پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+زما فورم، غزليزه (د غزل او ټپې ګډ خواږه)

زما فورم، غزليزه (د غزل او ټپې ګډ خواږه)

سعيد شينوارى

د څه موده وړاندې مې يوه هڅه وكړه او يو نوى فورم مې د غزليزې په نامه جوړ كړ، د دغه فورم په اړه ما مخكې هم ليكنه چاپ او خپره  كړې وه، خو اوس زما د ځينو ملګرو په ټينګار د غزليزې، د هندسي جوړښت، نومونې  او تر دې د مخه په ټپيزه باندې زما يو څه شخصي نظريات ستاسې په وړاندې ږدم، هيله ده په سړه سينه يې ولولئ:

زه چې د پښتو ادبياتو په څلورم ټولګي ورننوتم؛ نو ما به د پښتو نيمه عروضي شاعري که څه هم لوستې وه ، خو چندانې نوى فکر مې پکې نه و کړى، زه تل په همدې فکر وم چې بايد نوى فکر ونشي او د سابقون  پر پله پل کېښودل شي، خو دغه فکر مې هله له خپلې ککرې وڅانډه چې ما وليدل، د نظم په فورم کې مربع، مخمس، مسدس، مثمن، متسع، معشر او داسې نور تقريبا يو شى دى، مګر په يو بند او دوه بندونو په زياتولو سره دغه فورم اختراع او د يو نوي او ځانګړي فورم په بڼه منل شوى دى.

راځم خپلې خبرې ته او هغه دا چې ټپه که څه هم زموږ د پښتنې ټولنې تر ټولو اصيله او ارزښتناکه سرمايه ده، مګر په دغه فورم کې نوښت وشو او ټپيزه راووته، د حنيف حيران دغه نوي فورم داسې کوډې وکړې چې که په چا ښه لګي او که بده؛ مګر ټپيزې د هر پښتون د زړه ور ورټکولى دى، حنيف حيران ماته هم لاره خلاصه کړه او ما ډېر نه دغه يو کال به کېږي چې غزليزه وليکله، خو بيا هم له دې وېرې چې څوک به راته په غوسه شي چې دا دې څه کړي، تا خو نه ټپه د دين کړه او نه دې سادين ته پرېښوده، يوه ورځ وه چې خپلو ټولګيوالو ملګرو ته مې زړه وکړ او دغه نوى فورم مې وروښود، خداى شته هغوى خو لومړى زه ډېر تشويق کړم مګر په دې مشوره راکولو کې راته پاتې راغلل چې چا ته يې وښايم که نه، خو ما بيا وويل چې تر څو پورې به يې پټه ساتې، يوه ورځ سادات صيب راپسې د څه کار لپاره زنګ راووهه، ما ورته خپله ټوله کيسه وکړه، هغه راته وويل چې داسې وکړه دا جمعه زموږ د بهير (جلالکوټ ادبي خوځښت) غونډه کېږي او موږ به ټوله ورځ تاته وقف کړو او زړه مه وارخطا کوه، ډېر ښه کار دې کړى، مګر بيا هم زه وېرېدم چې هلته که څوک مشر ليکوال راغلى وي او زما له دغه کار سره مخالفت وښيي؛ نو ښه به مې  په خپل كار پښېمانه كړي.

بيا مې يوه ورځ خپل ګران ځواب ته هم له خولې نه ووته چې روره ما داسې کار کړى، اباد دې واوسي، سمدواره يې راته سينه وټپوله چې ته يې راوړه زه به يې درته په مينه کې چاپ کړم، په دې کې يې راته دا هم وويل چې دغسې يو نوى فورم اسرار اتل هم د ټکوريزې په نامه راويستلى او کرن خان ورته زمزمه کړى دى، په هغه ورځو کې به نو د کرن خان په غږ د ټکوريزو ايله يوه يا نيمه اونۍ کېده چې راوتلې وې. ما چې هغه واورېدې نو ورته ومې ويل اوس نو که هر څنګه وي دا غزليزې راته چاپ کړه، خو کله چې مې ځواب ته غزليزې وراستولې نو ما ويل چې راشه له خپل درانه او پښتون پال استاد چې تل يې زه هڅولى يم، پوهندوى ببرک مياخيل سره مشوره وکړه، هغه ته چې مې خپلې غزليزې واورولې؛ نو هماغه څه چې زما ترېنه هيله وه، يعنې پوره ډاډ يې راکړ چې دا کومه تېروتنه نه ده او دا ستا حق دى چې تاته بايد محفوظ شي، خو دا بله ورځ چې په استاد ناګار صيب پسې په خپل څه رسمي كار پسې ولاړم نو زړه مې وكړ او يوه نوې غزليزه مې ورته وويله، شايد هغه به زما د تشويقولو په پار  دا كار كړى و خو ډېره حوصله يې راكړه هغه خبره زما اوس هم په ياد ده چې راته يې وويل: (( سعيده! له تانه زما همدا توقع وه، ټپيزه اسانه ليكل كېده ځكه نو چا يې په مضمون  او تسلسل هم ځان نه ستړى كاوه، ستا غزليزه به ايله  د شاعرانو سېر او نيم سېر معلو م كړي.))

 زه نو هم دغه دى ستاسو مخې ته دغه تور توتان ږدم، هيله ده مجرم مې پرې ونه نيسئ، خو  له هر څه د مخه د ټپيزې په اړه  چې زما له فورم نه مخكې ميدان ته راووته او له  ډېرو ننګونو سره  مخ شوه ، يو څه خپل شخصي نظرونه درسره شريكوم .

ټپيزه ولې ښه نه ګڼل كېږي؟

۱ –  زموږ  زياتره پوهان وايي چې ټپيزې د ټپې اصلي روح زيانمن كړى او لومړۍ درې مصرۍ يې چې د شاعر لخوا ورسره يو ځاى كېږي، ټول خوند له ټپې اخلي، چې په دې سره د ټپې ښكلا او هنريت هم له منځه ځي.

زما ځواب دا دى چې: سمه ده ټپه د پښتنې ټولنې داسې فورم دى چې د درستې نړۍ بله ژبه تر دې لنډ شعر نه لري، موږ كه هر څومره د قدر په سترګه ورته وګورو نو بيا هم كمه ده، ځېنې خلك وايي چې ټپه د پښتو ناوې ده، زه ورته داسې وايم چې د هغې ناوې ښكلا په څه كې شوه چې په هغې ګاڼه واچول شي او هغه بدرنګه شي؟؟؟

تاسو د بختيار ساحل ټپېزې وګورئ چې په كوم ځاى كې يې ټپې ته زيان رسولى دى؟؟؟

۲ –  پوهان بله خبره دا كوي چې په ټپيزه كې تسلسل نه ساتل كېږي او په زياتره بحثونو كې هم خبره په همدې ټكي راټوله شي.

زه وايم چې سمه ده نوكي شاعرګوټي چې اوس اوس په شاعرۍ راځي، نو شايد هغوى لومړى د ټپيزې په فورم رامنډه كړي، ځكه چې اسانه ده، هغوى له ځانه و رپسې درې څلور ټكي يو ځاى كړي، او د ټپې ښكلا هم ورسره په سيند لاهو كړي. دا زه ورسره ښه په ورين تندي منم خو دومره وايم چې ډېر خلك داسې هم شته چې بهيرونه يې ستړي كړل، د خلكو په شعرو نو يې هم نظرونه وركړل، مګر چې خپل غزل يې وګورئ، نو له شعر ليكلو به مو زړه در تور كړي. اوس به موږ څه كوو؟ ايا غزل به نه ليكو؟؟؟

ټپيزه ليكل هم ځانګړى استعداد غواړي زه د بختيار په څېر ټپيزه نه شم ليكلى، ځكه يې نو هڅه هم نه كوم، نو هر سړى دې په دې فكر وكړي چې كه زه ټپيزه نه شم ليكلى نو بايد په وچ ككړ زور يې هم  ونه ليكم.

 په دې كې به د ټپيزې فورم هم ګرم نه ګڼل كېږي.

۳ – دريمه خبره دا كېږي چې دا د ولس مال دى، په دې كې بايد ګوتې ونه وهل شي، ځكه دا خيانت دى.

زه ورته وايم چې دا خبره هم سمه ده، چې ټپه د ولس ما ل دى، خو هغو كسانو سره څه كوئ چې په دغه سوچه مال كې يې مصنوعيت ورګډ كړى دى، هر سړى راځي او له ځانه نوې او بې كېفيته ټپه جوړوي، كه نه يې منۍ نو د وطندوست داستان په ټپو كې د نغمې له خولې واورئ، بااستعداده ټپيزه ويونكي كه نور هېڅ ونكړي نو دومره خو كوي چې اصلي ټپې راپيدا كړي، له وركېدلو يې وژغوري، كم تر كمه د مصنوعيت مخه ونيسي او  ستاسې په خبره چې خپلې بې معنا خبرې هم پرې ښكلي كړي، انګور چې د بلې ونې په مرسته وده كوي او مېوه وركوي، نو څوك به يې اوس نه خوري كه څنګه؟؟؟

بله خبره او غوښتنه چې زما له ډېرو ورځو څخه په زړه غوټه وه داده چې كه څوك غزل ليكي هم د ولس لپاره يې ليكي، كه څوك ټپيزه، نظم، غزليزه، يا بل كوم فورم كې شاعري كوي نو هم د ولس لپاره يې كوي، كه زما دا خبره څوك نه مني نو زه يې هم يوې خبرې ته غوږ نه ږدم، زه وايم خير دى، د فورمونو په اړه قضاوت همدې ولس ته پرېدئ، هايكو پښتو ته راننوته مګر چې ځولۍ يې خالي وه نو اوس ولس هم توجه نه ورته كوي، ځكه نو كه نوى فورم په پښتو كې رامنځته كېږي، كه د خلكو زړونو ته يې لاره وكړه نو كه څوك هر څومره توره او سپر شي اوس دې ټپيزه د خلكو له زړونو وغورځوي، دا فورمونه له اسمانه نه دي راكېوتي، زما او ستا په څېر خلك پيدا شوي او د خبرو قالبونه يې له ځانه جوړ كړي دي، كه څه هم دا ناممكنه ده چې ټولنه په غزل باندې د نه منلو كرښه راكش كړي، خو كه بيا هم داسې وشي نو  بيا به موږ غزل چاته او دڅه لپاره ليكو؟؟؟

راځم خپلې خبرې ته سر مو نه خوږوم، ما غزليزه ليكلې، دا يې لومړي پړاونه دي زه چې  د ننګرهار په يوه سيمه ييزه راډيو كې وم، نو په خداى باور وكړئ له ما وروسته داسې غزليزې خلكو وويلې چې زه ورته حيران شوم، هغه په هر لحاظ زما له هغو قوي وې.

خو يوه خبره وه چې ډېرو خلكو به راته ويل چې دا سخته ليكل كېږي، زه به دې ته ځكه خوشاله كېدم چې په دې كې زما په فكر لوړ استعداد ته اړتيا ليدل كېده او هر رقم سړي نه شوه ويلى.

ولې غزليزه نوم ؟

كله چې ما دا فورم ليكه نو سمدواره مې نوم هم ورته خوښ كړ، خو چا به چې رانه پوښته وكړه چې ولې؟ دې ورته دا نوم ايښى نو ما به ورته ويل، چې كمپيو تر جوړ شو، نو په لومړيو كې داسې نه و.  په هره تجربه كې د بل تجربه او ابتكار ورګډ شو او نن دا شى ترې جوړ شو، غزل هم له پخوانه په دغه ټولنه كې و او ټپه هم د دې ټولنې اصلي سرمايه وه، ما صرف دومره وكړه چې د دغو دواړو فورمونو خواږه مې راټول كړل او نهه مسرۍ غزل او يوه ټپه مې په ځانګړي قالب كې واچول، ځكه يې نو لومړى سر له غزل او وروستاړى (ييزه) دا د ټپې سره د وزن د يووالي او ټپيزې په تسلسل نوم وركړل شوى دى، لكه په عروضي شاعرۍ كې چې څلوريزه، پينځه يزه او تر لسيز پورې فورمونه راغلي دي.

د غزليزې هندسي جوړښت او فورم

غزليزه د ټپې د لومړۍ مسرې په قافيه ليكل كېږي، يعنې غزل تر خپلې لسمې مسرۍ پورې نهه څپه ييز وي، رديف پكې اختياري دى، تر لسمې مسرۍ داسې فكر كېږي چې دا يو غزل دى، خو فرق همدومره دى چې نه څپې، د غزل د پينځو بيتونو يو كسر كم، د ٰټپې د لومړۍ مسرې په وزن او قافيه ليكل كېږي چې د ټپې په وروستۍ مسرۍ بشپړيږي.

د غزليزې هندسي جوړښت:

                                 ========نهه څپې========= الف

                                 ======================الف

                                 ====================== ب

                                 ======================الف

                                 ======================ج

                                 ====================== الف

                                ======================  د

                                ====================== الف

                                ====================== ر

                                ======= د ټپې لومړۍ مسره ====الف

                             ======= د ټپې دوهمه مسره========== ۱۳ څپې

يادونه: غزليزې ته قافيه د ټپې د لومړۍ مسرې مسرې څخه اخيستل كېږي، چې د غزليزې قافيه هم په دې مسره تړل كېږي.

دا هم د غزليزو څو نمونې:

غزليزه

خلاص مې د هر ساعت له سوال که
لږ ځان خبر زما په حال که
سترګې راواړوه جانانه
په مخ راخور د زلفو ټال که
سترګې دې تورې په رنجو کړه
پاتې رانجه د زنې خال که
په، نه، او نه، مې زړګى مه خوره
دا عادت لرې د جنجال که
زه سعيد سوال درته کوم چې
چاړه راواخله ما حلال که
داسې خو مه وايه چې خوله نه درکومه

١١-۱-١٣٩٠

غزليزه

که صبروم يې نه صبرېږي

زړه رانه تا غواړي ژړېږي

يوازې زه نه يم چې مرمه

ټول کاينات درته پسخېږي

سپوږمۍ په تاپسې ړنده شوه

لمر دې هم سترګو نه شرمېږي

پستې خبرې دې له خولې نه

بس ملغلرې راورېږي

زه خبر شوى يم ګل مخيه

ستا په نظر خاورې زر کېږي

ماته راوګوره د سرو زرو به شمه

١٦-٢-١٣٩٠

غزليزه

کله هم نه وايي چې بس دى

زړه خو د ډېر څه په هوس دى

خداى دې يې سم کړي چې سم نه شي

خداى که به دى زما په وس دى

د ياد تراخه لکه دارو خوري

د هجر شپه ورته قفس دى

هغه که ځان باندې مئين دى

په ما تر ځانه يو په لس دى

زړګيه نور دې حرص کم کړه

د ليلو دومره مينه بس دى

چې مور ته شا کړي ماته پټه وخاندينه

٥-٣-١٣٩٠

غزليزه

راشه دا غم دې نور سمبال کړه

يا مې ښه سم په څټ حلال کړه

ته په زړه کاڼى خو راځې نه

په ما دې هره شېبه کال کړه

تانه بغير ښار راته اور شو

ځان دې خبر زما په حال کړه

چينار ته بيا پړي دريوسه

سبا اختر دى ګرم ټال کړه

صبر مې نور په اوبو يووړ

جانانه تور چيلى حلال کړه

زمونږه کډه ستاسو کلي ته درځينه

۲سنبله- ١٣٩٠ خالي ورځ

غزليزه

كور كه راځې تلوار راوكړه

ووتې شپې تلوار راوكړه

ستا په وطن په كلي راغلې

سختې شېبې تلوار راوكړه

د كار جامې دې اوس د رور شوې

په وينو سرې تلوار راوكړه

كلي ته وځي ننوځي

بس جنازې تلوار راوكړه

په كونړ سيند مو كډې بار شوې

كه ديدن كړې تلوار راوكړه

كشتۍ ډوبېږي په تخته ولاړه يمه

۱۳۹۰-  سلواغه- ۱۰

غزليزه

نه ودرېده ګودر نه راغله

نن رپېده ګودر نه راغله

خپلو همزولو ته بيا ډېره

غوسه كېده ګودر نه راغله

خمار خمار په ډكو سترګو

اوده اوده ګودر نه راغله

نن يې خندا په ګودر نه وه

نن رپېده ګودر نه راغله

ها شين منګى هم ورنه مات شو

جينۍ لمده ګودر نه راغله

په يار ورپرېوته چې ډېره ستړې يمه

۱۳۹۰-  سلواغه- ۱۳

غزليزه

ځه توكلت على الله كه

له تيارو ډك ژوند مې رڼا كه

د ترڅ كتو د زور دې نه يم

كه راكوې نو خولګۍ راكه

د زلفو تور ماښام دې نغاړه

مخ راښكاره كه سپين سبا كه

خدايه له لمر نه دې نور واخله

زما د يار رنګ له يې راكه

لكه ملنګ دې په در پروت يم

ماله ترې خپله برخه راكه

تا به د صبر خزانه موندلې وينه

۱۹ – ۷ – ۱۳۹۰

غزليزه

كه لولپه مې په كې ځان كه

پاس مې د مينې امتحان كه

تاته خوكم چرته رانغلم

خير كه مې سر په كې تاوان كه

ته غلي ناسته ورته خاندې

په وير اخته دې ټول جهان كه

سپوږمۍ له تا په كې پټېږي

په مزل ستړى يې اسمان كه

امريكايان ملامت نه دي

كلى خو تا ظالمې وران كه

چې سپينې مټې ګرځېدې په لوړ بامونه

۱۸ – جدي- ۱۳۹۰

غزليزه

دنيا سودا د بنجاري ده

د درد و غم خريداري ده

په سلو غېږو ګرځېدلې

څه بې وفا څه بازاري ده

خو بيا هم څه به سړى وكړي

كلي كې ډېره بې كاري ده

سعيد ملنګ كور نه وتلى

هر خوا قراره قراري ده

د مور نيازبين مساپر مشه

مساپري سخته خواري ده

باران به ووري څوك به ځاى نه وركوينه

دلو- ۲۷- ۱۳۹۰

كه څه هم تر دې دمه مې له دې زياتې غزليزې ليكلې دي خو دلته ستاسې نور وخت نه پرې نيسم، انشاْالله چې زما په دغه كار به څوك ما ګرم نه بولي او زه په دې هيله يم چې كه خداى كول د غزليزو ډېر پياوړي شاعران به هم د پښتنې ټولنې ستره برخه وګرځي.


د ښاغلي سعید دا لیکنه لومړی پلا د ۲۰۱۲ د اپریل په ۲۶ مه په تاند کې خپره شوې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب