Homeکلتورراشد احمد خان د انګازې پروډکشن مشر وټاکل شو

راشد احمد خان د انګازې پروډکشن مشر وټاکل شو

تاند:( يکشنبه، د جدي ۱۸) ‏د پښتو مشهور سندرغاړی ډاکټر راشد احمد خان، چې تازه یې د پښتو موسیقۍ په اړه د دوکتورا سند څخه دفاع کړې، د انګازې پروډکشن مشر ټاکل شوی.

انګازه پروډکشن د عوامي نیشنل ګوند او باچا خان مرکز اړوند دی، چې پېښور کې د پښتو موسیقۍ د ودې لپاره کار کوي.

مخکې د پښتو مشهور انقلابي سندرغاړی ګلزار عالم د ياد شوي پروډکشن مشر و.

معلومه نه ده، چې ښاغلي عالم ولې یاده دنده پريښې يا ورڅخه ګوښه شوی دی.

راشد احمد خان په پېښور کې د هنرمندانو د ټولنې مشر او د ټکر هنري سټډيو مسوول دی.

هغه په افغانستان کې د طالبانو له واکمنيدو وروسته پېښور ته د ورغلو افغان هنرمندانو د پالنې او د پاکستان د پولیسو له لوري یې د مزاحمت پر ضد هم فعالیتونه کړي.

راشد احمد خان هم د معياري پښتو موسيقۍ له فعالو او مشهورو څېرو څخه ګڼل کیږي.

1 COMMENT

  1. DOCTOR RASHED AHMAD KHAN SAHIB,
    MUBARAK SHAH.STASEE DE PARAH LA ZYATAH TARAQI GHWAREM/KHUDAYEE MO HASK LARAH.
    MANANAH
    razmohammed kamawal newyork america

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...