ولایتونو کې د افغاني دودیزو جامو تولیدي کارو خونې هم وایي چې نورې نړۍ کې یې د لباسو غوښتنه زیاته شوې او ډير زیات مینه وال یې پیدا کړي دي.

2 COMMENTS

  1. وجه یی داده چی هندی او د پنجابی جامو په نوم چی کومی جامی راځی هغه ارزانه دی. د افغانی جامو بازار ځکه سوړ شوی دی چی اخیستونکی نلری، خلک بیچاره اکثریت بیکاره دی. افغانی جامی صرف نن سبا د ملایان ښځی اخلی هغوی چی داسی جامی یی حتی لیدلی نوې، ګوری ملایان څومره خیټور شوی ځینی یی په لاره تلی نشی لکه د کابل ښاروال، د ترافیکو مدیر … ـ

  2. د جامو بازار کم رنګه کیدلو اصلی دلیل سید کریم ورور ویلی دی ډیر وضاحت ته ضروت نشته دا بعضی جاهلان هسی د خلکو سپکاوی کوی اختر په ګرمی کی دی اکثر افغانان د پنډو کپړو جامی جوړوی چی په دی موسم کی یی وجود نشی زغملی تاسی جی هندی او پنجابی جامی ورته وایی دا سمه نده دا جامی د پیړیو راهیسی په شرقی ولایاتو کی مروجی دی داهم افغانی جامی دی د افغانستان مسلمانان – هندوان او سکهان یی کاروی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب