چهارشنبه, جون 26, 2024
Home+د امریکا او آیرلنډ مسابقه به د پاکستان برخلیک څرګند کړي

د امریکا او آیرلنډ مسابقه به د پاکستان برخلیک څرګند کړي

تاند (جمعه، د جوزا ۲۵ مه) د کرکټ په نړیوال شل اوره جام سیالیو کې به نن د امریکا او آیرلنډ مسابقه څرګنده کړي چې په اې ګروپ کې پاکستان او که امریکا د دوهم ټیم په توګه بل پړاو ته وځي.

که دا سیالي امریکا وګټله، امتیازونه به یې ۶ شي. امریکا په درو سیالیو کې یوه بایللې او ۴ امتیازونه لري خو پاکستان په درو سیالیو کې ۲ بایللي او ۲ امتیازونه لري. که امریکا نننۍ مسابقه وبایلله او پاکستان د یکشنبې په ورځ له آیرلنډ څخه وګټله، هاله به د هغو نومرو پر اساس د اې ګروپ دوهم ټیم غوره شي چې په ډیر توپیر یې سیالۍ ګټلي وي.

له اې ګروپ څخه هند دوهم پړاو ته وتلی دی.

استرالیا په بي ګروپ کې بل پړاو ته وتلې خو د بي ګروپ دوهم مقام به وروسته څرګند شي چې د انګلنډ که د سکاټلنډ په برخه کیږي.

له سي ګروپ څخه افغانستان او ویسټ انډیز وتلي دي، یوازې د افغانستان او ویسټ انډیز سیالي به معلومه کړي چې کوم یو د لومړي ټیم په توګه بل پړاو ته ځي.

په ډي ګروپ کې استرالیا وتلې او غالباً بنګله دېش به د دوهم ټیم په توګه بل پړاو ته لاره ومومي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب