Homeخبرونهد افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د ورښتونو او سیلونو اټکل...

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د ورښتونو او سیلونو اټکل شوی

تاند (جمعه، د جوزا ۲۵ مه) د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت د هوا پېژندنې ادارې اټکل کړی چې نن (جمعه) به د هېواد په اتو ولایتونو کې سخت بارانونه واوري او ممکن په یو شمېر سیمو کې د سیلونه وبهیږي.

د دې ادارې له خبرپاڼې سره سم، په بدخشان، نورستان، بغلان، پروان، کونړ او میدان وردګ ولایتونو کې د سخت باران، تېزو بادونو او سیلونو وړاندوینه کوي.

د اورښت اټکل په مختلفو سیمو کې له ۱۵ څخه تر ۲۵ میلي مترو پورې، او د باد سرعت په هر ساعت کې له ۵۰ څخه تر ۸۰ کیلومترو پورې اټکل شوی دی.

تېره میاشت د افغانستان په شمال، شمال ختیځ او لویدیځو سیمو کې سیلونو نژدې ۵۰۰ تنه مړه، سلګونه نور ژوبل کړل او دغه راز یې ډېر مالي تاوانونه واړول.

د ملګروملتو پر اساس، د اپریل او مې په میاشتو کې په افغانستان کې د سیلونو له کبله شاوخوا ۵۰۰ تنه مړه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...