تاند (سې شنبه، د لیندۍ/ قوس ۶ مه) ملګرو ملتونو د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي سره د مبارزې په نړیواله ورځ “کور” د ښځو لپاره “تر ټولو مرګونی ځای” بللی دی. د دې نړیوالې ادارې د شمېرو له مخې، ډېری ښځې په کور کې د خپلو خپلوانو له لوري وژل کېږي.
ملګرو ملتونو د دوشنبې په ورځ، (د لیندۍ په ۵مه) د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت په راپور کې ویلي چې تېر میلادي کال په نړۍ کې ۵۱ زره او ۱۰۰ ښځې او نجونې د خپل ژوند د شریک یا د کورنۍ د کوم غړي له خوا وژل شوې دي؛ یعنې په منځنۍ توګه هره ورځ ۱۴۰ ښځې او نجونې وژل کېږي.
په ۲۰۲۲ کال کې دا شمېر ۴۸ زره او ۸۰۰ و.
په دې نوي راپور کې ټینګار شوی چې په اروپا او امریکا کې د ښځو د ژوند شریک له خوا د وژلو پېښې په لوړه کچه دي، او پایله یې دا ده چې “کور د ښځو او نجونو لپاره تر ټولو خطرناک ځای دی.”
په کورنۍ او د ژوند د شریک له لوري د وژنو ډېرې پېښې په افریقا کې ثبت شوې دي، چې نژدې په هرو ۱۰۰ زره کسانو کې درې ښځې وژل کېږي. په امریکا کې دا شمېر ۱.۶ او په اوشیانا یا اوقیانوسیې کې ۱.۵ ښځې په هرو ۱۰۰ زره کسانو کې دي.
په اسیا او اروپا کې وضعیت نسبتاً “ښه” دی، چیرې چې دا شمېر په هرو ۱۰۰ زره کسانو کې په ترتیب ۰.۸ او ۰.۶ ښځې دي.
په دې راپور کې د تاوتریخوالي له امله د نارینه وو او هلکانو د وژنې یادونه هم شوې، چې شمېر یې د ښځو د وژنې په پرتله زیات دی. خو د پام وړ ټکی دا دی چې د نارینه وو ډېری وژنې له کور او کورنۍ څخه بهر کېږي. په بله وینا، کور او کورنۍ د نارینه وو لپاره لا هم خوندي ځای دی. لکه څنګه چې راپور یادونه کوي، د ښځو میړه، د ژوند شریکان او حتی کورنۍ د هغوی لپاره فضا ناامنه کولی شي.