د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په اسلاماباد کې د امریکا د سفارت د هغه بیان په غبرګون کې، چې په پاکستان کې ۴۶۳ کیلوګرامه کشف شویو میتامفیتامین د سرچینې په توګه یې افغانستان یاد کړی، ویلي چې دا ادعا بېاساسه او په سیاسي انګېزه مطرخ شوې ده.
د امریکا سفارت ویلي و چې د دغه هېواد د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې «DEA» او د پاکستان د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواک په ګډو عملیاتو کې شاوخوا ۴۶۳ کیلوګرامه میتامفیتامین، چې ادعا شوې سرچینه یې افغانستان دی، نیولي دي. د سفارت په وینا، د دغو نشهيي توکو ارزښت شاوخوا ۲۱ میلیون ډالره و او سریلانکا ته لېږدول کېدل. په عملیاتو کې یو شمېر کسان هم نیول شوي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، په افغانستان کې د نشهيي توکو تولید، قاچاق او کارول بشپړ منع دي.
هغه ادعا کړې چې افغانستان د مصنوعي نشهيي توکو د تولید وړتیا هم نه لري او د ډیورند کرښې د تګ راتګ لارې له نژدې یو کال راهیسې د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې دي.
بلخي په اسلاماباد کې د امریکا له سفارته غوښتي چې د نیول شویو نشهيي توکو سرچینه په پاکستان کې ولټوي او افغانستان دې د نورو د تبلیغاتي موخو لپاره نه کاروي.
په وروستیو کې ملګروملتو په څو راپورونو کې ویلي و چې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت له منع کېدو وروسته د پاکستان په بلوچستان کې د کوکنارو کښت زیات شوی دی.