پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهجلال: د افغانستان فيدرالي کیدل د ملت نه، د پاکستان او ايران...

جلال: د افغانستان فيدرالي کیدل د ملت نه، د پاکستان او ايران غوښتنه ده

تاند:( يکشنبه، د جدي ۱۸) ‏د کابل پوهنتون مخکینی او جلا وطنه استاد فیض الله جلال وايي، چې په افغانستان کې د فېډرالي نظام د رامنځته کیدو غوښتنه د پاکستان او ايران هيله ده، چې د خپلو لاسپوڅو په خوله یې مطرح کوي.

نوموړي په یوه ټلویزیوني مرکه کې پر دې ټکي له ټینګار سره، چې پاکستان او ايران دواړه د طالبانو د حاکم رژیم په نه دوام ډاډه دي، زياته کړه چې دغه هېوادونه د اوسني رژيم له بدلون وروسته د فيدرالي نظام په چوکاټ کې د افغانستان پر يو شمېر سيمو د طالبانو او خپلو نورو نفوذي ډلو د حاکمیدو هيله لري.

فیض الله جلال زياتوي، چې د غير پښتنو قومونو له لوري د مقتدر مرکزي نظام د لرلو مخالفت يو بې ځايه تبليغ دی، چې ځينې ډلې او څېرې یې کوي.

د استاد جلال په وينا، دی د يو غير پښتون په توګه افغانستان ته مقتدر مرکزي نظام غواړي، خو د عدالت ټینګار پکې لري.

د سياست او حقوقو دا مطرح افغان استاد له مقتدر رياستي نظام پرته د سياسي نظامونو نورې بڼې د افغانستان د تجزيې او تباهۍ په مانا بولي او وايي، چې خلک هم د اوسني رژيم له بدلون او قانوني نظام جوړولو سره له رياستي پرته د سياسي نظامونو نورې بڼې نه مني.

دا په داسې حال کې ده، چې له څه مودې راهيسې يو شمېر پخواني سياستوال په افغانستان کې د نظام د بڼې د بدلون غوښتنه کوي.

1 COMMENT

  1. اوس ټولو ته معلومه شوه چی ایران لاسپوڅی په رسانیو کی د افغان له کلمی یا افغانانو د کلمی پر ځای افغانستانی کله کاروی چی بیا پخپله دوی په طالبانو تور لګولو چی د پاکستانو لاسپوڅی دی مګر هم مهاله کله چی طالبان راغلل همدا سیاسیون بیا د پاکستانی طیارو له لاری پاکستان ته انتقال شول ځکه همدا د یونس قانونی، پدرام، دوستم او نور داسی سیاسیون د پاکستان او ایران نږدی کسان دی چی له نورو یی زیات پاکستان د افغانستان د خاوری دښمنان ګڼل خو دوی اصلی د همدی هیوادونو او امریکا ، برتانیی ، روسیی او فرانسی نږدی کسان وو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب