یکشنبه, مې 5, 2024
Home+د شپې ناوخته ویدیدل د څه نخښه ده؟

د شپې ناوخته ویدیدل د څه نخښه ده؟

د ډیرو په باور د شپې په وخت ويده کېدل او سهار وختي پاڅېدل د انسان له عملي ژوند سره ډیره مرسته کوي، حتي ځینې خو فکر کوي چې د شپې په وخت ويده کېدل او سهار وخته پاڅېدل د روغتيا، ذهن او عملي ژوند ته ګټور دي.

خو یوې څېړنې ثابته کړې چې د شپې تر ناوخته پورې وېښ پاتې کېدونکي کسان په عملي ژوند کې تر ټولو بريالي وي، او دا خلک په ذهني توګه هم تېز ښودل شوي.

دا څېړنه، چې د هسپانيا په يوه پوهنتون کې شوې، د ژر ویدیدلو په اړه پخواني ټول نظرونه ردوي.

د ماردريد پوهنتون د يوې څېړنې له مخې د شپې تر ناوخته پورې وېښ کسان تر نورو هغو ډېر ذهين او شتمن وي، د دوی مغز په ډېرو حساسو شېبو کې د تېزې پرېکړې وړتيا لري.

څېړونکي وايي چې د څېړنې په پرمهال يې د زر تنه ځوانانو د ژوند هره برخه ارزولی او وروسته يې د دوی د ذهني وړتيا، دندو او شتمنۍ په اړه درجه بندي کړي ده.

 په پايله کې ولېدل شول چې سهار وختي پاڅېدونکي ځوانان به په ازموينو کې بريالي کېږي، خو په عملي ژوند کې هغومره بريالي نه وو، لکه د شپې تر ناوخته پورې وېښ ځوانان.

د ډاکټرانو په وينا، د شپې تر ناوخته پورې وېښ کسان د يوې مسلې ټول اړخونه په ډېر زيات پام څېړي او وروسته پرېکړه کوي چې له امله يې د دوی په فکر کې جدت رامنځته کېږي او عاید يې زياتېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب