چهارشنبه, جون 26, 2024
Homeخبرونهد هرات زلزله ځپلو ته ۱۰۰ نور کورونه جوړ او وسپارل شول

د هرات زلزله ځپلو ته ۱۰۰ نور کورونه جوړ او وسپارل شول

تاند (جمعه، د جوزا ۲۵ مه) د هرات په زنده‌جان ولسوالۍ کې، د ۱۰۰ کورونو لرونکی یو بل ښارګوټی زلزله ځپلو ته سپارل شوی دی.

د طالبانو د ریاست‌الوزرا د اقتصادي معاونیت د دفتر عمومي رئیس مفتي عبدالله عزام، د دغه ښارګوټي د سپارلو په مراسمو کې ويلي چې د اقلیمي بدلونونو له امله د هېواد بېلابېلې سیمې د زلزلو او سېلابونو له امله زیانمنې شوې او اوسېدونکو ته یې درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

عزام زياته کړې چې لا هم د تېر کال زلزلې له امله د هرات ځینې اوسېدونکي سرپناه نه لري او مرستو ته اړ دي؛ خو د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت او نورې اړوندې ادارې په دې برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

هرات کې تر دې مخکې هم لسګونه زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ او سپارل شوي.

طالبانو د تازه جوړو شویو کورونو په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

ډېری دغه کورونه مخکې یو شمېر نړیوالو موسسو او خیریه بنسټونو جوړ کړي، چې خلکو یې هرکلی کړی او ویلي چې دا کورونه بسنه نه کوي او نور زلزله ځپلي هم کورونو ته اړتیا لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب