شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهملالې بنسټ د افغان نجونو د زده کړو لپاره یو نیم میلیون...

ملالې بنسټ د افغان نجونو د زده کړو لپاره یو نیم میلیون ډالر مرسته اعلان کړه

تاند (جمعه، د جوزا ۲۵ مه) ملالې بنسټ اعلان کړی، چې افغان نجونو ته د تعلیمي فرصتونو له برابروونکو بنسټونو سره ۱،۵ میلیونه امریکایي ډالره مرسته کوي.

د دې بنسټ موسسې او د سولې د نوبل جایزې یوازېنۍ ګټونکې پښتنې ملالې یوسفزۍ په یوه ویډیویي پيغام کې ویلي، دا مرسته داسې مهال اعلانوي چې افغان نجونې له جنسیتي اپارتاید سره مخامخې دي او ښوونځیو ته د تلو تر څنګ د کار او نورو ټولنیزو فعالیتونو له حقه محرومې دي.

ویل شوي، چې دا مرستې به تر ډېره په انلاین ډول د افغان نجونو د زده کړو لپاره فعالیت کوونکو ادرسونو سره وشي.

تازه، په افغانستان کې پر نجونو له شپږم ټولګي څخه د پورته زده کړو د بندیز زر ورځې پوره شوې.

د طالبانو لخوا د دغو بندیزونو دوام په پراخه کچه د افغانانو او نړیوالو مخالفتونو سره مخ شوی، خو طالب چارواکو یې د بیرته اخیستو لپاره کومه څرګنده ژمنه نه ده ورکړې او په لفظي ژمنو یې بیا- بیا د دې بندیزونو د نا معلوم پای ته رسولو خبر ورکړی.

5 COMMENTS

  1. ملال جاني تا د مکتب له وخته راهيسي د نجونو د حقوقو لپاره تر د د حده مبارزه وکړه چي نږد مو خپل ژوند له لاسه ورکړي ؤو دا ستاسو ريشتيني خواخوګي او مباريزي نن بيا په د کومک چي له افغان نجونو سره تاسو خپله رښنولي سابته کړه .ملالي بي بي تاسوته په خپله مبارزه کي بری غواړم.
    ملاله بي بي له افغانو نجونوسره چي د زورواکو له خوا له اللهي حقه محرومي ساتلي يو مليونه ډالره کومک کوي ټول افغانان خپ او چپ ناست دي نه دا بي بي لو بوي او نه خوښنه تري کوي.
    د تعجب ځای نه دی؟

  2. د ملالې خور دا اقدام د ستایلو دی . هرڅوک چې له افغانستان سره بې غرضه او بشري مرسته کوي ، افغانان ورته هرکلی وایی . ملالې ته سلامتي او خوشحالي غواړو.

  3. زمونږ د مشرانو او میلونرانو (شکریه بارکزیی او فوزیه کوفی) څخه د ملال جانی دغه انسانی کمک او مرسته غوره بولم.
    د ملال جانی کور ودان چه په سختو شرایطو کی یی خپلی خویندی د یاده نه دي ویستلی.

  4. ویاړنه په پنجابی پاکستان کښی داسی غیرتی پښتنه باندی !!!

    د افغان ملت تباهی د کمونیستی کودتا ( د محمد داؤد تر رهبری لاندی ) را پدی خوا د شیطان انګلیس چوچه پنجابی پاکستان ته د امریکا په ډالرو او متعصب ایران ته د مستقیمو مداخلو او ددوی رنګا رنګو غلامانو ( قاتلو جاهلو تنظیمونو او قاتلو جا هل ترینو خیټورو طالبانو ږیرو او متعصبو ایرانی رژیمله خوا تربیه شوی غلامان ) تربیه کولو لپاره د افغان ملت وژلو او تباه کولو زمینه مساعده کړۍ شوه که څوک ددی روښانو څرګندونو واقعیتونو څخه سترګی پټوی او یا ئی د خائینو جملو په وسیله سره بی اهمیته کوی نو دا کسان د افغان ملت سره سترملی خیانت کوی او معلومیږی چی دوی د اجنبیو له خوا ددوی تخریبکاره اعمالو ګډوډ کولو لپاره مؤظف شوی دی !!!!

    دا ټولو ته څرګنده دی چی د هغه وخت ظالم یرغلګر شوروی وخت کښی د ملی خائینو قاتلو خلقیانو او پرچمیانو تر مینځ د ژبو په اساس ( د شورویانو له خوا پلانیز ) نفاق موجود وو او ډیر ئی په خپلو مینځو کښی د ژبو تعصب تر شعار زندانو ته هم سره واچول او دا کسان اوس دژبو تعصب بیماری د کمونیستی ضدناکی مقاومت باندی تماموی ، دوکتور روستار تره کی د ملی خائین نور محمد تره کی او پښتون په خاطر او دوکتور سید عبدالله کاظم دپښتو ژبی تعصب یعنی د پرچمی په خاطر تبلیغ شوی وو ایا دا واقعیت وو او که ددرواغو تبلیغ وو نو ددی اصل همدی دوو تنو ته او هم کمونیستانو ته ښه تره څرګند دی پدی شرط که په صداقت سره د رښتیا ویلو جرأت وکړۍ شی !!!!

    غلامو خلقیانو پرچمیانو کمونیسانو په خپله او د خپل بادار ظالم شوروی د افغان ملت قتلونو وینی جاری کړی وی او افغان ملت اکثریت سره پنجابی پاکستان ، اخوندی تعصب ایران او نورو ممالکو مهاجرت ته مجبور کړۍ شول او غلیسی امریکا ، شیطان انګلیس او نورو غربی ممالکو او متعصب ایران د کمونیستانو دا راوستل شوی بدبختی څخه ستره خائینه سوء استفاده وکړه یعنی د امریکا او غربی ممالکو ډالرو ، پونډ ، ایرو او ایرانی تومان باندی افغان ملت د تباهی او جهالت ساتلو لپاره جاهل متعصب تنظیمونه او جاهلترین وحشی قادیانی طالبان ( په قادیانیو مدرسو کښی ) پلانیز تربیه کړل او دا تربیه شوی غلامان مسلسل د افغان ملت په اوږو کینول شول ددوی وظیفه دا وه او دی چی افغان ملت جاهل او بی سواده وساتل شی او جاهلترینو طالبانو ته همدی امریکا ددوحی له لاری ددی لپاره ددوباره راتګ زمینه برابره کړه او عینی وخت کښی د خپلو راوستلو غلامانو مقابل کښی مخالفت اعلان کړۍ دی اما غلیسه امریکا خپلو اساسی تربیه شوو جاهلترینو غلامانو ته مسلسل ډالرونه لیږی او د افغان ملت کاملآ دوښمنان بیا دداسی تربیه شوو غلامانو نه یوازی ملاتړ کوی بلکه دی ملی خائینینو د غلیسی امریکا او د انګلیس چوچه پنجابی پاکستان تربیه شوو غلامان ته تبلیغ کوی او وائی چی که میرمنی کورونو کښی زندانی شی او جلکۍ د مکتبونو او پوهنتونونو څخه منع شی هيڅ فرق نکوی ځکه دا د افغانانو کلتور دی ، باید دی ملی خائینو افغانانو ته وویل شی چی اوس د جاهل سقاؤ بچی جاهله دوره ندی چی دا راوستل جاهلان حتی ټول موجود مکتبونه په قادیانیو مدرسو او پوهنتونونه په قادیانیو شرعیاتو بدل کړی !!!!

    څوک چی دداسی مضرو ملی خائینو مکروبونو لپاره علنی تبلیغونه کوی نو دا کسان د افغان ملت ستر دوښمنان دی او باید داسی مضر اشخاصو داسی ملی ضدناکه پروپاګنډو لپاره پری نښودای شی!!!!!!!!!!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب