جمعه, اپریل 19, 2024
Homeخبرونهستانکزی: د افغانستان د سیاسي نظام د څرنګوالي ټاکل د یو ډله...

ستانکزی: د افغانستان د سیاسي نظام د څرنګوالي ټاکل د یو ډله بهر مېشتو صلاحيت نه دی

تاند:( جمعه، د جدي ۲۳) ‏‏د افغانستان د پرزول شوي جمهوري نظام يوه مهم چارواکي محمد معصوم ستانکزي د افغانستان د راتلونکي سياسي نظام د څرنګوالي په اړه په وروستيو کې ګرم شویو بحثونو ته غبرګون وښود.

نوموړي په یوه ټلویزیوني مرکه کې وويل، چې د راتلونکي سياسي نظام د څرنګوالي ټاکلو حق د څو بهرنيو هېوادونو په پلازمینو کې د مېشتو افغانانو صلاحیت نه دی.

د هغه په وينا، په دې اړه پریکړه د مسوولو نهادونو صلاحيت دی.

ستانکزي له مسوولو نهادونو څخه خپل هدف واضح نه کړ، خو په افغانستان کې د لغوه شوي جمهوري اساسي قانون او نورو قوانينو په اساس د داسې مهمو مسايلو په اړه پریکړه د افغانستان د لوېې جرګې صلاحیت دی.

ستانکزی، چې د جمهوري نظام په وروستيو کلونو کې د ملي دفاع وزارت او ملي امنيت لوی رياست سرپرست و، په وروستيو کې ېې طالبانو سره د جمهوريت د مذاکراتي پلاوي مشري کوله.

هغه مني، چې د افغانستان د سیاسي نظام په مرکزیت کې ستونزې وې او د ډېر مرکزیت او سیمه ییزو چارواکو ته د لږو صلاحیتونو د ورکړې له امله خلک ستونزو سره مخ وو.

دی له دې سره، ټینګار کوي چې د نظام د بڼې د بدلون يا نه بدلون پرېکړه باید په یوه نورمال وضعیت کې د مسوولو بنسټونو له لوري وشي.

له څه مودې راهيسې له هېواده بهر ته تللي یو شمېر پخواني چارواکي او نا پښتانه فعالان په افغانستان کې د سياسي نظام د بڼې بدلون د ستونزو د حل لارې په توګه مطرح کوي.

ځینې دغه فعالان د‌ فېډراليزم سیاسي نظام افغانستان ته ښه سياسي چوکاټ بولي، خو دا غوښتنې له سختو مخالفتونو سره مخامخ شوي دي.

په دې اړه دا راپور لوستلی شئ:

جلال: د افغانستان فيدرالي کیدل د ملت نه، د پاکستان او ايران غوښتنه ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب