شنبه, جون 22, 2024
Homeخبرونهامریکایي استازې: طالبانو د ښځینه ښوونځیو په تړلو د افغانستان راتلونکی تباه...

امریکایي استازې: طالبانو د ښځینه ښوونځیو په تړلو د افغانستان راتلونکی تباه کړی

تاند (جمعه، د جوزا ۲۵ مه) د افغانستان د ښځو او بشري حقونو د وضعیت لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په افغانستان کې له  شپږم ټولګي د پورته ښځینه ښوونځیو د تړل کېدو د زر ورځني کېدو په مناسبت ویلي، چې طالبانو په دې کار سره د افغانستان راتلونکی تباه کړی.

د امیري په وینا، طالبانو افغانستان د نړۍ یوازېنی هېواد ګرځولی چې نجونې پکې له لومړنۍ دورې د پورته زده کړو حق نه لري.

د افغان نجونو پر مخ د زده کړو د دغه بندیز زر ورځني کېدو ته په پراخه کچه افغانانو او نړیوالو لوریو غبرګونونه ښودلي او له  طالبانو یې یو ځل بیا د دې بندیزونو د بیرته اخیستو غوښتنه کړې ده.

طالب چارواکي بیا د شاوخوا درېیو کلونو په موده کې بیا- بیا ادعا لري چې د نجونو د زده کړو مخالف نه دي.

د دوی په وینا، دغو زده کړو ته د مناسبو شرایطو له برابرولو سره اجازه ورکوي.

د طالبانو مشرانو او چارواکو نه دي ویلي، چې له مناسبو شرایطو یې هدف څه ډول شرایط دي او کله به دا شرایط مساعد کړي؟

2 COMMENTS

  1. دا ټول کارونه د امریکا دي که امریکا طالبانو ته هر څه په لاس نه ورکول نو داسې به نه کیدل. لاړه شه د خپل حکومت او پالیسي سازو دا پوښتنه وکړه. که همدا نن ستا امریکا وغواړي په طالبانو هر څه په یوه دقیقه کې مني. هسې د افغانانو او نړیوالو سترګو ته خاورې مه اچوئ ستاسو په منافقت افغانان او نړیوال پوهیږي.

  2. رياسة/رياست الوزراء = لومړی وزير
    اميرالمؤمنين او داسې نور چې دا خو ژبه ده او ژبه خو د قرآن له نزول مخکې هم وه، نو ځکه ورته قرآن د دوی پخپله ژبه راغی نه په بله ژبه.
    موږ مجبور ومکلف نه يو چې هر څه له خپلې ژبې عربي، اردو او يا نورو ته واړوو. ژبه خو د ولس او د خلکو حق دی چې هر څوک پخپله ژبه د خپلمنځي پوهاوي لپاره يې کاروي. پنجاب چې صدراعظم او prime minister کاروي، نو هېڅ نشته او دا يې حق دی او پرې وياړي، نو که موږ لومړی وزير وکاروو، نو دا خو د اسلام او ايمان او عقيدې پوره هېڅ تړاو نه لري. دغه له خپل هويته د بېګانه توب او پرديتوب شعور چا اوسنيو واکمنانو ته ورکړ؟
    اوسني واکمنان د دې لپاره واک ته رسېدلي چې افغان ولس له خپل ملي هويته خلاص او بېهويته يې کړي، نو ځکه پنجاب کوښښ کوي چې لومړی بېځکندنه زموږ له ژبې وکړي او بې ژبې مو کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب