جمعه, مارچ 29, 2024
Home+مودرنا شرکت د سرطان لپاره واکسین جوړ کړ

مودرنا شرکت د سرطان لپاره واکسین جوړ کړ

تاند- مودرنا شرکت، چې په وروستیو کې د کرونا ضد واکسین په جوړولو یې لا شهرت زیات شوی، د ایم آر این اې د ټکنالوژۍ په مرسته یو ډول واکسین ته پراختیا ورکړې چې له لومړنیو ازمېښتونو سره سم، د سرطان په ناروغیو له اخته کسانو سره تر ډېره مرسته کوي.

د بیزنس انسایډر خپرونې د راپور له مخې، مودرنا کمپنۍ د سرطان د درملنې په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.

دې شرکت ویلي چې تجربو ورته وښوده چې د سرطان د ناروغۍ لپاره د دوی له لوري جوړ شوی واکسین د هغو کسانو په درملنه کې بریالی دی چې د پوستکي په سرطان اخته دي.

دا ازمېښت پر ۱۵۷ تنو، چې د پوستکي په یو ډول سرطان اخته وو، شوی دی. د پوستکي دا ډول سرطان ملانوما نومېږي.

دغو کسانو د سرطان د درملنې لپاره جراحي عملیات کول او بیا یې د سرطان د تداوۍ لپاره یو ډول درمل استعمالول خو د مودرنا واکسین ورته ډیره ګټه ورسوله.

د مودرنا اجرايي رييس سټېفن بنسل دا د کووید ۱۹ په وړاندې له خپلو واکسینو سره پرتله کړی دی.

دی وايي، د دې څېړنې د نتیجو د څرګندېدو شېبه ورته کټ مټ هغسي وه چې د ۲۰۲۰ په جنورۍ کې یې د کووید ۱۹ په وړاندې د مودرنا د واکسینو نتیجه ولیده.

دی هیله لري چې د دوی له لوري جوړ شوي واکسین به ممکن د سرطان د مخنیوي او درملنې لپاره لا غېزمن ثابت شي.

دی دا واکسین د میرک کمپنۍ له سرطان ضد درملو سره پرتله کوي چې په نړۍ کې د سرطان د ناروغۍ د تداوۍ  لپاره تر ټولو ډېره کارول کېږي.

د روان ۲۰۲۲ په لومړیو ۹ میاشتو کې میرک کمپنۍ د ۱۵ نیم ملیارد ډالرو په ارزښت سرطان ضد درمل پلورلي دي.

بنسل وايي، مودرنا شرکت او شریکان به یې په ۲۰۲۳ کې څو نورې څېړنې هم وکړي او نه یوازې د پوستکي د ملانوما سرطان پر ناروغانو به یې ازمېښت کړي بلکې پر نورو سرطانونو به یې هم تجربه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب