چهارشنبه, جون 26, 2024
Homeخبرونهد نجونو پر زده کړو د بندیز له زرمې ورځې سره هممهاله...

د نجونو پر زده کړو د بندیز له زرمې ورځې سره هممهاله د مور ورځ ونمانځل شوه

تاند (پنجشنبه، د جوزا ۲۴ مه) د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت نن د مور ورځ په داسي حال کې ونمانځله چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو د بندیز ۱۰۰۰ ورځې پوره شوې.

په دې مناسبت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معینیت غونډه جوړه کړې وه.

په غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خلکو فرهنګ رئیس مولوي سیف الرحمن محمدي، په اسلام کې د مور پر حقونو او مقام خبرې وکړې، ويې ويل چې په اسلام کې د ښځو او په ځانګړې توګه د مور پر درناوي او له هغې سره پر ښه چلند ډېر ټينګار شوی دی.

د باختر خبري اژانس د راپور پر اساس، محمدي زیاته کړه چې «د اطلاعاتو او کلتور وزارت د افغانستان اسلامي امارت په استازیتوب، د غبرګولي ۲۴مه چې د مور له ملي ورځې سره سمون خوري؛ د میندو د مقام د درناوي په خاطر نمانځي.»

همدا رنګه، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی رئيس مولوي سيد محمد سعيد په خپلو خبرو کې، مور هغه انسان وباله چې د انبیاء علیهم السلام او د نورو انسانانو تربيه د هغې په غېږه کې کېږي او په وینا یې، باید د والدینو او په ځانګړې توګه د مور خاص احترام وشي.

دا په داسي حال کې ده چې یونسیف نن پر خپله ایکسپاڼه ولیکل چې تله شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو له تړل کېدو ۱۰۰۰ ورځې وروسته، افغان نجونو درې میلیارده درسي ساعتونه له لاسه ورکړي دي.

د یونسیف په خبرپاڼه کې چې د پنجشنبې په ورځ خپره شوه، ویل شوي چې له زده کړو څخه د نجونو منظم ایستل د فرصتونو د کمېدو او د نجونو د رواني روغتیا د خرابیدو سبب کېږي. یونیسف زیاته کړې چې د ماشومانو حقونه، په ځانګړې توګه د نجونو حقونه باید په سیاسي مسلو کې “یرغمل” نه شي.

د دې ادارې په وینا، د نجونو پر زده کړو د بندیز منفي پایلې یوازې تر نجونو پورې نه رالنډیږي، بلکې د افغانستان اوسنی بشري ناورین لا پسې زیاتوي او په پرمختګ او اقتصاد یې جدي اغیزې لري.

د یونیسف د راپور له مخې طالبانو په تېرو ۱۰۰۰ ورځو کې شاوخوا یو نیم میلیون افغان نجونې له زده کړو بې برخې کړې دي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د مور د ورځې په غونډه کې دوو مېرمنو، عايشې عزیز او حميرا د ښځو په استازيتوب خبرې وکړې، له اسلامي امارت په ځانګړې توګه له اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه یې د مور د ملي ورځې د نمانځنې په خاطر مننه وکړه او ويې ويل چې میندې تر ټولو سخت کړاوونه پر ځان تېروي، ترڅو خپل اولادونه په سمه توګه تربیه او ټولنې ته یې وړاندې کړي.

4 COMMENTS

  1. د مور د احترام د نمایش لپاره ملاصاحب بی لدی چي کوم آیت یا حدیث یا له سیرت څه ووایی ،صرف په لمانځنه اکتفاء کوی هغه هم د یوه ضعیف معینیت په سطحه؛ حال دا چي په مخلوقاتو کی وروسته تر انبیاء علیهم السلام ډیر محترم او معزز مخلوق ،ډیر مهربانه او صادق خادم ، مور ده.
    ښه به دا وه چي هر وقت اخلاقی بحثونه ،تبلیغ ،دعوت او لیکنې ډیرې شوی وی او بیا دا ورځ تر نورو امارت او شیوخو داسی په خوند او بی ساری ټوګه لمانځلې وی چي ټولو ته درس او تجدید د تعهد وی ددی لپاره چي د سبا ورځې میندې څنګه وروزل شی تر څو چي سالم او صالح اولاد ټولنې او بشریت ته وړاندې کړی او دعوت،اصلاح او تعمیر کی رغنده رول ولری او اسباب د قوت او عزت ایجاد او ملت له ګدایی او ذلت نه وژغوری.
    مخکینیو ځینو دورو کی به ځینې وزارتونو او بیا خصوصا معارف یوه میاشت مخکی داسی ورځو ته آمادګې نیوله او ښه تربیتی اثرات یی هم درلودل او وزیرانو او حتی سلطې اول کس او ښځو ورکی مؤثر رول درلود ؛ اوس هم د مور په احترام او ترفیع تربیت لپاره ددی فرصت نه ښه ګټه اخیستل شوی وی ،خو مع الاسف زموږ اوسنی امرا له علمی او تربیتی اړخه دا ظرفیت نلری چي اخلاقی او تربیتی میدان کی ملت ته څه وړاندی کړی او څه یی چي ښودلی هغه مکتب او پوهنتون تړل،محرومیت له تعلیم خصوصا د نن او سبا د میندو ،تحقیر او آزار د متخصصینو،غیر له طالب د نور ملت له هر څه محرومول او نور جاهلی تعصبات.
    موږ دا لمانځنه د جناب معین د مینې لغته بولو مور او ملت ته!
    دا د جهالت بوکام دی چي د نن او سبا مور له علم او سالم تربیت نه محرومیږی،دا د مور احترام نه بلکی د مور د حقوقو نقض دی ،د انسانیت لپاره لوی شرم دی بیا په یوویشتمه پیړۍ کی .
    مع الاسف زموږ اوسنی امراء شکلا ملا مګر عملا هیڅ پلان د اصلاح او رشد نلری ؛ خلاصه د ملت او حتی د مور له ځپلو هم لذت وړی چي تاریخ د انسانیت کی سابقه نلری او نوره څیړنه غواړی تر څو دا موجود حیه سم تعریف او ځای یی موجوداتو کی معین شی ځکه ځینې مواردو کی ادمیت یی مشکوک ښکاری لکه دښمنی د علومو سره ، ناقضین حقوق مادر امروز و فردا ،بدوی موجود نه هر کاره جوړول ،کار اهل ته نه سپارل ،خپل او پردی ته ښکر وهل او نور هغه څه چي انسانیت سالم او صالح یی نه منی .

  2. دا هسې ریا او منافقت دی. طالب مور، خور ښځې او انسان ته درناوی نلري. دوی یوه توره او کثیفه ډله ده چې په مظلوم، بیچاره او په عین حال کې بېغیرته افغان ولس باندې تپل شوي. دوی د اصلي اسلام پر ضد د غرب منحوسه پالیسي چې د اسلام بدنامول دي مخکې وړي او هر عمل یې د حقیقي اسلام سره په ټکر کې دی. یو انسان چې د خپل شکل، لباس او بدن واک نلري دې ته غلامي وایي او طالب ټول ملت د غلام په څیر ساتلی او د ملت ازادي یې سلب کړې.

  3. لوفرګله،
    په طالب نيوکه دې حق دی، خو تاسې تل پېغمبر (ص) ته سپکاوی کوې او ان تر دې چې اوس دې لا دا تور هم ولګولو. لږ معقول او انسان غږېږه. ستا ټوله موخه محمد صلی الله عليه وسلم او د هغه بيبيانو ته سپکاوی دی. بي بي خديجه چې ژوندۍ وه، نو هغه (ص) خو بله ښځه نه لرله او چې کله هغه وفات شوه، نو بيا يې د خديجې د خور په وړانديز د ام المؤمنين عائشې غوښتنه وکړه چې دېته موږ وتاسې مرکه first proposal وايو او بيا يې هغه په نکاح کړه چې دېته زموږ په رسم و رواج کوژدن کړه. سمه ده چې هغه واده شوه، خو واده هېڅکله د مقاربت مانا نه ورکوي. ډېر کله په ځینو رواجونو کې واده وشي چې بيا کله پېغله او يا پېغلوټې شي، نو بيا يې پلارګنۍ د څښتن کور ته راولي.
    پېغمبر صلی الله عليه وسلم لږ تر لږه هغې ته درې کاله انتظار کړی چې دا خو دولس کاله کيږي، نو په ګرمو سيمو کې خو جنۍ په دولس کلنۍ کې پېغلوټې کيږي. همداسې دې پر هغه مبارک د ښځينه مياشتېني عادت تور لګولی دی چې دا دې هم له سپکاوي پرته بل څه نه دي. يو شی چې قطعي له الله له لورې حرام وي ((ولاتقربوا في المحيض حتی يطهرن))، نو ستا په اند محمد صلی الله عليه وسلم د خدای د قطعي حکم پر وړاندې بېتفاوته وو. که ستا دا يقين وي او يا پرې عنادا له کمونيستي ليدلوري چې تاسې يې لرئ، نو له شک پرته چې په ايمان کې دې شک دی او پر خپل ايمان دې ووېرېږه.
    خوښه ستا چې څه وايی او څه ليکې او څه دې ليدلوری دی، خو دا ژوند دی تېريږي او ستا به هم تېر شي. پر خپلو کړووړو او ليدلوري دې ښه سوچ وکړه چې بيا داسې ونه وايی چې زه خو …
    ملک يوم الدين
    د محاسبې ورځ شته او هلته به هر څوک خپل ځواب ووايی. برابره خبره ده چې ايمان پرې لري او يا نه، خو دې محاسبې ته به خامخا رامخته کيږي چې بيا ځان پړ او ملامت بولې، نو د اصلاح او سمون دې همدا وخت دی. توپ ستا مخې ته پروت دی، خوښه ستا چې هر لوري ته ولې.
    بخاري داسې عادي کتاب نه دی چې د هر چا پرې ښه ذهن خلاص شي. هغه د خپل کتاب لپاره څو خاص شرايط اېښي دي او هغه خپل کتاب هغه وخت د هغو خپلو شرايطو لاندې تدوين کړی دی.
    تاسې د خپلې مور بي بي نه دې هم وپوښته چې ستاسې له والد صاحب سره د مياشتېني عادت په وخت کې څه کوي؟ ښځې پوهېږي چې خپل ځان څنګه وساتي او همداسې څملاستنه خو له خاوند سره په کټ کې څه ممانعت نشته. زه پوره باور لرم چې ستاسې مور بي بي به له تاسې زياته ايمانداره وي او هغه به هېڅکله ستاسې والد صاحب ته د دې اجازه ورنه کړي چې د حيض په وخت کې ورسره عملي نزدېکت وکړي.
    ښکلول او په کټ کې ګډ څملاستل او ګډ خوب کولو کې خو څه ستونزه نشته. ته و خدای او دا خپل عقل دې چې د يو انسان په توګه تا ته څنګه اجازه درکوي چې په پټو سترګو او د پوهاوي او نه پوهاوي په صورت کې تل د محمد صلی الله عليه وسلم پورې نښتی يې او بېځايه نامعقول لګيا يې چې آخر ولې؟ ته وخدای چې ستا په دې خپل ځان بده خبره لوريږي؟ که دې لوريږي، نو بيا سمه ده او که نه لوريږي، نو بيا ولې نامعقول او غيرمدلل د پېغمبر صلی الله عليه وسلم پورې نښتی يې، ولې؟

  4. وایې یو وخت یو سړۍ لیوني سپې داړلي وو. داکتر ته ولاړ او هغه ورته ستنې ولږولي. داکتر دی ناروغ ته وویل چې، یوه اونۍ وروسته بیا راسه چې، ټپونه دی معاینه کړم. د داکتر دی هدایت مطابق ناروغ د داکتر کتنخې ته راغي، داکتر پوښتنه ترې وکړه چې ، اوس دي حالت څنګه دئ؟ ناروغ ورته وویل چې، داکتر صاحب اوس ښه یم خو کله نا کله مې غپا ته زړه کیږئ. دوستانو دغه رزیل لوپر لیوني سپۍ داړلې او غپا ته شوق سوي. پریږدي چې غاپي. د سپې په خوله سیند اوبه نه مر داریږئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب