Homeخبرونهبنګله دېش، نیدرلنډ او انګلنډ عمان ته ماته ورکړه

بنګله دېش، نیدرلنډ او انګلنډ عمان ته ماته ورکړه

تاند – د کرکټ د نړیوال شل اوره جام سیالیو په سي ګروپ کې به له دې شېبې څو ساعته وروسته د افغانستان او پاپوانیوګینې مسابقه پیل شي.

که افغانستان پاپوانیوګینې ته ماته ورکړي، د دې جام سیالیو منځلوبو یا د ۸ غوره لوبډلو د سیالیو پړاو ته وځي.

هند، استرالیا او جنوبي افریقا، چې هرې لوبډلې، درې – درې سیالۍ کړي او درې واړه یې ګټلي، بل پړاو ته وتلي دي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان لوبډله د راتلونکې اوونۍ د سې شنبې په ورځ، چې د جون له اتلسمې سره برابره ده، له ویسټ انډیز سره مخامخ شي. د ویسټ انډیز او افغانستان سیالي به څرګنده کړي چې کومه لوبډله بل پړاو ته د لومړي ټیم په توګه وځي.

نن شپه بنګله دېش په ۲۵ منډو نیدرلنډ ته ماته ورکړه او انګلنډ د عمان ټوله لوبډله په ۱۳ اور او دوهم توپ په داسي حال کې وسوځوله، چې عماني لوبغاړو یوازې ۴۷ منډې کړې وې.

انګلیستان د عمان له لوري د ۴۷ منډو هدف یوازې په درېیم اور او لومړي توپ پوره کړ. په بله ژبه انګلنډ عمان ته په ۸ ویکټونو او ۱۰۱ اضافي اوپونو ماته ورکړه. دا ماته یو ریکارډ دی چې په روان شل اوره جام کې انګلیسي لوبغاړو ټینګ کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...