Home+ولې باید ډیره مالګه ونه خورو؟

ولې باید ډیره مالګه ونه خورو؟

په ځلونو د زیاتې مالګې د استعمال زیانونه بیان شوي خو یوه څېړنه، چې په نیویارک کې شوې، ښيي چې د مالګې ډېر استعمال د انسان ژوند له خطر سره مخامخولی شي. که څه هم له مالګې پرته خواړه مزه نه لري خو د امریکا د زړه د ناروغیو د ټولنې (د امريکن هارټ ايسوسي ايشن) د څېړنې له مخې مالګه له هغو مادو ده چې د ګڼو ناروغيو سبب کېږي.

په څېړنه کې څرګنده شوې چې د مالګې د زيات استعمال له امله د زړه ناروغي، د وينې د فشار لوړيدل او د فلج خطر ډېرېږي، د څېړنې له مخې په ۲۰۱۳ م کال کې ۲ میلیونه او ۳ لکه خلک د مالګې د زيات استعمال له امله مړه شوي دي. خو په ۲۹۲۱ کې یوې څېړنې وښوده چې هر کال ۳ میلیونه انسانان د زیاتې مالګې د استعمال له کبله مري.

د څېړنې پر مهال په ټوله نړۍ کې د ۲۴۷ مرکزونو د پايلو له راټولولو وروسته دا ثابته شوې چې خلک د روغتيا د نړيوالې ادارې د اندازې برعکس په خپل خوراک کې له ۲۰۰ ملي ګرامو زياته مالګه استعمالوي، چې د دوی په وينا د  ستر خطر سبب کېږي.

په څېړنه کې ثابته شوې چې د مالګې او سوډيم ډېر استعمال د وينې فشار لوړوي او د زړه ناروغيو خطر زياتوي. کوم خلک چې ډېره مالګه استعمالوي نو د زړه دوره، فلج یا د زړه اړوند نورې ناروغيو د خطر په کې ۴۰ سلنه زياتېږي.

څېړنه وايي چې د مالګې ډېر استعمال نه يوازې د مشرانو لپاره بلکې د کوچينانو لپاره هم ډېر خطرناک دی.

 د څېړنې ډله سپارښتنه کوي، چې په بازارونو کې دې له خوراکه ډ ډه وشي، ځکه په وینا يې چې په بازارونو کې د پاخه شويو او تیارو شويو خوراکونو مالګه له معياره زياته وي.

یوشمېر خلک مالګې ته سپین زهر هم وايي، په ځانګړي اروپايان له ډېرې مالګې استعمالولو ډډه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...