سه شنبه, نوومبر 26, 2024
Homeخبرونهایران به ژر د افغانستان په ګډون د ایکو د هیوادونو د...

ایران به ژر د افغانستان په ګډون د ایکو د هیوادونو د غونډې کوربه وي

تاند (سې شنبه، د لیندۍ/ قوس ۶ مه) ایران وايي، راتلونکې اوونۍ به د دغه هیواد د باندنیو چارو وزیر په مشرۍ د افغانستان په ګډون د ایکو د لسو غړیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه په دغه هیواد کې جوړه شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی اسماعیل بقايي پرون (د دوشنبې په ورځ) په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د ایکو د اقتصادي همکارۍ سازمان (ECO)  د بهرنیو چارو وزیرانو ۲۸مه غونډه به په مشهد ښار کې جوړه شي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د ایکو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران، جګپوړي چارواکي، د سیمه‌ییزو سازمانونو مشران، او د څو اړخیزو اقتصادي بنسټونو سرمنشيان به په دې غونډه کې ګډون وکړي.

بقایي د ایکو سازمان د اهمیت د یادونې په ترڅ کې ویلي، د دې سازمان لومړنی هدف د سیمې اقتصادي پرمختګ ته وده ورکول دي.

بقایي د ایکو د اهمیت یادونه وکړه، ویې ویل چې دا سازمان د پرمختګ په حال کې هېوادونو ترمنځ د سیمه‌ییزې اقتصادي همکارۍ له پخوانیو چوکاټونو څخه ګڼل کېږي. هغه وویل: “د دې سازمان لومړنی هدف د سیمې اقتصادي پرمختګ ته وده ورکول دي.”

ایران په روان ۲۰۲۴ کال کې د ایکو دوره يي مشر دی. دا غونډه د تېرو شپږو میاشتو په ترڅ کې په ایران کې د بهرنیو چارو وزیرانو دوهمه ستره نړیواله غونډه ده.

 په جون میاشت کې ایران د آسیا د همکارۍ د ډیالوګ ۳۳ غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او لوړپوړو چارواکو کوربه و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب