شنبه, جون 22, 2024
Homeخبرونهامریکا پر افغانستان د پاکستان د بریدونو په اړه څه دریځ...

امریکا پر افغانستان د پاکستان د بریدونو په اړه څه دریځ لري؟

تاند (جمعه، د جوزا ۲۵ مه) د امریکا د دفاع وزارت د ویاند مرستیالې سابرینا سینگ په یوه خبري ناسته کې پر افغانستان د پاکستان د بریدونوپه اړه له پوښتنې ځوابولو ډډه وکړه.

هغې په دې تړاو د پوښتنې په ځواب کې وویل: موږ په دې اړه کوم نظر نه لرو، خو په سیمه کې د داعش د مشرانو د ځپلو د هڅو ملاتړ کوو.

دا څرګندونې په داسې مهال دي، چې د ځینو راپورونو له مخې امریکا د پردې تر شا پر افغانستان د پاکستان د وروستیو بریدونو ملاتړی دی.

له څه مودې راهیسې د پاکستان او امریکا یو شمېر دیپلوماتانو او پوځي چارواکو له یو بل سره په اسلام اباد او واشنګټن کې لیدلي.

پاکستاني چارواکو بیا- بیا ادعا کړې چې د افغانستان له خاورې د  دوی خلاف بریدونه سمبالیږي، خو پر افغانستان واکمنو طالبانو دا ادعاوې بې اساسه ګڼلي دي.

پاکستاني چارواکو دا هم ویلي، چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د ځپلو لپاره بریدونه خپل حق ګڼي.

دوی په دې ترڅ کې څو ځله د افغانستان په خاوره کې هوایي عملیات هم کړي، چې طالب چارواکو یوازې غندلي دي.

1 COMMENT

  1. لمر په دوو ګوتو نه پټیږي ددغو ټولو بریدونو د شاه د بشریت دښمنې سیهونیستې امریکې لاس ده. کافرستان بې د امریکې له خوښي غولتونه هم نسي تللای. سینیګینه خوبه خود چوپه خوله پاته کیږي. د دعیش فابریکه خو هم امریکې جوړه او ورنه دعیشیان راباسي.دومره بې حیایی هم حد لري مګر امریکه لکه رڼډۍ په هیڅ نه شرمیږي 😡

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب