لیکوال: پوهنمل سيف الله غروالا
)۱۷۱۷– ۱۷۳۱ميلادي )
سريزه
د افغانستان د معاصر تاريخ په پيل کې په افغانستان او سيمه کې يو لړ مهم سياسي بدلونونه رامنځ ته شول، د افغانستان شمالي ګاونډيان په څو ځايي امارتونو ويشل شوي وو، د هند مغولي امپراتوري د زوال په پوله روانه شوې وه او په افغانستان کې د ميرويس نيکه په مشرۍ د خپلواکۍ بيرغ پورته شو او په کندهار کې يې د ملي دولت په اعلان سره د صفويانو سره درنې جګړې پيل کړې او په ۱۷۲۲م کال کې هوتکي دولت د ايران صفوي امپراتوري، چې کلونه يې د افغانستان خاورې نيولې وې سقوط کړه. په همدې مهال په هرات کې ابداليانو پاڅون وکړ او د صفوي حکمران او د هغه د ځواکونو په له منځه وړلو سره يې په هرات کې د ابدالي دولت په نامه يو نوی دولت رامنځ ته کړ، چې له ۱۷۱۷- ۱۷۳۱م کال پورې په هرات، هرات ته نږدې سيمو او د ايران تر مشهده يې خپله واکمني چلوله؛ خو د دولت په دنننه کې شته قبايلي مخالفتونو او بهرنيو فشارونو له امله دا دولت له زوال سره مخ شو. په دې مقاله کې غواړم همدغه موضوع تر بحث لاندې ونسيم، تر څو معلومه شي چې د هرات ابدالي دولت څه ډول رامنځ ته شو او بيا څه ډول له منځه ولاړ.
د ابدالي قبايلو لنډه پيژندنه
د اسلامي دورې په تاريخ کې ددې کورنۍ مشر د ابدال په نامه ياد شوی دی، دی د پښتني ټبرونو مشهور نيکه دی، چې له خپلې کورنۍ سره د سليمان په غره کې اوسيده. ابدال د ترين زوی د خرخبون لمسی او د سړبن کړوسی دی او د پښتو ژبې په لرغونو ادبياتو کې د (اودل) په نامه هم ياد شوی دی. ابدال په ۴۴۰ هـ يا ۱۰۴۸م کلونو په شاوخوا کې پښتانه قبايل په ځان راټول کړل او دده تر مړينې وروسته يې په توکم کې د ملک سليمان په نامه يو شخص چې په ځيرک يې شهرت درلود او د عيسی خان زوی و، دا پښتنې قبيلې له سليمان غره څخه کندهار سيمې ته راوستلې او د وخت په تيريد سره د کندهار اړوند سيمو کې خواره واره شول(۸: ۲).
عبدالروف بينوا د ( افغانستان نوميالي ) په نامه په خپل کتاب کې د ابدالي ټبر د نامه ريښه تر ۴۰۰م کال پورې رسوي او ليکي چې ددې نامه ريښه په ۴۰۰م شاوخوا کې سپين پوستي آريايي قبيلې ته، چې اپتل (Aptal) يا هپتالي نوميږي رسيږي، چې دا قبيله په هغه وخت کې په باختر او تخارستان کې د يو غښتلي دولت په جوړلو بريالی شوې وه( ۲: ۳۴).
حبيبي صاحب بيا د بينوا صاحب دا قول نور هم پسې قوي کوي او ليکي چې دوی د اسلام له مخه د آسيا په زړه کې حکومت کاوه او د ايران له ساسانۍ امپراتورۍ سره وجنګيدل، چې د عربو تاريخ پوهان يې (هياطله) په نامه هم بولي. د دوی پاتې شوني د اسلام د خپريدو پر مهال په زابلستان کې وو، چې ډبر ليکونه يې اوس هم د کندهار شمال خوا ته په روزګان کې شته او د ځينو پاچاهانو نومونه يې په پښتو دي لکه مير کولا ، چې مير د لمر او کولا د کهول په مانا دی او د دوی څخه ترلاسه شويو سکو چې کوم انځورونه دي، د پښتنو په څير يې بڼې، اندامونه او او جګې پوزې ليدل کيږي. داسې هم څرګنديږي چې دا سپين توکمه اريايايي قبايل وروسته له دې چې افغانستان ته راغلی دي له پکهت (پښتون) له پخواني عنصر سره يو ځای شوي او ددغه هېواد له پخوانيو کورنيو عناصرو سره ګډ شوي دي.( ۳: ۲۵۷).
په هر صورت په اسلامي دوره کې د ابدالي لويې قبيلې تاريخ څرګند دی او د تاريخ په اوږدو کې له مختلفو مرحلو تيره شوې ده او د وخت په تيريدو دا لويه قبيله په څو نورو ټبرونو او لويو کورنيو ويشل شوې ده لکه :
۱– د ځيرک څانګه، چې په دې څانګه کې پوپلزي، الکوزي، بارکزي او موسی زي شامل دي.
۲– د پنج پايي څانګه، چې په دې څانګه کې نورزي، علي زي، ادوزي، ساکزي، خاګواڼي او ماکو شامل دی.
۳– د پوپلزيو څانګه، چې په دې څانګه کې سدوزيان شامل دي(۷: ۱۵۲).
سدوزيان د ابدالي او دراني قبيلو يوه مشهوره کورنۍ ده چې د کندهار په ارغستان کې اوسيدله، ددې ټبر لوی نيکه اسدالله خان نوميده، چې په ۱۶۲۱م کال کې يې ژوند کاوه، دی په عوامو کې په سدو خان مشهور وو؛ له دې امله دده کورنۍ ته سدوزيان ويل کيږي. سدو د پوپل زوی، د زيرک لمسی او د ابدل کړوسی دی. سدوخان په شپږم پلار کې د لوی احمدشاه بابا نيکه دی. سدوخان د خپل وخت مشهور مشر و او دده مشري صفوي پاچا شاه عباس هم منلې وه او دی د خپل وخت يو پياوړی سيمه ييز حکمران و ( ۳: ۲۵۸).
سدوزيان تر ډيرو وختونو پورې نه يوازې د پوپلزيو بلکې د ټولو دراني قبيلې خانان شميرل کيدل له دې امله دا کورنۍ په ټولو دراني او ابدالي څانګو کې د عزت او درناوي وړ څانګه ده؛ نو ځکه يې شهرت تر نورو څانګو ډير دی. همدې څانګې له ۱۷۱۷م څخه تر ۱۷۳۱م کال پورې په هرات کې د ابداليانو د دولت په نوم يو خپلواک دولت رامنځ ته کړ، چې حالات به يې په همدې مقاله کې وڅيړل شي. ددې څانګې د شهرت يو بل مهم لامل دا دی چې په ۱۷۴۷م کال کې لوی احمدشاه بابا چې ددې ټبر يو شخص و، د نوي افغانستان د تاسيس ډبره کېښوده او په دې ډبره يې بيا د يوې لويې امپراتورۍ وداني آباده کړه، چې په دې سره نه يوازې ياد ټبر بلکې ټولو ابدالي قبايلو نړيوال شهرت پيدا کړو. سدوزيانو په معاصر افغانستان کې تر ۱۸۱۸م کال پورې واکمني وکړه او تر دوی وروسته قدرت د دراني قبيلې يو بل ښاخ چې بارکزيان نوميږي وليږديده. (۸: ۱۶۳)
د هرات ابدالي دولت رامنځ ته کيدل
د شپاړسمې ميلادي پيړۍ په پيل کيدو سره د هرات تيموري لړۍ د داخلي اختلافاتو له امله پای ته ورسيده او افغانستان د زوال او انحطاط په پوله روان شو، نويو راټوکيدليو ګاوڼډيو واکمنيو دې خاورې ته لاسونه راوږده کړل او تر دوو سوو کلونو پورې يې دا هېواد په خپلو کې سره وويشه. شمالي برخه ازبک شيبانيانو او تر هغوی وروسته د هغوی پاتې شونو، ختيځه برخه د هند مغولانو او لويديځه برخه د ايران صفويانو له خوا لاندې شوه. دوی نه يوازې دا چې دا سيمې يې خپلې کړې، بلکې ګران هېواد افغانستان يې د خپلو رقابتونو ډګر وګرځاوه، له همدې امله د ډيرو اوږدو جګړو په بهيرکې دې هېواد ته ډير درانه اقتصادي او کلتوري زيانونه ورسيدل.
خو ددې سيمې د خپلواکۍ مينو بچيانو دا حالت ونشو زغملای او د هېواد په مختلفو سيمو کې د خپلواکۍ غورځنګونه راپورته شول او پراخې ملي مبارزې يې پيل کړې، د بيلګې په توګه د هېواد په ختيځه جبهه کې بايذيد روښان او د هغه اولادې، ايمل خان مومند، دريا خان افريدی او ستر خوشال خان خټک هغه څوک وو، چې تر ډيره يې د خپلواکۍ مبارزې وکړې او د ډهلي واکمنان يې له سترو ستونزو سره مخامخ کړي و؛ خو له بده مرغه د خپل منځي اختلافاتو له امله، چې تل د افغانانو تر منځ شتون لري او پردي هم تر ډيره بريده له همدغو خپل منځي اختلافاتو ګټه اخلي، دا مبارزې له ناکاميو سره مخامخ شوې.
که څه هم د هېواد په ختيځه جبهه کې د خپلواکۍ مبارزې تر منزله ونه رسيدې؛ خو د هېواد په لويديځه جبهه کې په نوي شکل د خپلواکۍ مبارزې راپورته شوې. وړاندې له دې چې په اړه يې بحث وکړو لومړی غواړم چې ددې سيمې د قومومو حالت ته مو پام راواړم.
په هغه وخت کې د کندهار ابدالي قبېلو او کورنيو تر منځ خپل منځي فيوډالي جګړې او رقابتونه روان وو، له همدې امله دا قبايل سره تجزيه شول يوه برخه يې د ګرشک او فراه په د ښتو کې په مالدارۍ بوخته شوه، يوه برخه يې د حيات سلطان تر مشری لاندې چې له خپل قبيلوي رقيب دولت خان (د احمدشاه بابا نيکه) له خوا له ماتې سره مخامخ شو ملتان ته ولاړل او پاتې نور يې دولت خان تر مشری لاندې په کندهار او د کندهار د ارغستان په سميه کې پاتې شول.
په کندهار کې د صفوي حکومت سياست د نفاق د اچولو په سياست ولاړ و. په کندهار کې ميشت غلجي او ابدالي ټبرونه ډير ځواکمن و په ځانګړي ډول دولت خان ابدالي په نورو اړوند ټبرونو بريالی شوی و؛ له دې امله صفوي دولت ورڅخه ويره درلودله او له دوی سره يې په ډير احتياط چلند کاوه، ددې لپاره چې د کندهار د ټبرونو تر منځ د نفاق اور بل پاتې شي، صفويانو د ابداليانو په وړاندې په غلجيانو ډډه لګوي او د دوی ترمنځ د سياليو څخه ګټه اخلي. ګرګين په کندهار کې د صفوي دولت والي د دولت خان له نفوذ څخه ډيره ويره لرله(۵: ۳۳۸).
د حبيبي صاحب په وينا چې دولت خان خپل اقتدار خپراوه او دواړه خواوې (د هند ګورګانيان او د ايران صفويان) ده ته اړې وې، دويم شاه عباس صفوي په هغو ليکونو کې چې د۱۶۴۹ م کال په پيل کې يې دولت خان ته راليږلي و، هغه يې «ايالت پناه» کوټوال قلعه کندهار بللی دی او ده ته يې د يوې داسې خورا لويې صوبې د حکومت د ورسپارلو ژمنه کړې وه چې په ايران او هندوستان کې يې ساری نه و.
د پورته خبرو داسې څرګنديږي چې دولت خان ددې دواړو واکمنيو په وړاندې ولاړ و او په دې هڅه کې و چې ددې سيمې خپلواکي تر لاسه کړي او نوموړي خپله ځواکمنتيا تر دې ځايه ښودلې وه چې صفوي دولت د ده مشرتوب منلی و.
استاد حبيبې د دولت خان او صفويانو تر منځ له مخالفتونو پرده پورته کوي، چې د ابداليانو او صفويانو تر منځ موجود وو او خبره تر آخ ډب او وژلو پورې رسيږي، نوموړی ليکي: کله چې د دولت خان د واکمنۍ لمنه پراخه شوه نو پنځوس کاله يې په برياليتوب حکومت وکړ او د صفوي واکمنی واک يې د کندهار په کلا کې کلا بند کړی و؛ ځکه نو تر ۱۶۹۴کال ورسته شاه حسين صفوي د دولت خان زوی د کندهار له حکمرانۍ څخه وروغوښت او د هغه پر ځای يې نصراني ګرګين خان ګرجی د شاهنوازخان په لقب د کندهار حاکم وټاکه. ګرګين خان ګرجی، د شپې له خوا د دولت خان په کور يرغل وکړ، دی او د هغه زوی نظر محمد خان يې په ۱۷۰۳ کال کې ووژل او دده بل ځوی زمان خان يې د ايران مازندران ته تبعيد کړ. ابدالي ټبر له دې پيښې وروسته د دولت خان بل ځوی رستم خان د خپل مشر په توګه وټاکه، دی هم پوه او مدبر شخص و دا چې ورور زمان خان يې له صفويانو سره نظر بند و د صفويانو په وړاندې يې څرګند مخالفت ونه کړ؛ خو د کندهار په سويل کې يې د بلوڅانو په لاس د صفويانو لښکر تباه کړ. څلور کاله وروسته رستم مړ شو او د ابداليانو ټبر بې مشره پاتې شو،او دوی له ګرشګ څخه نېولې تر فراه او هرات پورې خواره واره شول( ۳: ۲۶۶-۲۷۰).
په همداسې حساسو شرايطو کې د ميرويس نيکه په مشرۍ په کندهار کې يو ملي پاڅون راپورته شو او په ۱۷۰۹م کال کې يې له کندهار څخه د صفوي دولت ټغر ورټول کړ او هېواد يې له دوه سوه کلنې بې ثباتۍ څخه وژغوره. په کندهار کې د صفويانو ظالم والي ګرګين مړ او د هېواد د ملي واکمنۍ بنسټ کيښودل شو. ورپسې يې زوی مير محمود د شاه محمود تر عنوان لاندې د صفويانو په وړاندې سترې جګړې په لاره واچولې او په ۱۷۲۲م کال کې يې د صفويانو وروستی پاچا شاه حسين صفوي له پښو وغورځاوه او په دې سره صفوي لړۍ هم پای ته ورسيده( ۱: ۲۴۴- ۲۴۵).
کله چې د ميرويس نيکه د خپلواکۍ دا عمليه په برياليتوب سره پای ته ورسيده؛ نو د ملتان ابداليانو پام يو ځل بيا کندهار ته راووښت او دا مهال د دوی پخوانی مشر حيات سلطان وفات شوی و او مشري د هغه مشر زوی عبدالله خان ابدالي ته پاتې شوې وه. عبدالله خان ابدالي د هغه مهال شرايط غوره وبلل له خپلې کورنۍ سره يو ځای له ملتان څخه کندهار ته راکډه شو او سيمه ييزې چارې يې تر لاسه کړې. که څه هم په لومړيو کې يې د ميرويس خان په خلاف له ايراني لښکرو سره مرستې وکړي؛ خو دا چې ايرانيان په خپلو شومو موخو کې بريالي نه شول او د ميرويس نيکه په وړاندې له ماتې سره مخامخ شول؛ ځکه يې د ميرويس نيکه له سياست سره هوکړه وکړه او د هېواد او ملي ګټو ته په پام سره يې د غلجيانو او ابداليانو يووالی مهم وباله. خو د ميرويس خان د مړينې وروسته کله چې د هغه ورور ميرعبدالعزيز واک ته ورسيد، هغه د ميرويس خان په څير کفايت نه درلوده او هغه ونه شوای کولای چې د ابداليانو او غلجيانو يوالی وساتي، لهذا ابداليان يو ځل بيا په ۱۷۱۶م کال کې له کندهار څخه هرات ته مهاجر شول، حال دا چې هرات تر دې مهاله د صفويانو په کنترول کې و. د عبدالله خان د مهاجرت موخه دا نه وه چې د بهرنۍ واکمنۍ تر سيورې لاندې ژوند وکړي؛ بلکې هغه غوښتل چې د ميرويس خان په څير هرات له صفويانو له واکه بهر کړي، له عبدالله خان ابدالي سره په دې مهاجرت کې د هغه قبيلوي رقيب زمان خان ابدالي چې د دولت خان ابدالي زوی و هم ملګری او يو ځای شو او په دې ډول دده ځواکمنتيا ډيره شوه او دوی د يو لړ جګړو وروسته په ۱۷۱۶ م کال کې هرات له صفوي حکمران جعفرخان څخه ونيوه او په ۱۷۱۷م کال کې يې ملي حکومت اعلان کړ چې د هرات د ابداليانو د واکمنۍ په نامه شهرت لري(۵: ۳۳۸).
د هرات په ابدالي دولت کې د هرات ښار او ددې ښار اړوند سيمې، اوبه، شافلان، کوسويه، غوريان، پوريان، جام، لنګر، خواف، باخرز، زوزن د مشهد تر پولو، د سويل له خوا له هلمند څخه تر ميوند، فراه او سيستان پورې او د شمال له خوا بادغيس او مرغاب سيمې شاملې وې. ( ۳: ۲۶۲)
د هرات ابدالي او د کندهار هوتکي دولت ترمنځ سياسي اختلافات
وړاندې مو يادونه وکړه، چې د صفوي استعمار په وخت کې په لوی کندهار کې ميشتو قومونو تر منځ ځينې قومې شخړې موجودې وې، ابداليانو او غلجيانو خپل منځي رقابتونه درلودل او د قلات د ځکمو پر سر يې کلونه جګړې کړي دي. امان الله هوتک په خپل اثر د (خپلواکۍ لمر څرک) کې دې مسئلې ته اشاره کړې ده او ليکي: هغه مهال چې ميرويس نيکه کندهار له صفوي استعمار څخه آزاد کړ؛ نو ابداليان يو ځل بيا کندهار ته راغلل، چې د هغوی له جملې نه يوه کورني يې د ملتان ابداليان وو، چې مشري د حيات سلطان زوی عبدالله خان ابدالي کوله. دوی چې کله کندهار ته راغلل، خپله سيمه ييزه اداره يې رامنځ ته کړه او غوښتل يې چې خپلې ځمکې بيا تر لاسه کړې. دوی د ايران په لمسون او مرسته د نوي هوتکي دولت په خلاف کارونه پيل کړل او له بلې خوا زمان خان ابدالي ( د احمدشاه بابا پلار) چې تر دې مهاله د ايران په مازنداران کې د تبعيد شپې ورځې تيرولې د ګورګين وراره خسروخان له خوا کنداهار ته راوستل شو، تر څو يو ځل بيا ددې لويو ټبرو تر منځ پخواني اختلافات راژوندي کړي او خپلې موخې ته ځانونه ورسوي. خسرو خان په په ۱۷۱۲م کال کې د خپل تره د کسات په جذبه کې د ايراني لښکرو قومانده په لاس کې واخيسته او په کندهار يې يوه درنه حمله پيل کړه، چې په دې جګړه کې زمان خان ابدالي او عبدالله خان ابدالي، چې په خپلو کې هم سره رقيبان و د خسرو خان په خوا کې ودريدل او د غلجيانو په وړاندې يې په جګړه کې ګډون وکړ؛ مګر دا جګړه هم د ايران په ماتې پای ته ورسيده او خسرو خان له خپل لوی پوځ سره تباه شو. دا چې ميرويس نيکه يو ملي شخص و دا ډول داخلي اختلافات يې پای ته ورسول ابداليان او غلجيان يې د شريک دښمن په وړاندې سره يو کړل(۶: ۸۲-۸۳).
د مير عبدالعزير واک ته په رسيدو سره دا يووالی بيا له منځه ولاړ او ابداليان يو ځل بيا د فراه او هرات خواته مهاجر شول؛ خو دوی د هرات په نيولو سره د هرات ابدالي دولت رامنځ ته کړ، چې دا په هغه وخت کې د کندهار هوتکي دولت په وړاندې يو بل موازي دولت بللی شو. څه وخت چې شاه محمود هوتک واک ته ورسيد د پلار د وصيت سره سم يې د ايران د نيول لپاره په لويو تياريو بوخت شو او په داسې حساسو شرايطو کې يې نه غوښتل چې په کوم داخلي جنجال کې مصروف او له خپلې اصلي موخې څخه راوګرځي؛ خو په ناڅاپي ډول د عبدالله خان ابدالي زوی اسدالله خان په فراه يرغل وکړ او شاه محمود دغه بريد په خپل حکومت او واکمنۍ بريد وګاڼه؛ ځکه چې دا سيمه د هوتکو واکمنۍ يوه برخه وه او د مجبوريت له مخې يې د خپلې سيمې څخه د دفاع لپاره د فراه په دلارام کې له اسدالله خان ابدالي سره وجنګيده، چې په خپله اسدالله خان ابدالي هم په دې جګړه کې ووژل شو. په دې پيښې سره يو ځل بيا پخواني اختلافات راژوندي شول؛ خو له دې پيښې وروسته شاه محمود بيا هرات خواته لښکرې ونه ليږلي او خپل اصلی هدف ته چې د ايران نيول و متوجه شو(۴: ۱۷۶).
ددې اختلافاتو برسيره کله هم غلجيان او ابداليان اړ شوي چې خپل منځي اختلافات يوې خواته کړي او د شريک دښمن په وړاندې د يو او بل مرسته وکړي. د بيلګې په توګه په ۱۷۳۱م کال کې نادر افشار له خپل ۳۰ رزه لښکر سره په هرات حمله وکړه او د اهرات ابدالي دولت مشر ذوالفقار خان ابدالي (د احمدشاه بابا ورور) يې د هرات په ښار کې کلا بند کړ، دا چې دا وخت نادرافشار د دواړو دولتونو يو مشترک دښمن بلل کيده؛ نو د کندهار هوتکي دولت مشر شاه حسين هوتک خپل مشهور جنرال سيدال خان ناصر له درې زره سپرو او پليو سره د ذوالفقار خان ابدالي مرستې ته وروليږه چې له دې سره د هرات محاصره ماته شوه او د نادر پوځ له ډيرو تلفاتو سره شاتګ غوره کړ(۵: ۳۴۴).
د هرات ابدالي دولت د زوال لاملونه
ددې کم عمره دولت د زوال عوامل کولای شو په دوه عمده برخو ويشو ،چې يو يې خپل منځي رقابتونه او بل بهرني فشارونه دي چې دا دواړه عوامل به په لنډ ډول تر همدې عنوان لاندې وڅيړو.
د ابداليانو تر منځ خپل منځي رقابتونه له ډير پخوا نه موجود او ددې قبيلي هر يو ټبر هڅه کوله چې د ابداليانو د لوی ټبر مشري په لاس کې ولري، دې مسئلې ته مو وړاندې اشاره درلودله او په ځانګړي ډول دا رقابتونه او اختلافات سدوزيو په ښاخ کې ډير و؛ ځکه چې دا ښاخ له ډير شهرت او عزت څخه برخمن و او د ابداليو د لويو قبايلو مشري يې په غاړه وه له همدې امله سدوزيانو د دې مشرۍ پر سر په خپلو کې سره رقابتونه کول. د هرات ابداليانو دولت هم د همدغو سدوزيانو په يو ځای کيدو سره رامنځ ته شو چې پخوا يې خپل منځي رقابتونه لرل او په دې ډول هغه پخواني رقابتونه يو ځل بيا راپورته شول او هر اړخ هڅه داوه چې ددې نوي دولت مشري په لاس کې ولري. همدا رقابتونه او اختلافات د دې لنډ عمره دولت د زوال يو لامل دی،چې په ډيرو حساسو شرايطو کې رامنځ ته شوی و.
خو ددې دولت په دننه کې يوه داسې قومي جرګه موجوده وه، چې ستونزې يې له همدې لارې حل کولې او له دومره واک او صلاحيت برخمنه وه چې کولای شول د دولت په رهبری کې بدلون رامنځ ته کړي او کله داسې هم شوي، چې اجرايې واک له رقابت کوونکو سلب کړي او د يوې مودې لپاره د دولت اجرايې چارې په غاړه واخلي او د بهرني يرغل په وړاندې يې د خلکو رهبري هم په غاړه اخيستې ده. له بلې خوا د دې جرګې په دننه کې داسې کسانو هم شتون درلود، چې دې ډول اختلافاتو ته يې لمن وهله او هڅه يې کوله چې د دولت په دننه کې لوی امتيازات تر لاسه کړي د بيلګې په توګه عبدالغني خان الکوزی چې ددې جرګې له ځواکمنو کسانو څخه و، د ځان غوښتنې او واک غوښتنې حس يې ډير غښتلی و؛ خو د قومي مشرانو په وړاندې يې په ښکاره د واک غوښتنه نشوای په ډاګه کولای مګر تل يې هڅه هم دا وه چې د ابدالي دولت په دننه کې له شته اختلافاتو ګټه واخلي او خپلو موخو ته ځان ورسوي(۵: ۳۴۰).
په لومړيو کې د هرات دولت مشري د عبدالله خان ابدالي په لاس کې وه. په ۱۷۱۹م کال کې له شاه محمود هوتک سره په جګړه کې يې زوی اسدالله خان ووژل شو او دی ډير ويرجن او غمجن شو او د جرګې په مشوره يې د هرات چارې خپل پخواني رقيب دولت خان زوی زمانخان ته پريښودې. نوموړي د صفويانو په وړاندې سختې جګړې وکړې؛ خو د دوه کالو او پنځو مياشتو حکومت وروسته په ۱۷۲۲م کال کې وفات شو.« په همدې کال شاه محمود هوتک د اصفهان په نيولو سره صفوي لړۍ پای ته ورسوله او هم په همدې کال د افغانستان د معاصر تاريخ بنسټګر احمدشاه بابا هم په هرات کې نړۍ ته سترګې پرانيستلې».
د زمان خان د مړينې وروسته د جرګې د پريکړې په اساس د عبدالله خان ابدالي بل زوی محمد خان واک ته ورسول شو، نوموړي هم په ښه برياليتوب سره حکومت وکړ او په خراسان کې يې د هرات ابدالي دولت نفوذ خپور کړ ؛خو د داخلي اختلافاتو له امله د جرګې له خوا بې واکه شو او پر ځای د زمان خان زوی ذوالفقار خان واک ته ورسول شو. په دې سره بياهم داخلي اختلافات پای ته ونه رسيدل او د جرګې د پريکړې له مخې ذوالفقار خان د باخرز او بادغيس د حکمران په توګه او د عبدالله خان بل زوی رحمان خان د فراه د حکمران په توګه وټاکل شول او د عبدالله خان بل زوی الله يار خان له ملتان څخه راووغوښتل شو او په ۱۷۲۵م کال کې د هرات دولت د مشر په توګه وټاکل شو.
دا مهال د هرات ابدالي دولت د نادر افشار له حملو سره مخامخ شو، تر دې چې مشهد يې ونيوه او پر هرات يې بريدونه پيل کړل. ذوالفقار خان او الله يار خان د جرګې په مرسته د هرات څخه د دفاع په موخه نوي ځواکونه راټول کړل او د نادر افشار د ځواکونو په وړاندې په ډيره ميړانه وجنګيدل، د دوو مياشتو پرلپسې سختو جګړو وروسته نادر افشار له ماتې سره مخامخ شو او په ۱۷۲۸م کال کې مشهد ته ستون شو.
يو کال وروسته د عبدالغنی خان الکوزي په مشرۍ جرګې پريکړه وکړه او ذوالفقار خان يې يو ځل بيا د الله يار خان پر ځای واک ته ورساوه او الله يار خان يې د مروچاق ته د حکمران په توګه وګماره. ذوالفقار خان يو ځل بيا د نادر افشار په وړاندې د اته زره تنه لښکر راټول او د مشهد ښار يې کلابند کړ؛ خو ونه توانيده چې دا ښار ونيسي او بيرته هرات ته راستون شو. په ۱۷۳۰م کال کې نادر افشار په يو لوی ځواک سره په هرات حمله وکړه او دا ښار يې محاصره کړ. شاه حسين هوتک د هوتکي دولت مشر د هرات څخه د دفاع په موخه د ذوالفقار خان مرسته وکړه او ذوالفقار خان هم له هرات څخه په ميړانه دفاع کوله. په ۱۷۳۱م کال کې الله يار خان يو ځل بيا له مروچاق څخه هرات ته راغی او د دولت په دننه کې اختلافات را پورته شول له همدې امله ذوالفقار خان د چارو واکي الله يار خان ته پريښودې او له خپل کوچني ورور احمدخان ( وروسته احمدشاه بابا) سره کندهار ته ولاړ او هلته د شاه حسين هوتک له خوا زندان ته واچول شول په دې سره د هرات دولت ډير کمزوری شو،که څه هم الله يار خان له هرات څخه ډير په ميړانه دفاع کوله او تر يوه کال پورې يې هرات وساته؛ خو د کلابندی د اوږديدو له امله اقتصادي ستونزي رامنځ ته شوې او الله يار خان له ښاره ووت او ملتان ته ولاړ په دې ډول د هرات د ابداليانو څوارلس کلنه واکمني په ۱۷۳۱م کال کې پای ته ورسيده او نادر افشار هرات ونيوه( ۳: ۲۶۱-۲۶۲).
پايله
د افغانستان د معاصر تاريخ په پيلامه کې د هوتکيانو دولت ډير د يادولو وړ دی او دې دولت د ميرويس نيکه په رهبری د افغانستان لپاره ډير لوی خدمتونه ترسره کړي دي؛ خو ددې دولت تر څنګ بايد د هرات ابدالي دولت څخه هم سترګې پټې نه شي، دا دولت هم د معاصر تاريخ په پيلامه کې رامنځ ته شو، که څه هم عمر يې ډير کم وو؛ خو د هېواد تاريخ يوه برخه جوړوي او هغه مهال يې د هېواد خپلواکۍ لپاره خپله افغاني او هېوادني دنده ترسره کړې وه. دا چې د هوتکي ځوان او کم عمره دولت په څير دا دولت هم د داخلي اختلافاتو سره مخامخ و او له بلې خوا بهرني دښمن په دې دولت درنې حملې کولې ؛نو ځکه يې سيک ووت او له زوال سره مخامخ شو. له دې امله ملت ته پکار دی، چې خپل تير تاريخونه د پند او عبرت په موخه له نظره تير کړي او ور پکې ژور فکر وکړي چې له مخې يې راتلونکې روښانه شي او د تيرو ماتو د تکرار مخه پرې ونسيي او په دې برخه کې ترټولو مهم دا چې خپل منځي اختلافات لري کړي او په بشپړ يووالي د هېواد آبادولو ته مټې راونغاړي.
اخځونه
۱- باوري، محمدرسول. (۱۳۹۲). د افغانستان د تاريخ پنځوس پاڼې (د مقالو ټولګه)،کابل: د بيهقي د کتاب چاپولو رياست .
۲- بينوا، عبدالرؤف. ( ۱۳۵۳). د افغانستان نوميالي، لومړی ټوک، کابل: اطلاعاتو کلتور وزارت دولتي مطبعه.
۳- حبيبي، عبدالحی. (۱۳۸۲). د افغانستان لنډ تاريخ، پېښور: دانش خپرندويه ټولنه.
۴- خيبري، غوث. (۱۳۹۰). پښتانه د ايران د پاچاهۍ پر تخت، پېښور: دانش خپرندويه ټولنه.
۵- غبار، ميرغلام محمد. (۱۳۶۶). افغانستان درمسيرتاريخ، کابل: انتشارات جمهوري.
۶- هوتک، امان الله. (۱۳۶۸). د خپلواکۍ لمر څرک ( د هوتکو افغاني دولت عروج او نزول).
۷- محمدحيات خان. (۱۳۸۶). حيات افغاني، ژباړه: فرهاد ظريفي او عبدالطيف یادطالبي، پېښور: دانش خپرندويه ټولنه.
۸- ياد طالبي،عبدالطيف. (۱۳۸۵). پښتني قبيلې، پېښور: دانش خپرندويه ټولنه.