پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Home+په ۱۰ ثانیو کې د ملریا تشخیصوونکې اله

په ۱۰ ثانیو کې د ملریا تشخیصوونکې اله

تاند- ملریا لا هم په نړۍ په تېره بیا بیوزلو هیوادونو کې ډېره عامه ده او هر کال میلیونونه انسان ورڅخه مري.

د ملریا له کبله ډېر ځلي هغه کسان مړه کېږي چې په وخت یې تشخیص ونه شي. له همدې کبله په لېرې بیوزلو سیمو کې داسې وسایلو ته اړتیا ده چې ملریا په اسانه، ژر او ارزانه تشخیص کړي.

تازه د دې ناروغۍ د تشخیص لپاره یوه وسیله جوړه شوې چې له ځیرک موبایل ټېلفون سره وصلیږي او په ۱۰ ثانیو کې ملریا تشخیصوي.

دا وسیله د استرالیا د کوینزلنډ پوهنتون څېړونکو اختراع کړې ده.

له دې وسیلې څخه ډیر په اسانه کار اخیستل کطدای شي. همدومره چې ګوته یا د غوږ نرمي پر کېښودل شي او بیا په موبایل کې یوه تڼۍ کښېکاږل شي دا وسیله له ۵ تر ۱۰ ثانیو کې درته وايي چې ملریا لرئ او که نه.

دا وسیله د ورځې د ۱۰۰۰ تنو ملریا تشخصیولی شي.

د روغتیا د نړیوال سازمان یا ډبلیو ایچ او د راپور له مخې، په ۲۰۲۱ م کال په نړۍ کې د ملریا ناروغۍ ۲۴۷ پېښې ثبت شوې. په همدغه کال له ملریا څخه د مړو شویو  کسانو شمېر ۶ لکه ۱۹ زره تنه اټکل شو.

د ملریا تر ټولو ډېرې پېښې په افریقا کې ثبت شوي دي.

افغانستان هم یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د ملریا ناروغي پکې ختمه شوې نه ده. دا ناروغي په ننګرهار کې په ځانګړي ډول ډیره ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب