سه شنبه, مارچ 5, 2024
Homeادبناولنا اشنا ليک (ناولګوټی) لیکوال : ستیفن څفیګ

نا اشنا ليک (ناولګوټی) لیکوال : ستیفن څفیګ

ژباړن :دوکتور لطیف بهاند

له روسي ژبې

کله چې پېژندل شوی ليکوال تر درې ورځنيو رخصتيو او استراحت نه وروسته سهار دوخته بېرته ښارته راستون شو، نو له رارسېدو سره سم يې ځان ته په عمومي اډه کې ورځپاڼه واخيسته. د ورځپاڼې دنيټې له کتو سره سم ورياد شول چې نن دهغه د زوکړې کليزه ده. يو څلوېښتمه کليزه.دې يادونې ، هغه نه خواشينی او نه هم خوشاله کړ. د ورځپاڼې سريښناکې پاڼې يې ژر ژر سره واړولې راواړولې، ټکسي يې ونيو او ژر يې ځان کورته ورساوه. دهغه د کور خدمتګار هغه ته دهغه په غياب کې د دوو تنو د راتګ او د څو تنو تيليفونونو يادونه وکړه. په يوه پتنوس کې يې هغه ته هغه ګڼ شمېر ليکونه راوړل چې په دې څو ورځو کې هغه ته رارسېدلي وو. ليکوال په ډېرې تنبلۍ ، ورځپاڼې او مجلې وکتلې ، بيا يې ليکونه خلاص کړل ، خو په پاى کې يې نور ټول ليکونه لرې کړل او هغه ليک يې را واخيست چې تر ټولو پڼد، ورته ښکاره شو. ليک په نا آشنا کرښو ليکل شوی و . داسې نا اشنا چې ويې نه پيژانده،هغه  د چا دى. خدمتګار يې ورته چاى راوړ او ده هم په څوکۍ کې ځان ښه جوړ کړ. سګرټ يې ولګاوه او د ليک سر يې څېرې کړ. دليک په پرانستلو سره ليکوال د دېرشو مخونو يو ليک چې په ښځينه ليک، په ډېرې حوصلې او زغم ليکل شوی و، وليد. دا ليک زيات يوې قلمي نسخې ته ورته و.  ليکوال يو وار بيا د پاکټ منځ وکوت، نه چې کومه پاڼه يا يادښت ترې پاتې شوى  وي. خو پاکټ خالي و . د پاکټ په منځ کې هم د پاکټ دمخ په شان نه د راليږونکي کومه پته، نه کوم نوم او نه کومه نښه ،هيڅ څه نه و. هغه له ځان سره وبنګېد او ويې ويل:

– عجيبه ده !

بيا يې ليک را واخيست او په لوستلو يې پيل وکړ:

 – تاته ! هغه چاته چې تر مرګه به يې ونه پېژنې.

هغه په خيالو کې ډوب شو او له ځان سره يې وويل :

– کېداى شي دا دده لپاره نه وي ، خو په هر حال .

دې ليک په ده کې يوه نا اشنا تلوسه راويښه کړه او دسترګو په رپ کې يې بې ارادې دليک لوستلو ته دوام ورکړ:

بيګا زما ماشوم مړشو ، درې ورځې او درې شپې ما دهغه د نازک او وړوکي ژوند په خاطر له مرګ سره ډغرې ووهلې. تر هغه پورې چې دهغه تر ګلابو نازک بدن د تبې په اور کې سوځېده ،زه له مرګ سره لاس او ګرېوان وم، يوه شېبه هم زه دهغه له بستر نه لرې نه شومه. دهغه پرسکروتېز تندي مې د يخ ټوټې ور ايښودلې. شپه او ورځ مې دهغه ناتوانه او نا ارامه لاسونه په خپلو لاسو کې زنګول. درېيمه ورځ ماښام زما د روح توازن بدل شو، سترګې زما له ارادې پرته سره ورتلې او په پاى کې زما له ټولو زاريو سره سره هغه پټې شوې وې. څلورمه ورځ په داسې حال کې چې پر وچه لرګينۍ څوکۍ ناسته وم ،  درې که څلور ساعته ويده شوې وم. په همدې لنډ وخت کې مرګي بيا خپل کار کړی و او دهغه ژوند يې له ځانه سره وړی و. اوس هغه کوچنی، نازولی، خوار ماشوم پر خپل کمکي لنډ او تنګ كټ پروت دی. هوکې کله چې زه راويښه شوم ، ما هغه همدا شان وليد ، ما له ځان سره وويل:

– هو مرګ!

هماغه شېبه مې دهغه وړې او برندې هوښيارې سترګې پرې پټې کړې ، دهغه لاسونه مې ورسم کړل ، دهغه د کټ په څلور کنجونو کې مې ورته څلور شمې بلې کړې ،خو زه له وېرې دهغه خواته کتى نه شم، ډارېږم چې هغه له ځايه وښورم، ځکه د شمې لمبې کله يو پلو او کله بل پلو درومي، خو کله کله تيارې پر ده يرغل راوړي ، راته ښکاري چې دهغه شونډې سرې دي او زه تصور کوم چې هغه مړ نه دى . داسې انګېرم چې اوس به راويښ شي ، ماته به په خپل خواږه اوسندريزه اواز څه ووايي ، خو زه پوهېږم، هغه مړ دى. زه نه غواړم هغه ته وګورم او د هيلو دخوږوالي او د مايوسۍ لمبې سره ګډې کړم .

 زه پوهېږم ، ښه پوهېږم، بېګا زما ماشوم مړ شو. اوس په دې فاني دنيا کې زما يوازينى څوک ته يې، هغه څوک چې په ډېرې بې پروايۍ په ژوند لوبې کوې او هېڅکله به دا تصور هم ونه شي کړاى چې زه څوک يم؟

 هو ! ته به هېڅکله ونه پوهېږې چې زه څوک وم ، هغه څوک چې هغې ته ، ته، تر ژونده هم لا زيات ګران وې. دا دي ما پر هغه مېز مې شمه ولګوله، چې زه ورته ناسته يم او تاته ليک ليکم. زه نه شم کولاى له خپل مړ ماشوم سره يوازې کېنم او له چا سره مې وير شريک نه کړم. که له تاسره يې  شريک نه کړم نو له چا سره به ، زه په دې وحشتناکو شېبو کې وغږېږم او د زړه خواله به ورسره وکړم. اوس هم ته ،د تل په څېر زما له پاره هر څه يې. کېداى شي زه به سپينه نه شم درته ويلى، کېداى شي ، ته به زما په خبرو پوه نه شې ، زما خيالونه سره ګډ وډ دي ، پر ککره مې اور بل  او پر تندي مې د کاڼو باران اوري .

داسې ښکاري چې تبه مې ده. کېداى شي زه به هم هغه والګي نيولی يم چې اوس کور پر کور ګرځي. دا به ښه واى چې نيولی يې واى، ځکه زه به هم د خپل ماشوم پسې تللې ومه. کله کله سترګې په ما را تورې شي او داسې انګېرم چې کېداى شي  دا ليک هم تر پايه ونه شم ليکلى، خو زه هڅه کوم چې خپل ټول توان را ټول کړم او په ژوند کې يوازې يو وار همدا نن له تا سره. …  زما د زړه سره! زما دسترګو توره ! هغه څوک چې په ژوند کې به يې هم ونه پېژني  او پوه به نه شي چې زه څوک يم، له تاسره دزړه خواله وکړم.

نن غواړم ،له تا سره يوازې او يو په يو وغږېږم. غواړم دلومړي ځل لپاره ټول هغه څه درته ووايم چې په زړه کې مې دي. ته به زما په ټول ژوند پوه شې، په دې به پوه شې چې زما ټول ژوند په تا پورې اړه درلوده، خو ته هېڅکله په دې نه پوهېدې، دا کار به هغه وخت کېږي چې زه ومرم ، دا په دې خاطر چې ته دې ته اړ نه شي چې ماته ځواب ووايې ،خو که قسمت نور هم زما ژوند اوږد کړ، زه به دا ليک څېروم او بيا به هغه شان شونډې ګنډم چې د تل په شان او ټول عمر مې ګنډلې وې،مګر بيا هم که دا ليک ستا تر ګوتو درورسېږي، نو په دې پوه شه چې په هغه کې مړه اروا ،له تا سره غږېږي ، تاته دخپل ټول ژوند او دهغه د رازونو کيسې کوي ،د ټول ژوند ، د خپل ټول آګاهانه  ژوند، له لومړۍ شېبې نه نيولې تر وروستى هغې پورې. زما له خبرو نه مه وېرېږه ! مړه اروا ، له هېڅ چا نه ،هېڅ څه نه غواړي، نه مينه، نه خواخوږي، نه خوږې خبرې، خو زه له تانه يوه هيله لرم او هغه دا چې زما د دردونو په هغو خبرو به باور کوې ،چې دلومړي ځل لپاره دهغه په اړه تاته ژبه پرانيزم  .له تا نه هيله کوم چې ټول هغه څه ومنې چې تاته يې اوس وايم  . زه فکر کوم هېڅ څوک به دخپل يوازيني ماشوم دمرګ په شېبو کې چاته دروغ نه وايي.

ما خپل ټول آګاهانه ژوند ، چې په ريښتني ډول ستا له ليدو او پيژندو سره پيل شو، تاپسې کتل .  له هغې ورځې نه چې ته مې پيژندلى يې ، ته زما تصور او خيال وې ،خو تر نن ورځې پورې دا ټول يو تت خيال ته ورته و. داسې تت چې زما حافظه هم نه شي کولاى هغه را په ياد کړي. کله چې ته زموږ په سيمې او کوڅې کې را پېدا شوې زه د ديارلسو کالو نجلكۍ وم. زه په هغې کوڅې کې اوسېدم ، چې همدا اوس ته په کې اوسې. په هماغه کور کې چې ته به،هلته زما همدا ليک په لاس کې نيسي او لولې به يې . دا زما د ژوند وروستی الهام او تصور و. زه ستا د کور زينو ته په مخامخ کور کې اوسېدم ، خو زه پوهېږم چې ستا اوس موږ نه يادېږو. زما مور ديوه بې وزلي مامور کونډه وه، داسې کونډه چې تل به په تورو ويرمنو جامو کې ګرځېدله .زه خپله يوه داسې وړوکې ډنګره پيغلوټې وم چې دچا پام مې ځانته نه شو راګرځولى ، ځکه زموږ ژوند خو تل تت حالت درلود. کېداى شي تا زموږ نومونه  اورېدلي نه وي ، ځکه زموږ په کوڅه کې خو اصلاً داسې څوک نه اوسېدل چې څوک يې په خيال کې وې او پوښتنې ته يې ورشي ، هو دا ډېر پخوا و، پنځلس، شپاړلس کاله پخوا و. نه، نه زما ګرانه دا خبري تاته کله يادېږي ؟ خو زما يې هره شېبه داسې يادېږي لکه همدا اوس ، لکه همدا نن . زما  هغه ورځ او هغه ساعت په ښه توګه يادېږي چې دلومړي ځل لپاره مې ستا نوم  واورېد ،هوکې  دنن په شان مې يادېږي. هغه ورځ چې ما د لومړي ځل لپاره ته وليدلې، څنګه به زما هغه ورځ نه يادېږي؟ هغه ورځ چې ستا په ليدو زما دسترګو په وړاندې نوې دنيا پرانيستل شوه. اجازه راکړه چې نن ټول هغه څه درته بيان کړم چې په زړه کې مې دي. ټول له پيله تر پايه پورې. هيله لرم چې نن دې لږ تر لږه څلور ساعته وخت ماته راکړې.په ډېرې حوصلې او زغم ،  په هغه شان زغم اوحوصلې ، چې ما ټول ژوند ،له تا سره مينه درلوده زما کيسه واورې.

مخکې له هغه چې ته زموږ کوڅې ته راشې ، ستا په کور کې يوه ډېره نارامه، ظالمه او کرکجنه کورنۍ اوسېده. که څه هم هغه خورا بي وزله وه ، خو دخپلو بې وزلو ګاونډيو نه يې ډېره کرکه درلوده. زموږ کورنۍ هم دهغو نه خوښېدله، ځکه موږ اصلاً نه غوښتل له هغو سره اړيکي ولرو. دهغوى دکورنۍ مشر، يو نشه يي و،هغه تل خپله ښځه وهله . موږ زياتره وخت ، په نيمو شپو کې دهغو له  شور ماشوره، د ميزونو، څوکيو او کپړيو  د ماتېدو له آوازه راويښدو چې ددوى له کوره يې غږ راته. يوه شپه مې ښه يادېږي چې دهغه مېرمن په وينو لړلې منډې وهلې او نشه مېړه يې ورپسې چيغې او نارې سرکړې وې ،خو خلکو ددې ګواښ ورته وکړ چې پوليسو ته به يې وسپاري…… ټولو کوڅه والو په ګډه  ،له دوى نه کرکه درلوده ، خو يو وخت داسې خبر راغى چې مېړه يې په غلا نيول شوى او بندي شوى دى. نو هغه وه چې  نوره کورنۍ يې له شرمه بلې خواته کډه شوه او موږ ارامه شو. دوه درې ورځې د دوی د کور پر ډيوال ، د کور دکرايې ورکولو يو اعلان بند و، خو ډېر ژر دا اعلان ورک شو او اوازه خپره شوه چې کور يو مجرد، متين ليکوال په کرايه نيولى دى. هوکې دا هماغه ورځ وه چې ما ستا نوم دلومړي ځل لپاره واورېده.

دوه درې ورځې وروسته هلته، هغه کورته رنګمال، نجار او نور کار کوونکي راغلل . د کور پاکول او جوړول پيل شول.له  هغو خلکو سره دجوړولو او ورانولو ډېر سامانونو وو. چا څه شي ترميمول، چا څه شي ړنګول، څوک ديوال ته ولاړ وو ، څوک هم پرچت او يو نيم هم لا په کړکيو لګيا و ، خو زما مور په دې خوشاله وه او ويلې يې چې ريښتيا هم هر څه پاى لري . موږ هم ددې نارامه ګاونډيو له غمه خداى خلاص کړو.

 په هغه موده کې چې په کور کې کار روان وو، ته مې ونه شوې ليدلاى، ځکه ددې ټولو کارونو څارنه ستا يوه نوکر کوله . هغه د يو منځني ونې او پوخ عمر خاوند و‎. هر څه ته يې بې له شر او شوره ، په ځير او دقت سره کتل او داسې ښکارېده چې خپل يقين پرې پخوي. هر څه ته يې په خوشبينۍ کتل. هغه د پوره مسووليت احساس کاوه. سره له دې چې هغه له هر چا سره نه غږېده، خو تر نورو يې ځان لوړ نه ګاڼه. هغه زما مور ته له لومړۍ ورځې په درناوي کتل او آن،له  ما غوندې وړوکې نجلى سره يې هم په موسکا روغبړ کاوه. ستا نوم هغه تل دزړه له کومې او په ډېر درناوي سره يادوه. ديوې ژورې مينې له مخې ، نه دکومې وېرې يا  د مزدور او بادار د اړيکو له مخې . له همدې کبله و چې ورځ تر ورځې ستا دغه نوکر زما  زړه ته را نېږدې او زما درناوى ورته زياتېده ،خو له دې ټولو سره سره زما له هغه سره وروسته له دې کبله رخه زياتېده چې هغه تل له تا سره و.

بله ورځ ته راغلې .هر څومره چې مادې خواته ،هغې خواته وکتل ، ته مې ونه شوې ليدلاى، همدې احساس په ما کې ستا دليدنې تلوسه لا پياوړې کړه. تر دريو ورځو نه وروسته ما وکولاى شول تا ووينم. ته نه شې کولاى تصوريې وکړي، چې ستا په ليدو زه څومره خوشحاله شوې وم. ته له هغه څه نه ما ته چور بل ډول ښکاره شوې، چې ما په خپل تصور کې تصوير کړی وې، ما تل تصور کاوه، چې ته به يو پوخ عينکي مهربانه سړى يې، خو کله چې ته زما دسترګو په وړاندې را څرګند شوې، ته همداسې وې، لکه همدا نن چې يې، ته نه بدليدونکي يې، پر تا دعمر تېرېدل او دکلونو ګوزارونه اغيز نه لري، دتا لذت بښوونکې، سپورتي، قهوه يي دريشي  په ځان وه او دزلميانو په څېر، په ازادو قدمونو ، چې هر ګام دې دوه زينې وهلې، پاس وختلې . د تا خولۍ په لاس کې وه. ستا په اړه ،زما تصور په حيرانېدونکي ډول بدليده. ستا تازه او تانده څېره او ځليدونکې سترګې مې وليدې. که رښتيا ووايم، له تا نه ډېره وډاره شوم، دغه وېره ماته له دې کبله پېدا شوه چې ته ډېر ځوان، ښايسته اوظريف ښکارېدې. ايا دا په ريښتيا دتعجب وړ نه ده چې په هغو لومړيو شېبو کې ، ما سمدلاسه ستا دوګونه ژوند احساس کړ. ته ظاهراً نا ارامه لکه اور، بې پروا او په زړه پورې وې، خو په اصل کې ډېر جدي او سخت ګيره ، پوه ،د ښې روزنې او بې ساري معاشرت خاوند وې. زه په هماغه شېبه کې په ټولې مانا سره په دې پوه شوم چې ته ،دوه ګونى ژوند لرې، يو دې ظاهري ژوند و ،د نورو لپاره او بل دې خپل روحي  اومعنوي ژوند ،چې يوازې ته پرې پوهېدې . ستا د ژوند پر دغه ژور توپير او نه راسپړېدونکي راز ،زه ،زه ديارلس کلنه نجلۍ دلومړۍ شېبې نه پوه شوم، نو هغه و چې پر تا مينه هم شوم.

پوهېږﺉ کنه؟ ها زما دزړه سره! چې ته زما لپاره څنګه په يوې معجزوي معما بدل شوې. ته ليکوال وې، تا کتابونه ليکل، ډېرو خلکو تا ته درناوى کاوه او مخې ته دې خمېدل. ته هغه څوک چې، په نااشنا دنيا کې زما لپاره يو لوى سړى وې ، يو نا څاپه ماته ځوان، زلمي او تاند وبريښدې ،داسې تاند  لکه ٢٥ کلن ځوان. نه پوهېږم ،دې ته اړتيا شته او کنه ؟

دې ته اړتياشته او کنه ،چې ووايم ، له همدې شېبې نه چې ته مې وليدې، ماته زموږ په کور کې او زما دکوچنيتوب په وړې نړۍ کې ،پرته له تا بل هېڅوک او هېڅ شى دپام وړ او مينه ناک نه و. ما ديار لس کلني نجلۍ، ساده او ناخبره يوازې ستا دژوند په هکله کې فکر کاوه  او بس.

ما غوښتل تا زده کړم، په تا پوه شم، ستا عادتونه ذهن ته وسپارم، ټول هغه خلک چې تا ته به راتلل هغه به مې وپېژندل. ټولو دغو چارو ستا په اړه  زما زړه راښکونکې تلوسه ستړې کولاى نه شوه، برعکس دې ټولو ورځ تر ورځې ستا په اړه زما مينه زياتواله.زه په دې هم پوه شوم ،هو ،په دې هم پوه شوم چې ستا د دوګوني ژوند انعکاس په هغو کسانو کې هم ليدل کېده چا ستا کورته يې تګ را تګ کاوه. تاته ستا همزولي، ځوانان، روښان اندي، محصلين چې تا به زياتره له هغو سره ټوکې ټکالې کولې راتلل. کله نا کله به يوه نيمه بډايه ښځه هم په موټرو کې ستا کورته راتله.

بله ورځ مې وليدل چې ستا کورته د ښار تر ټولونه  دلوى  تياتر ستورى هم راغي ، آن داسې نجونې به ډېرې ډېرې ستا کورته راتلې چې لا په ښوونځي کې وې ، وړې ډنګرې او له دنيانه نا خبرې. په ټوليزه ډول ستا کورته ډېرې ښځې راتلې.

 ما د نجونو په اړه دهغو دښځوالي له پلوه فکر نه کاوه،آن وروسته له هغه چې يوه ورځ سهار ښوونځي ته تلم ،يوه ښځه مې ستا له کوره د وتو په حال کې وليدله، خو زه چې لا د ديارلسو کلو وم په دې اړه مې هېڅ فکر مې نه کاوه او زما مينې له تا سره لا دعشق مانا نه لرله.

زما دزړه سر او دسترګو توره!

 ماته ګرانه!

زما د نن په شان هغه شېبه او هغه ساعت په ياد دي چې ما خپل روح او ځان د ابد لپاره تا ته درکړل. زه او زما خورلنډه چې له صحرا نه راغلى وو ،د کور مخې ته ولاړې وو، ټوکې ټکالې او خبرې مې کولې . په دې وخت کې ته راغلې ،ستا موټر لا پوره ولاړ نه و، چې په يوې چټکى خوځېدا ،چې لا تر اوسه هم ستا د افسون او ژوند يوه ځانګړې برخه ده له هغه راښکته شوې. ما بې ارادې منډه واخيسته چې ستا لپاره دروازه خلاصه کړم ،خو زما دا ناڅاپي خوځېدا نږدې و چې له تا سره زما د ټکر سبب شي. تا ماته په يو مړاوي تاوده ،بلوونکي او خواږه انداز را وکتل او له هغه سره مل دې يو خوږه موسکا هم را وبښله. هوکې! خوږه موسکا دې وکړه، شونډې دې پرانيستې او ودې ويل:

– ډېره مننه نازولې.

هوکې ماته ګرانه!

له هماغه شېبې نه چې ما په ځان کې د هغه تاوده او ځان ته اوربلوونکي غلچک لمسوونکی تودوالى احساس کړ. زه ستا شومه، زه ټوله ستا ومه. زه وروسته ډېره ژر په دې پوه شوم چې ته دا، غېږ ته بلونکی ، سندريز، افسانه ويونکی او هرمهال، له هر چانه کالي ايستونکی او شهوتناک غلچک هرې هغې ښځې ته چې ستا له څنګه تېرېږي وربښې. هرې ښځې ته چې چېرې ولاړه وي، هرې ښځې ته چې ستا پر شا او خوا کې کار کوي، هرې هغې ښځې چې تا ته خدمت کوي يا تاته ناڅاپي ور پرانيزي ،وربښې. هوکې زه وروسته په دې هم پوه شوم چې ستا دا کتل او مينه ناک نظر ، ستا په واک کې نه دى. هغه ستا له ارادې بهر دى. ستا کتل ستا دغوښتنو او خيالونو انعکاس نه دى، ځکه کله چې ته سترګې ښځو ته ور اړوې، هغه په خپله تودېږي، هغه په خپله هغو ته بلنه ورکوي، هغه په خپله مينه ګرځي.

هغه وخت ما ديارلس کلن ماشوم دا تصور هم نه شو کولاى چې ستا سترګې له ښځو او نجونو سره په لګېدو، په خپل سر اور ګرځي او ما فکر کاوه چې دا ټول يوازې زما په ليدو داسې کېږي. ما فکر کاوه چې ستا سترګې يوازې او يوازې زما لپاره ،داسې له خوږو غلچکو ډکې دي. هوکې ستا هماغه د لومړۍ ورځې غلچک په ماکې ښځتوب راوتخناوه او دا ښځتوب د ابد لپاره ستا شو.

په هماغه ورځې ،زما خورلنډې ،له مانه نه وپوښتل ، دا څوک دى؟ مانه شو کولاى سمدلاسه هغې ته ځواب پېدا کړم. مانه شو کولاى داسې ژر ستا نوم په ژبه راوړم ،ځکه په هغه شېبه کې ،هغه (ستانوم)زما لپاره د تقدس بڼه پېدا کړې وه. هغه زما په راز بدل شوى و ،خو بيا هم ما خپلې خور لنډې ته وويل:

– هسې زموږ د کوڅې يو نوى اوسېدونکى دى ،خو خور لنډې مې په داسې حال کې چې دماشومتوب ملنډې يې په خبرو کې اورېدل کېدې، په ترخه موسکا وويل:

– نو ته يې په ليدو ولې داسې سره شوې؟

کله چې هغې پر ما ملنډې وهلې، هغې غوښتل زما په راز ځان پوه کړي، نور هم سرو وينو زما غومبوروته ځان را ورساوه او زه نوره هم سره شوم. له شرمه سرسامه شوم او چيغې مې کړې:

– احمقې ستا يي څه ؟

 په هغه شېبه کې زه چمتو وم، هغه له ستوني ونيسم او خپکه يې کړم، خو هغې په پرله پسې توګه لا په زوره خندل . دهغې خندا نوره هم زه له حاله ويستلم، خو ښه و ډېر ژر اوښکې زما تسل ته راغلې، په ژړا شوم، هغې ته مې شا واړوله او مخ په کور مې منډه واخيسته.

     په هماغه شېبه کې و چې زه پر تا مينه شوم. پر تا مې زړه بايلود. زه پوهېږم تا به دا خبرې له ډېرو ښځو اورېدلې وي او تا ته دا خبرې، هسې خبرې دي. زه رښتيا وايم. دا ومنه او د زړه له کومې يې ومنه. هېڅچا له تا سره  داسې د مريتوب او تابعيت تر کچې پورې مينه نه ده کړې. داسې مينه چې په هغه کې ښځتوب راويښ شي. لکه هغه شان چې زه پر تا مينه وم او تر اوسه لا مينه پاتې يم. دا ځکه درته وايم،چې په دنيا کې هېڅ څه نه شي کولاى دماشوم له مينې سره پرتله شي ، د ماشوم له لنډې مينې سره. ما هېڅوک نه درلودل چې دزړه غوټه ورته پرانېزم ، هېڅوک نه و چې زما راز يې ساتلى واى. په اصل کې خوزه هم بې تجربې وم ، ما په خپل بخت يرغل کړى و. ټول هغه څه چې په ما کې راپخېدل او يايې ما تصور کاوه ، ما يوازې پر تا دهغه باور کولاى شو او بس. پلار مې لا پخوا مړ شوى و او مور مې متقاعده بې وزلې کونډه ښځه وه ،هغه روحاً له ما نه ډېره لرې و……. ته زما لپاره، نه پوهېږم څنګه يې درته ووايم. ته زما لپاره ټوله هستي وې. هر هغه څه چې په دنيا کې و، زما له نظره يې په دې خاطر شتوالى درلوده چې له تا سره يې اړه درلوده اوبس. زما د ژوند هغو شېبو د ژوند معنى لرله چې له تا سره يې اړه درلوده. تا زما ژوند چور بدل کړ. يوه بې پروا، بې خبره او تنبله نجلۍ ، يو ناڅاپه، په ټولګي کې اول نمره شوم. ما په سلګونو کتابونه ولوستل، تر نيمو شپو به مې مطالعه کوله ، ځکه زه پوهېدم چې ستا کتابونه ډېر خوښېږي ، خو د مور تعجب مې هغه وخت بې پايه شو چې ما د پيانو زده کړه پيل کړه، دا هم له دې کبله چې پوهېدم ، ستا موسيقي ډېره خوښېږي. ما مې د ښوونځي کاليو،  کتابونو، بکس، ويښتو او ټولو کړو وړو ته په دې خاطر بې پايه پام کاوه چې ډارېدم ، ګوندې کله به ته راته وګورې او زه بايد ښه درته ښکاره شم، خو زما دا ډار څومره دخندا وړ و، ځکه تا خو هېڅکله ماته نه کتل. لنډه دا چې زما دورځني ژوند اساسي کار دا و چې ټوله ورځ به مې ستا لاره څارله .دا  مې ددې لپاره چې ته کله راځې. زموږ د انګړ په وره کې داسې يو سورى و ،چې ما خپل ډېروخت په هغه کې په کتلو تېراوه( هغه سورى چې په دروازه کې دځانګړې کتنې لپاره جوړېږي) له هغه ځايه کېداى شوه ستا دروازه ښکاره شي. خانده مه، ولې خاندې؟ رښتيا وايم ، دا اوس هم کله کله ، په ساعتونو ساعتونو، هغه سوري کينم او ستا وره ،ته ګورم ،خو له هغې شېبې نه ډېره وېرېدم چې خداى مه کړه مور مې پوه نه شي. څومره به چې ماښام ستا د راتلو وخت رانيږدې کېده ،په هماغه اندازه به زه کتاب په لاس لا نا ارامه کېدم او په تلوسي به مې ستا لارې څارلې. زما دا نا ارامي ،دهغه جيبي ساعت نارامۍ ته ورته وه ،چې ستا په جيب کې به شپه او ورځ د زړه پر سر درته پروت و، خو تا به په څلورويشتو ساعتو کې يوازې دوې يا درې ثانيې هغه ته کتل. خو زه ستا په اړه په هر څه پوهېدم. زه ستا له ټولو عادتو سره بلده شوم. ما ستا ټولې نکټايانې او دريشيانې پېژندلې، ماستا ټول ملګرې پېژندل او حتى کولاى مې شول تاته ووايم چې کوم يو تاته څومره نږدې دى. ما ،ستا ملګري دځان لپاره په څو ډلو بېل کړي و، يوه ډله دې هغه ملګرې وو چې زما خوښېدل او نور هغه وو چې ما کرکه ترې لرله. له ديارلس کلنۍ نه تر شپاړلس کلنۍ پورې زه په تا کې اوسېدم ،په تا ژوندي وم. اخ اخ ، ته نه پوهېږې چې ما څه حماقتونه نه دي کړي. ما ستا د دروازو ټول هغه لاستى چې ستا منګولې پرې لګېدلې، ښکلول. ما ستا دسګرټ هغه، هغه پاتې شونکي چې تا به لرې اچول راټولول او مچول به مې. هغو ماته د مقدساتو بڼه پېدا کړې وه ،ځکه هغه ستا پر شونډو لګېدلي وو. هر ماښام او ماخوستن به ما په سلګونو وارو، په بېلوبېلو پلمو له کوره کوڅې ته منډې وهلې او کتل به مې چې ستا په کومه کوټه کې څراغ لګېږي او په دې توګه به مې ځان ته قناعت ورکاوه چې ته په کور کې يې.

       زه ستا د سرګرميو په وخت كې له ځانه بې ځانه كېدم . هر وار به چې ما كومه ښځه ستا له كوره د ښكته كېدو او وتلو په حال كې ليدله  ، نو زما زړه به له ډاره ورانېده . هر وار به  زما ژوند په دې حال كې لكه يخ وهلې اوبه خپله مانا له لاسه وركوله. له ډېرې خواشينۍ نه به لكه مار په كور كې ګرځېدم. دې ډار زما دا خيال لادوچنده كولو چې مور مې زما په سترګو كې د هغه دايمي درد نښې ونه لولې چې له ورځنۍ مايوسۍ نه ما ته پېدا كېدلې.

زه پوهېږم دا ټولې د خندا وړخبرې دي چې زه يې تا ته كوم ، بايد زه پرې شرمېدلې واى ، خو داسې نه ده . ځكه د هغه ماشمتوب له مينې نه وروسته ،هېڅكله زما كومه اورنۍ مينه پېدا نه شوه. ته داسې فكر مه كوه چې زه څنګه دومره زياته ستا په اړه غږيږم. زه كولای شم په ورځو ورځو په دې اړه وغږېږم ، چې څنګه زما د هغه وخت ژوند ته وې او زه څنګه بې له تا ليونۍ ليونۍ وم .

هغه هم دا ټول په داسې حال کې و چې تا ان  په څېرې هم نه پيژندلم.ځكه هر وار چې به په زينو كې ته په مخه راتلې ،ما  به سترګې او سر ښكته اچول، ځكه ستا د سترګو له اورين غلچك نه مې ځان ژغوره او په څنګ تېرېدم .په دې شېبه كې به زه هغه چاته  ورته وم چې له بل شوي اورنه غواړي ځان اوبو ته واچوي. زه كولای شم په ساعتونو،ساعتونو ،په ورځو ورځو تا ته هغه تېر هېر كلونه درياد كړم . کولای شم تاته ستا د ژوند د ټولو كليزو بشپړ تصوير وباسم . نه  نه ، نه  غواړم ، تا په خپلو خبرو په تنګ كړم. نه غواړم تا په دې خبرو وځوروم. زه غواړم تا ته د خپل ماشومتوب د يوې ښې خاطرې په هکله يو څه ووايم . ما لاتر اوسه هېر ه كړې نه ده. هغه زما د ماشومتوب تر ټولو ستره او ابدي نيكمرغې وه . ګمان كوم ددې پېښې ،دپېښېدو ورځ، د يكشنبې ورځ وه . ته چېرته په سفر تللى وې او ستا نوكر، ستا د كور خواته په زينو كې يوه قالينه كشوله . د هغه بوډا لپاره دا ګرانه وه . ښه ورنږدې شوم ، ما زړه نا زړه ځانته اجازه ورکړه  او ورته ومې ويل :

– نه غواړﺉ چې مرسته درسره وكړم ؟

 هغه په داسې حال كې چې تعجب يې كاوه او حيران و، زما د مرستې هيله يې ومنله . اوس نه شم کولای دهغه څه تصوير وباسم چې ما هلته وليدل. زه ستا كور ته ننوتم. ما هغه نړۍ وليده چې تا ژوند په كې كاوه. ما ستا د ليكلو ميز او پر ميز پراته قلمونه او كاغذونه وليدل . هغه ميزچې ته به يې تر شا كيناستلې. پر هغه ميز په يوه شنه بخون كريستال ګلدان كې ګلان ايښي وو.ستا د كور ، هغه المارۍ چې ستا كتابونه يې په غېږ كې نيولي وو. ټول ما په يوه غلچك ، په يوه منډه او د سترګو په رپ كې تر سترګو تېرې کړل، ځكه په دې پوهېدم چې ستا نوكر به ما ته هېڅكله اجازه رانه كړي چې دا ټول شيان له نيږدې او په ځير وګورم . هر څه چې و ،ما په همدا يوه غلچك ،ستا د ټول ژوند او كور حالت خپل كړ. دې كار ستا په اړه زما خيالونو ته يو څه روحي تسل راكړ. هغه زما لپاره په رڼواو په خوب كې ستا د خيالونو الهام شو.دغه دسترګود رپ پېښه زما د ماشومتوب د نيكمرغيو تر ټولو ښه نيكمرغي وه.

ما ځكه وغوښتل دا خبره تا ته وكړم ،نه  يوازي ددې پېښې په اړه  بلكې د هغې وحشتناكې پيښې په اړه مې غوښتل څه درته ووايم چې له بده مرغه  له دې  پېښې نه وروسته ډير ژر پېښه شوه. لكه هغه شان چې ما تا ته وويل ما ستا په خاطرهر څه ته شاكړه . مور ته ، بل هر چا ته ، لڼده دا چې له تا پرته مې بل هېڅوك نه ليدل .

ما ليدل چې زموږ يو پوخ خپلوان سوداګر كله نا كله زموږ كورته راځي او خوشحاله په دې وم چې تر نيمو شپو به هغه زما له مور سره د زړه خواله كوله . زما خوشحالي به هغه وخت لا دوه چنده كېده چې همدا پوخ سړی به كله زما له مور او يا نورو خپلوانو سره سينما او يا تياتر ته لاړل او زه به يوازې پاتې شوم.همدا زما د يوازيتوب وختونه ،زما د نيكمرغۍ شېبې وې.هغه ځکه د نيکمرغۍ شېبې وې چې بې د چا له پوښتنۍ او خنډ نه به مې كولای شول ستا په اړه فكر وكړم . وغږېږم او له هر ځايه مې چې زړه كېده په تا پسې وګورم ، خو زما دغه نيكمرغي يوه ورځ  پاى ته ورسېده.دا هغه وخت پای ته ورسېده  چې مور مې ما ته وويل د هغې كوټې ته ورشم ،ځكه هغه غواړي  له ماسره د يوه مهم شي په اړه خبرې وكړي. زما رنګ سپين والوت . ګبڼۍ پسې واخيستم . زما زړه ورېږدېده او له ځان سره مې وويل  لکه چې مور راباندې پوه شوې ده ؟ . خو بيا مې هم يوازې او يوازې ستا په اړه فكر كاوه او بس. له موره پټ زما يوازينى پټ راز ته وې . دا هغه راز و چې زما زړه يې له ټولې دنيا او ژوند سره تړلی و. په هر حال له پېښې  نه تېښته نه وه ، مورته ورغلم ، خو د ورتګ سره سمدلاسه په دې پوه شوم چې مور مې خپله وارخطا ده، هغې ډېر په مينې مچ کړم .  دا هغه كار و چې دې به هېڅكله نه كاوه .بيا يې و نازولم  او بيا يې مچ كړم ،تر خپل څنګ يې كېنولم. په داسې حال كې چې تکه سره اوښتې وه د اوبو غړپ يې وكړ او وې ويل :

_  د دوی هغه كونډ او پوخ خپلوان چې كله كله به د دوی كره راته ، دې پسې ريباران راليږلي دي ، ما ستا د ژوند په خاطر هغه ومنله چې له هغه سره واده وكړم .

زما زړه لا پسې په درزا شو. رنګ مې لاژيړ شو، په تلوار او په ډېرې سختۍ  مې له هغې نه وپوښتل:

_ موږ به دلته پاتي كېږو كه بل چېرته به ځو؟

مور مې راته وويل :

_ نه موږ بل ښار ته ځو ، هغه ښار ته چې همدا سړى په كې اوسي . هغه هلته څو كورونه ،يو باغ او ډېرې ځمكې لري.

ما  نو نور هېڅ وانه ورېدل . دنيا پرما توره شپه او په سترګو مې تياره راخوره شوه ، څو ساعته وروسته چې لږ راښه شوم ، مور مې راته وويل :

– چې زه بېسده شوې وم .

هغې په خندا خندا راته وويل :

      چې څنګه مې سترګې راسپينې شوې وې او پر غولي رالوېدلی او تر ډيره  پورې بيسده وم.

پوهېږم ، نه شم كولای د هغه څه تصوير وباسم چې ما نا توانه ماشوم دلويانو په وړاندې څومره او څنګه ټينګار كاوه چې موږ له دې كوره ، بلې خواته نه ځو . ان اوس هم چې همدا پېښه تا ته ليكم ، زما لاسونه د هغې شپې په رايادېدلو رېږدي.  ما نه شو كولای خپل راز چاته ووايم ، زما ټينګار او مقاومت د لويانو پر وړاندې يو ډول سپين سترګي او بې ادبي برېښېده ،. تر دې زيات هېڅ چا نه غوښتل چې له  ما سره خبرې وكړي ، چا نه غوښتل له ما سره مشوره وكړي. هر څه زما په غياب كې فيصله كېدل . بل ښار ته د ليږدېدو په اړه خبرې هغه وخت كېدې چې زه به په كور كې نه وم  او يا به ښوونځي ته تللې وم . هره ورځ به چې زه كورته راستنېدم ، نو پام به مې شو چې د كور يو بل شی يا چا ته بښل شوی او يا هم خرڅ شوی دى . زما د سترګو په وړاندې زموږ كور ړنګېدو او له  هغه سره زما هيلې او ژوند هم د ړنګېدو خواته روان وو. بالاخره يوه ورځ چې زه كورته راغلم ،ګورم چې د كور ميز ، څوكۍ او المارۍ هم وړل شوي دي. په خالي كوټو كې د سفر له پاره دوه بكسونه او دوه نور لوی پېټي جوړشوي وو . داسې ښكارېده چې يو يې زما او بل يې زما د مور لپاره جوړ شوي وو. دې ټولو دا مانا لرله چې يوازې يوه بله او وروستۍ شپه همدلته تېروو او سهار وخته د بل ښار په لور په سفر خوځېږو. د همدې وروستۍ ورځې په رارسېدو زه په دې پوه شوم ،چې  له تا نه جلا زما ژوند هېڅ مانا نه لري او زه نه شم كولای بې له تا نه ژوند وكړم . ما به د ژوند په هغوزورونکو او خواشينو شپوكې څه عاقلانه فكر كړی وای ، هېڅ نه پوهېږم ،هغه وخت هم نه پوهېدم . كېدای شي د هغه تصور نور په ژوند كې هم نه شم كولای ، خو دومره مې ياديږي چې په كومه شېبه كې به مې مور له سترګو نه كومې خواته شوه ،نو  زه به بې له اختياره ، هماغه شان چې به مې د ښوونځي جامې په ځان كې وې ستا پلو، ستا د كور پلو دروخوځېدم . كوم نا اشنا قدرت او ارادې به ،زما له ارادې پرته ستا پلو ته درهڅولم ، خو زه هېڅ نه پوهېدم . خپلې مړې سړې او لړزېدونكې پښې به مې ستا د كور په لور در خوځولې . زه نه پوهېدم څه غواړم ،خو په زړه كې  به مې راوګرځېدل چې ستا په پښو كې درولويږم او درنه وغواړم چې ما په خپل كور كې د نوكرې په توګه وساتۍ او يا هم د وينځې په توګه . ډاريږم چې ته به اوس د يوې  ماشومې ديارلس كلنې نجلۍ په ليونۍ مينې  وخاندې .نو ماته تر هر څه او هر چا نه ګرانه ! كه ته پوهېداى چې زه په هغه ورځ ، په هغه لاره كې څنګه له ټولې ويرې او وحشته حيرانه ولاړه ومه . په هر حال د كوم نامعلوم قدرت په مرسته مې ګامونه چټك كړل ، په منډه ستا د كور زينو ته دروختم. داسې تصورمې كاوه چې لاسونه مې له نور ځان نه بېل كړي دي .

 دزړه سره !

 تر سخت اخ و ډب وروسته مې په ټول توان سره ستا د كور زنګ كيښكوده . له هغې شېبې نه تر ننه پورې زه ستا د كور د زنګ هغه اواز اورم چې زما د ګوتې تر كيښكېدو نه وروسته  راجګ شو  او هغه خاموشي يې ماته كړه چې ستا پر دهليز او زما پر زړه خپره وه. كله چې په ما كې ټوله وينه سره شوه ، كله چې زما زړه له خپل درز هار نه پاتې شو ، ټول ځان مې غوږ ، غوږ كړ او دروازې ته مې نيږدې كړ چې ته را روان يې كنه ؟ خو ته راونه وتلې ، هېڅوك راونه وتل . داسې ښكارېده  چې ته په كور كې نه وې او ستا نوكر هم كومې سودا پسې تللى و . ته پوهېږې چې ما به څه حال درلود؟ زما غوږونو ستا له مړه زنګه اواز غوښته  او هغه په چيغوچيغو ورته ويل چې ته نه يې . ته نه شې کولای تصور وكړې چې زه به په کوم حال كې بېرته ،خپل خالي كورته راوګرځېدم، خو دومره مې ياديږي چې پر كوم پنډ مې ځان ورواچواوه ، ځكه زه ستا له كوره تر راګرځېدو وروسته، چې زموږ له کوره څو ګامه لرې وو، تر هغه مزله چې څو ساعته په واورو كې ګرځېدلای واى زياته ستړې شوې وم  .ما ځان سره دا پرېكړه  كړې وه ، مخكې له هغه چې مور مې ما له دې ځاى نه بوزي ،تا د وروستي ځل لپاره وګورم ، له تا سره وغږيږم ، قسم خورم چې له دې پرته بل هېڅ شی زما په ذهن كې نه وو. اصلاً زه لا هغه وخت په بل هېڅ شي نه پوهېدم ، ځكه ما له تانه پرته دبل هېڅ شي په اړه فكر نه كاوه ، ما يوازې او يوازې غوښتل تا ووينم . بيا بيا تا وګورم اوله  ځان سره ستا  د نيږدېوالي احساس وكړم . ټوله هغه وحشتناكه ، اوږده اونه تيرېدونكې شپه زه تا ته سترګې په لاره وم . همدا چې مور مې بستر ته لاړه او زه پوه شوم چې وېده ده، زه ولاړم او د خپل كور د دهليز په هغه ځاى كې چې ستا کور ترې ښکارېده، ودرېدم او ومې ليدل چې ته راغلی يې او كنه ؟ زما دا انتظار ټوله شپه اوږد شو . د ژمى ټوله يخه او اوږده شپه . ډېره ستړې شوم او ستړيا ماته كړې وم . زموږ په كور كې آن يوه څوكۍ هم نه وه چې زه پرې كينم ، نو هماغه و چې زه د دروازې تر څنګ په دهليز كې په سړې ، لوڅې ځمكې  څملاستم . تردروازې لاندې ډير سوړ باد راته. ما ځان په كوم شړۍ كې هم نه ومروړلی ،  ځان ته مې پام شو چې په يوه نري كميس كې يم، ځكه ما فكر كاوه كه توده شم ،خوب به راشي او ستا د راتګ په وخت كې به ستا ګامونه وانه ورم. زه يو نا معلومه درد ځورولم ، پښې او لاسونه  مې زنګېدل ،.ځان مې لږ راټول كړ، ومې غوښتل چې لږ توده شم، پر ځان مې زور راوړ چې وېده نه شم . ټوله شپه سترګې په لاره وم، خو په پاى كې په هغو سړو كې زما د هيلې غوټۍ ګل شوې ، فكر كوم د شپې دوه كه درې بجې وې چې د لويې دروازې د خلاصېدوغږ مې تر غوږو شو او بيا په زينو كې د چا د پښو ګامونه واورېدل شول . په هماغه شېبه كې مې د شپې هغه ټول ساړه هېر كړل او توده توده شوم . ما په كراركرار د كوټې دروازه پرانسته  … اخ ما ماشومې مينې ، په هغې تورې شپې كې تصور نه شو كولای چې څه وكړم ،  ګامونه رانيږدې كېدل او د چا په لاس كې سګرت لايتر بليده ،خو زه همداسې د خپلې دروازې په خوله كې ولاړه وم او فکر مې کاوه  چې ايا دا ته يې او كه بل څوك؟

هو كې ګرانه دا ته وې ! ته يوازې نه وې . ما يوه نا ارامه موسكا او د وريښمو داوږده كميس غږ چې پر ځمكه ښوېده واورېده. ته يوازې نه وې ، ته له يوې ښځې سره كور ته راستون شوی وې.

نه پوهيږم څنګه مې وكړای شو چې زه دا شپه تيره كړم . تصور يې كولاى نه شم ، كېداى  شې ته يې تصور وكړې ، خو سهار په اتو بجو زموږليږدېدو او تګ ته هر څه چمتو ول او ما نورنه شو کولای د نورو د ارادې پر وړاندې مقاومت وكړم.

بيګا زما ماشوم مړ شو. زه به سر له نن نه كه ژوند وي ، كه قسمت وي، بيا يوازې يم . سبا ته به په تورو جامو كې پردي ، پردي خلك راشي، له ځان سره به يو تابوت راوړي او په هغه كې به زما ماشوم ، زما يوازينی او خوار ماشوم په ډيراحتياط او بې  له كومه احساسه كيږدي . كېدای شي زما ځينې ملګرې ، خورلنډۍ او خپلوان هم سره له ګلونو راشي چې پر هغه تابوت يې كيږدي ، خو د تابوت تر څنګه ګلان څه مانا لري ؟ له ما سره به خواخوږي وكړي ،څه ښايسته خبرې به وې،دا به  له ماسره څه مرسته وكړي . ځكه زه پوره په دې پوهيږم چې زه به بيا يوازې پاتې كيږم . دا ما هغه وخت احساس كړه چې زه له  مور سره لاړم ،له تانه لرې شوم او له شپاړلس كلنۍ نه تر اتلس كلنۍ پورې مې دوه كاله په دې اور كې تير كړل . ما د خپلې كورنۍ د غړو په منځ كې د يوې اسيرې په توګه شپې تيرولې . د كورنۍ غړو تل هڅه كوله چې زه خپه نه شم او مور مې تل زما پر وړاندې د يوې سترې ګناه احساس كاوه او تل يې زيار ويسته  چې داسې يو نوي څه وكړي ، يو څه پېدا كړي چې زه پرې لږ خوشاله شم. هغې زما ټولې غوښتنې منلې ، آن زما تر مخې به يې د نويو زلميانو كيسې كولې او هغوی يې له ما سره پيژندګلوﺉ ته نيږدې كول . دا ټول ما ته بې مانا وو ، ما نه غوښتل چې زه نيكمرغه شم . ما نه غوښتل داسې خوشالي مې په برخې شي چې تا رانه هېر كړي، ما تل لاسي زيار ويسته  چې ګوښی  او د يوازيتوب ژوند ولرم . هر ډول نوي كالي به چې ما ته اخيستل كېدل مانه اغوستل ، ما نه غوښتل كنسرت ، تياتر يا سينما ته و لاړه شم . ما نه غوښتل له همزولو سره په ميلو کې ګډون ولرم. لنډه دا چې تقريباً زه له كوره نه وتلم  .

     پوهيږي ګرانه!سره له دې  چې ما په هغه واړه ښار كې دوه كاله ژوند وكړ،زه نه شم كولای ووايم چې زه ددې ښار لس كوڅې هم پيژنم . ما له ځان سره وير جوړ كړی و.ما غوښتل ويرجنه واوسم  او دهرغمجن څاڅكې  نه مې د ځان د ډوبېدو لپاره درياب جوړوه . ددې ترڅنګ ما نه غوښتل څوك زما غم غلط كړي . ما نه غوښتل څوك له مانه دغه غمجنه مينه واخلي. ما غوښتل تل په تا كې ژوند وكړم . زه به په كور كې يوازې ناسته وم، ټوله ورځ به مې هېڅ نه كول. يوازينی كار مې ستا په اړه خيالونه و. بيا ، بيا  به مې ستا ډيرې وړې خاطرې رايادولې ، ټولې هغه ليدنې او غلچكونه او ټول هغه انتظارونه . ما ټوله  ورځ ستاله له خوږو او ترخو يادو سره لوبې كولې . ما په بې پايه توګه هغه بې سارې شپې په وار وار سره تكرارولې او خپل ماشومتوب مې داسې روڼ رايادوه  چې ګواكې پرون تير شوی وي .

په هغه كلو كې زه ستا په يادو ژوندۍ وم، ما له تا سره ژوند كاوه ، ما ستا ټول كتابونه راونيول ، خو كله به چې په كومه خپرونه كې ستا د نوم يادونه شوې وه ، دا به زما لپاره لوی اختر و. ايا پوهېږي؟  ايا ستا باور راځي چې ما ، ستا ټول كتابونه له ياده زده وي؟ ما ستا هر كتاب په وار،وار سره لوستلی دی.كه چا كومه ورځ نيمه شپه له درانه خوبه راويښ كړې وای او ستا د كوم كتاب كومه برخه يې راته لوستلې وای ، ما به په پوره ډاډ سره له كلو كلو وروسته نه يوازې د كتاب بلكې د كتاب مخ او پراګراف هم ورته ويلی وای . ستا د كتابونو هره كليمه زما لپاره د مقدس كتاب د تورو او يا لوړ کتاب ارزښت درلود. زما له پاره ټوله نړۍ ، له تا سره په اړيكو كې پرته وه .ما د خپل ښار د ورځپانو ټول اعلانونه لوستل چې كوم كنسرت ، كوم سندرغاړی ، كوم شاعر كله او چېرې ، په كوم ورځ ستا خوښيږي . هر چېرې به مې چې پېدا كړل ، ما به تل په خيال كې ستا بدرګه كوله . ما به په خيال كې تصور كاوه چې دادي ته راورسېدې ، دادي ته سالون ته ننوتلې،دادي ته پر خپل ځاى كېناستې . په زرګونو واره مې كولای شول دا ټول تصور كړم ، ځكه ما يوازې يو وار په يوه كنسرت كې ته ليدلی وې . زه نه پوهيږم چې زه د خپلې دې نا ارامه او روحي شكنجې د حالت غمجن كيسې ولې ليكم ؟ زه تا ته ولې د خپل يوازيني ماشوم تصوير باسم چې بيګا مړ شو ؟ دا د هغه غم كيسې دي چې په ټول ژوند كې چا د هغه تصور هم نه شو كولای.

خير ، زه چې د اوولس ، اتلس كالو شوم په كوڅو او لارو كې زلميانو او نارينو سترګې رااړولې ، خو دې كار زه د نورو پيغلو په شان نه يوازې نه خوشالولم ، بلكې زما د كوم نا اشنا ځورېدو سبب هم كېدله .له تانه پرته  مينې او يا د مينې كيسې زما له  پاره هېڅ مانا نه لرله. د عمر په تيرېدو له  تا سره زما په مينه كې هېڅ ډول بدلون رانه غلو .هغه د پيغلتوب په رارسېدو سره لا لمبه شو، ښځينه شو او په ما كې يې د داسې ليونتوب احساس را ژوندي كړ چې نه شم کولای هغه دلته بيان كړم . داسې ليونی احساس چې بې ارادې ستا  دروازې ته درغلم او غوښتل مې تا ته ووايم، واخله زه ستا يم ، ټوله ستا.

ټولو هغو كسانو چې هره ورځ له ماسره لاس وګريوان وو ، زه ډارنه ، كم زړه او وحشي ګڼلم ، خو ما په دايمي توګه خپله خوله ګنډلې وه او په هغې مې لاس ايښى و.  ما د خپلې مينې له راز نه د زړه په كور كې يو داسې معبد جوړ كړی و، چې زه يې ځانته سجدې ته هڅولم . هوكې په ما كې د يوې بې پايه حوصلې د زړو ريښو وده كوله . زما ټول تفكر او هڅه يوازې او يوازې د يوه شي لپاره وه . هغه بيرته خپل ښار ته ستنېدل ، يعنې تا ته ستنېدل . دې ارمان ته درسېدو لپاره ما هر ډکي ته لاس اچاوه. ما څه دعاګانې چې نه كولې . دې حالت زما كړه وړه له ورځني او معمولي حالت  نه ويستلي وو. زما پلندر چې ښه بډايه سړى و، خداى ښه اخلاق وركړي وو، ماته يې د خپلې لور په سترګه  كتل ، خو ما به د هغه له مرستونه تل انكار كاوه او ويل به مې چې زه  غواړم ځان ته خپله هر څه وګټم . څه به دې سره خوږوم ، پس له ډيرو ځورېدو، زما يوه هيله تر سره شوه. زه  خپل پلرني ښار ته راغلم . زموږ د يوه خپلوان په مغازه كې مې په كار پيل وكړ او هغه ته مې كالي ګنډل .

نه پوهيږم تا ته به څومره په زړه پورې  وي چې زه تا ته د هغه مني، د خړ ، تياره ،ژيړ او ساړه  ماښام كيسه بيان كړم . د هغه نه هېرېدونكي ماښام چې زه بيا خپل ښار ته راورسېدم . له رارسېدو سره سم مې خپل بكسونه په يوه تحوليخانه كې كيښودل ، د هغو موټروو تم ځاى لور ته مې مخه كړه ،چې ستا او زموږ د كور خواته نېږدې وه . هېڅ مې نه ياديږي چې زه به څنګه سرويس ته ختلې يم ،خو په دې پوهېدم چې له يو تمځاى بل ته رسېدل  پر ما لكه مياشت چې تيريږي . په پاى كې زه ، كورته ورسېدم . مخكې له هغه چې خپلو كړكيو ته وګورم ،لومړى مې ستا كړكيو ته وكتل ، بريښنا په كې لګېدله. دهغه په ليدو زما ګوګل ته تودوالى راغى. يوازې ستا د كور په ليدو هغه سوړ او بې روحه ښار ، له خپل ټول بې مفهومه شر وشوره سره ماته ژوندی ښكاره شو. په ما كې هم له دوو کلونو وروسته سا وغړېده . ما ، ته ځانته ډير نيږدې احساس كړې . له هغه سره سم مې داسې تصور وکړ چې د هيلو غوټۍ مې غوړېدونکي دي . ته پوهيږې كنه ؟ چې لريوالي ، غرونو، دښتو ، غونډيو او بارانونو ونه شو كولاى تا له ما نه لرې كړي او بيا داسې شېبې رارسېدلې وې چې زه ستا تر كړكۍ لاندې ولاړه وم او يوازې يوې تشې هيندارې ته زما له مړاوو كتو او سرګردانه غلچكه لرې كړی وې . زه بيا د خپل ماشومتوب د وختونو د كور مخې ته ولاړه ومه او پاس مې كتل ، له كړكيو نه بريښنا سترګکونه وهل ، خو زما لپاره دې ټولو ددې معنٰى لرله چې زه ټوله دنيا ګورم . پوره دوه كاله زه دغه شان يوې ورځې او ساعت ته سترګې په لارومه . ټول ، سوړ ، اوږد او خړ ماښام ستا تر كړكۍ لاندې تر ډيرې ناوخته پورې ولاړه وم ، خو ستا د كوټې څراغ مړ نه شو . يوازې تر هغه وروسته چې له كور او د ماشومتوب له يادونو سره مې دېدن وشو ، زه د خپل نوي كور په لور وخوځېدم او د هغه په  لټه مې پيل و كړ.

هر ماښام به زه همدا شان ستا تر كړكۍ لاندې په ساعتو ، ساعتو ودرېدم . هر مازيګر به تر شپږو بجو زه په خپل كار كې وم . هلته كار ډير دروند ځوروونكي او ګران و ،خو زه دې نارامه او زړه بوګنوونكي حالت ته خوشاله وم ،  ځكه  چې يوازې همدې حالت كولی شول ما له هغه روحي درد نه لرې وساتي  ،چې زه يې دننه په ګوګل کې ځورولم . هره هغه شېبه به چې زه له دې كړاو نه خلاصېدم ، په منډه به مې ستا د كور لور ته منډې وهلې . په هغو ورځو شپو كې زما يوازينۍ هيله دا وه چې له تا سره مخامخ شم او له نيږدې دې وګورم او له کوم زړه وړونكي درد نه خوشاله شم ، ځكه له تاسره كتنه او يا ستا ليدل زما يوازينۍ هيله وه.تر يوې اونۍ وروسته مې بالاخره ته وليدې ، البته بلكل تصادفي ، داسې چې مايې هېڅ انتظار نه درلوده .زه ستا كور ته نيږدې ولاړه وم ، ستا د كور د كړكۍ خواته مې كتل ،په دې وخت کې ګورم  چې ته د مخامخ سړك ،له څلور لارې راتېرېدې . ستا په ليدو له ما نه ديارلس كلنه نجلۍ جوړه شوه او دا مې ښه احساس كړه چې څنګه مې توده وينه ،له زړه نه ځان زما غومبورو ته رسوي .هڅه مې وكړه چې خپلې سترګې ستا له ويشتونكو سترګونه وژغورم . سر مې ښكته واچواه او په کراره  ستا له څنګه تيره شوم . وروسته له دې نه چې مې ځان له تانه ژغورلی و،خپله له ځان سره ډيره شرمېدمه . ته خوپوهېږې چې ما څه غوښتل . ما غوښتل چې تا وګورم  او  ته ما ووينې ، ما غوښتل چې له څو كاله تورو تيارو او ځورونكو شوګيرو وروسته ، ته ما وپيژنې ، ستا ما ته پام شې او ته ، ته په ما مين شې  .سره له دې چې ما ډير وخت په ورځو ورځو ، په واورو ، بادونو اوبارانو ، سړو او تودو كې ،ځان  ستا لارو ته ،ستا د راتګ لاروته برابروه ،خو ستا ما ته پام نه كېده. كله كله داسې هم كېدل چې زه به تر نيمو شپو پورې ستا د راتلو په لارو كې پاتې كېدم  ،خو ستا پته به نه وه . كله به برعكس ته له خپلو انډيوالانو سره ، له خپل كوره راووتلې . څو ځلې خو مې له ښځو سره وليدې ، د همدې ښځو له ليدلو پوه شوم  او دا مې احساس كړه، چې نور نو زه د ښوونځي د يارلس كلنه نجلۍ او زده كوونكې نه يم .زه سخته ځورېدم . د مينې درد او  بې پايه رخه مې احساسوله . دا زما په ټول ژوند كې يو نوی او زورونكی احساس و ، داسې احساس  اوداسې درد چې زما زړه يې ځورولو. داسې يو رنځ چې له تاسره د ښځو په ليدو ماته پېداكېده ، خو له  تاسره د ښځوليدل زما لپاره يو نوی او ناڅاپي كار نه و ، ځكه زه لا له وړكتوبه په دې پوهېدم چې بې له ښځو ستا ژوند نه كيږي . هو كې دې ټولو خبرو په ما كې  ناعلاجه دردونه راويښول ، په ما كې يې رخه را ويښوله  ، په ما كې يې دغچ اخستلو يو نامعلوم احساس راژوندى كاوه. يوه ورځ مې د ماشوموالي د عمرونو په ياد د ماشومتوب د وختنو په څېر ضد وكړ، له ځان سره مې وويل، چې نور نو ستا د لارو او سيمو خواته نه درګرځم  ، خو ته نه پوهيږې !چې هغه ماښام او هغه شپه په ما څنګه تيره شوه ، څنګه بې خونده او څنګه بي مانا. څنګه ما ځان بې كسه او په وحشت كې احساسوه . بله ورځ بيا زه وم بيا هماغه خواشيني ماښام او ستا د كور كوڅه . (باز روز امد به پايان شام دلګير است ومن) بيا زه ستا د كور تر كړكۍ لاندې ولاړه وم  او ستا لارې مې څارلې . په هغه ورځ ما ځان داسې انګېره چې ګواكې ،زه ټول ژوند ، ستا د ژوند ته، هغه ژوند ته، چې ماته له هېڅ خوانه ، هغه ته دورتګ لاره نه وه ،په تمه ولاړه وم.

هوكې ګرانه! هغه هم يوه ورځ وه چې په پاى كې ستا ماته پام شو، ما ،ته له لرې وليدې . په ټول قوت او ارادې مې دا پريكړه وكړه چې هرومرو بايد سترګې په سترګو شوو . په هماغه شېبه كې هلته ، په هماغه لاره كې ،ناڅاپه ګڼه ګوڼه جوړه شوه ، ما په دې ګڼه ګونه كې ځان داسې برابر كړ چې تا ته نيږدې شم ،هېڅ مې پام نه شو چې په كومه شېبه كې تا ماته وكتل ، ستا حواس ډير ګډوډ وو.په هماغه حالت كې ، د سترګو په رپ كې ، سره سترګې په سترګو شو او ستا په سترګو كې ما ته اشنا نښې راڅرګندې شوې ، ما ته په هغو كې پيژندل شوى يادونه راياد شول . ته نه پوهيږي ، دا يادونه او دا نښې زما لپاره څومره ويرونكي او وحشتناكه وو. هغه غلچک، هر چا ته بښل شوی ، هغه يوازې ښځو ته پېدا شوی ، تاند ، هوسناكه ، هم مهاله غيږ نيوونكی، لذت بښونكی لاسبری غلچك چې زه له ماشومتو به ورسره بلده ومه ، چې زه يې له ځانه بې سده كړې وم، چې زه ديارلس كلنه نجلۍ يې پر ځان مينه كړې وم ،چې زه يې تر ليونتوبه رسولې وم ، دا وار غلچك نه و ، هغه ستا ما ته مخامخ كتل و.هغه ،ستا کتل، ما ته مخامخ او روحاً غيږ په غيږ ولاړ و. ستا كتلو زه ځاى پر ځاى درولې وم . ما نور نه غوښتل ، كه مې نه شو كولای چې له ځايه وښورم . په همدې شېبه كې چې ته رانيږدې شوې ، په رښتيا هم چې زما زړه په همدې شېبه كې يا درېدلی و ، يا هم بې ځايه شوی و. زه چې له حيرته لكه بت داسې پاتې شوې وم. نور مې نه شو كولای وخوځيږم . په ذهن كې مې پريكړه وكړه چې تا ته لاره پريږدم ، ته هم ناڅاپه ودرېدې او ما ته دې راوكتل . ما چې ستا سترګو او حالت ته پام شو، پوه شوم چې زه دې ونه پيژندم . تا ، نه په هغه ورځ او نه پس له هغه ، لنډه دا چې تا هېڅكله زه ونه پيژندم .

 ـ ما ته ګرانه! هېڅ نه پوهيږم د هغې شپې حالت او مايوسي تا ته زه څنګه څرګنده كړم ؟ څنګه يې درته ووايم چې ته پرې پوه شي ؟ ما په هماغه شېبه كې د لومړي ځل لپاره ، هغه څه وازمويل چې قسمت زما په برخه كړي و . وبښه چې قسمت زه ورپورې وهلې وم ،څو په دې پوه شوم چې زما په اړه ستا پوهه او پيژندګلوي دومره وه ، چې هېڅكله به ما ونه پيژني ، هېڅكله څه چې تر مرګه به هم ما ونه پيژني ، خو برعكس ،ما ته هېڅ هېرولی نه شوې. ايا ته به په دې پوه شوی وي  او كنه ، په هغو دوو كلونو كې چې زه په بل ښار كې وم ، ته مې تل په خيالونو كې ګرځېدې  او تل مې په خيالونو كې تصويرولې . ما ځان ته ستا رنګا رنګ تصويرونه ايستل ، ټول خيالي او د جنتي لذت تصويرونه .كله ، كله به مې د هغو د ناامېدۍ اړخونه هم انځورول او داسې به خيال ته راتلل چې ته رانه مخ اړوې او زه به تر ډيرو شېبو پورې ويرجنه ، نا امېده او خوابدې وم. ځكه په دغو حالاتو كې يعنې د خواشينۍ او وير په حالاتو كې زما رنګ او څېره د كتلو نه وه . تا به په سپکاوي ماته كتل ، ځكه زه به ډيره نا ښکلې ښكارېدمه ، خو ما به په تصوركې هڅه كوله چې دغم ، نا ارامۍ اوستا د بې پروايۍ او سوړوالي نښې د ژوندپه هغو سختو شرايطو كې هم په ځان كې پرې نه ږدم . ما ستا دې بې مهرۍ او پرديتوب ته په خپل ذهني ما حول كې ځاى نه وركاوه … خو يوه شي ډيره زورولم او  هغه دا چې هېڅكله  هم ستا ماته پام نه را اوښت ،مګر اوس خو زه پوهيږم اصلا دا ته وې چې دادې رازده كړل ، ځکه چې د نجلۍ يا ښځې څېره څومره د نارينوو له پاره غولونكې ده او يا هم اكثراً د هغو څېره د هغو د مينې ائينه ګرځي ، د هغو د شوق او محبت ائينه هم ماشومانه وي او معصوميت په كې ليدل كيږي، يا خو د كومې روحي ستړيا څرګندونه كوي. خو هر څه چې وي دغه ټول په دې څېرو كې دائينو په څېر ژر پېدا كيږي او په هماغه چټكۍ  وركيږي . نو له همدې امله  د نارينو لپاره تل ګرانه ده چې ښځې وپيژني. که د ګلونو لوبه د هغو په څېره كې درنګونو ځاى بدلوي، كه د هغو په څېرو كې د ژوند ارمانونه د رڼا او تيارو برخې بې ځايه كوي. او يا كه كالي د هغو لپاره بېله دنيا برابروي ، دا ټول د دوی په ګټه وي.رښتيانی عاقل هغه څوك دى چې خپل قسمت يې راسپړلی وي، خو زه لا ددې لپاره ډيره حيرانه وم چې وکولای شم تا هېر كړم . په تيره بيا چې پرله پسې مې ستا په اړه فكر كاوه ، ما هم همداسې ګڼله چې ګواكې ته هم زما په اړه هماغه شان فكر كوې لكه ما چې ستا په اړه كاوه.  تر دې لا زياته  دا چې ما داسې ګڼله چې ته هم تل ما ته سترګې په لار يې . نه پوهيږم څنګه به ما ژوند كولای  كه زه خبره وای چې زه ستا لپاره د يوې نرۍ ريښكۍ په اندازه هم ارزښت نه لرم او يوه كوچنۍ مرغۍ يم. كه څه هم زما دا حالت ستا لپاره يو احساساتي كار و او ما ته داسې وبرېښېده چې تا ته هېڅ شې نه دريادوي، ما داسې وګڼله چې ما او تا د يوې نرۍ ريښكۍ په اندازه هم كوم شې نه سره نه نښلوي . دا زما لپاره د لومړي ځل لپاره يوه نه هېرېدونكی او وژونكی ګوزار و ، چې ما ته خپل تقدير را په برخه کړی و.

تا په هغه وار زه ونه پيژندلم ، خو كله چې تر يوې اونۍ وروسته تا بيا زه وليدم ، كتل دې اشنا و ،مګر تا بيا هغه څوك زما په سترګو كې ونه ليدل چې ته ورته ګران وې ، بلكې ستا يوازې او يوازې يوې اتلس كلنې نجلۍ ته پام شو او هغې ته دې په ځير ځكه وكتل چې تا دوه ورځې مخكې هم هغه همدلته ليدلې وه.

تا ماته په داسې حال كې چې تود سلام دې کاوه او نرې مسكا دې پر شونډو خوره وه، په حيرانۍ وكتل .ته بيا هم د تير وار په شان زما له څنګه تير شوې او ګامونه دې كرار كرار نرمول . زه ريږدېدم او خداى ته مې زارۍ كولې چې  راسره وغږيږې .

په همدې شېبه كې په دې پوه شوم چې زه ستا له پاره يو څوك يم،  زه هم بې له هغه چې څه وكړم كرار كرار تلم ، ما ناڅاپه  احساس كړه چې ته راپسې را روان يې. بې له  هغه چې شاته وګورم ،زه په دې پوه وم چې ته پر ما غږ كوي ، اوس به زه ستا خوږ غږ اورم ، نيږدې و چې له ا نتظاره مې ساه وخيژي ، نيږدې و چې چور پر ځاى ودريږم ، خو ته رانه مخكې شوې او  دخپل عادت مخې دې له ماسره په خوشالۍ ، د يوه پخواني پخواني ملګري په څېر خبرې پيل كړې . اخ ، اخ  ! داسې ښكارېده چې تا دې هېڅكله زما د ژوند په اړه هېڅ اورېدلي نه وې او په هېڅ نه پوهيږې . تا په داسې معصوميت او بې چارګۍ له ماسره خبرې پيل كړې چې ما کولای شو په ډيرې زړورتيا ستا ځواب ووايم. موږ ستا تر کوڅې پورې ورسېدو اوهلته ته رسېدو سره سم تا ما ته وويل:

– نه كيږي چې ماښامنی په ګډه سره وخورو ؟

ما چې د دې هيلې دنه منلو توان په ځان كې نه ليده په چټکۍ درته وويل: ولې نه !

نه پوهيږم ستا به ياديږي او كنه ؟ ما او تا په يوه داسې لوى هوټل كې ماښامنۍ وخوړه، څنګه ياديږي دې ؟ اخ ، اخ نه ستا كله ياديږي ، هرومرو ستا نه ياديږي ،ځكه ستا خو دا يو ماښام نه و، چې هلته له كومې پيغلې سره ماښامنۍ تيروې او ما چې هم له  هغو  نورو ښځو نه كوم ځانګړی توپير نه درلود چې له تا سره به دې هوټل ته راتلې ، نو د تا به زه څه په  ياد وم . زه د يوه داسې اميل د لړۍ په څېر چې په سلګونودانې يې درلودې ، يوه دانه ومه ، داسې دانه  چې تا نه شو كولای هغه له يو بل نه توپير كړې . زه هم نه پوهيږم چې څه شي کولای شول ما تاته درپه ياد كړي . ځكه په هغه ورځ تقربياً زه هېڅ نه غږېدمه. دا زما لپاره ډيره لويه  نيكمرغي وه چې ستا تر څنګه ناسته او ستا غږ مې اورېده .زه ډارېدم  چې له تا نه پوښتنې وكړم ، ځكه ما نه غوښتل ، هغه زرين وخت په تشو خبرو له لاسه وركړم چې خداى راپه برخه كړی و. ما تر ډيره وخته له خداى نه شكر كولو چې څنګه مې هغه، هغه هيلې په ګل راته بدلې كړي دي چې ما كلونه كلونه د هغو ګل كېدل غوښتل.ته بې له هر ډول تشريفاتو او تكلفه خوشحاله، خواخوږی، نيږدې او مهربانه وې. هغه زموږ د كتنې له لومړۍ شېبې نه ته له ما سره داسې مينه ناك، مهربانه او خواخوږی وې،  كه زه له پخوانه ، له څو كلونه ، له ټولې هستۍ سره ستا ،له دې کړو وړو سره اشنا نه وای او ته مې نه پيژندلای، تا به بيا هم په همدې ورځ زه خپله كړې وای . اخ ،اخ ته خو نه پوهيږې او تصور يې هم كولای نه شي، چې څه ستر پرتمين تصور ته دې د هستۍ او واقعيت رنګ وركړ. تا زما پنځه كلنې هيلې نه يوازې ونه غولولې بلكې هغوی ته دې شين چمن تاند كړ.

ډير ناوخته شوې وه،خبره له نيمې شپې هم اوښتې وه ،چې د ډوډۍ د ميز له شانه يوځای ،ګډ او په مسكا راپاڅېدو، له هوټله د وتو په شېبه كې تا راته وويل چې په ما خو به ناوخته شوې نه وي ؟ ايا د نور وخت امكان هم لرم كنه ؟ ما نه شو كولای د خپل زړه خبره او هغه له تاسره پاتې كېدل و له تا نه پټه كړم. اصلا هغه د پټېدو نه وه . سمدلاسه مې تا ته وويل چې تر اوسه لا وخت شته دى . تا د دې ځواب په اورېدو د يوې ساه په اندازه، صبر او تعجب وكړ او په چټكۍ دې وويل چې :

نه شئ كولای له ما سره لاړشې چې دخپل  زړه خوږې خوالې ته دوام وركړو؟

زه اوس ستا د تعجب په علت پوهيږم ، ځكه ښځې خو تل خپل احساسات پټ ساتي ، آن په هغو شېبو كې هم دوی خپل راز پټ ساتي چې د مينې او تسليمۍ اور يې په زړه كې بل وي. هغوی تل د انكار لپاره بېلابېلې پلمې لټوي ،هغوی،لكه د وخت نه درلودل ، خوب ورتګ ، نابلدتيا ، په كور كې انتظار ، د خپلوانو نه اجازه او په لسګونو نورې پلمې کوي. دوی يوازې هغه وخت د رضايت غاړه ږدې چې ډيرې زارۍ، قسمونه او يا هم تشې وعدې واوري. ستا دغه شان بلنه چې ما ومنله معمولاً يا  يې هغه نجونې مني چې مينه يې په  يو كسب و كار بدله كړې وي او يا هم هغه نجونې چې ډيرې بې تجربې او يا هم ډيرې ځوانې وې ، خو زما د هو  ويل دځواب په اړه به تا فكر كړی وي او كنه ؟ تا به څه فكر كړی وي، زه درته وايم :

 اول خو دا زما اراده وه. بل دا چې دا د هغو زرګونو ورځو له خفګان نه ځان ژغورل و چې ما ستا له غمه يوازې تيرې كړې وې. په هر حال ته له دې نه په حيرت كې وې چې ما ولې له تا سره دومره مينه ښودله . زما په يوه شېبه كې دې ته پام شو چې ته ، په ډيرې حيرانتيا له ځانه  دا پوښتنې کوي ،له ځان سره دا وايي: چې دا جړه غوټه او نه حل كېدونكې معما ،په دې ځوانې ،بې پروا او هممهاله مهربانې پيغلوټې كې څنګه راټول شوي دي . په تا كې د حيرانتيا ، پوهېدو او  درك  احساساتو څپې وهلې او زه ستا له ډيرو احتياطي او لرې لرې پوښتنو نه په دې پوه شوم چې غواړې په دې معما پوهه شې، خو سر دې نه پرې خلاصېده. ما هم له سپينو او دقيقو ځوابونو نه ځان ژغوره. ما غوښتل چې تا ته ساده او چوره ليونۍ ښكاره شم، خو له خپله راز دې خبر نه كړم .

بالاخره موږ ستا د كور زينو ته وروختوو . ګرانه ! نه شم کولای هغه شېبه تا ته تصوير كړم . نه پوهيږم ته به پرې پوهيږې كنه ؟  كله چې زه ستا د كور په کوڅه دروګرځېدم ، کله چې ستا د كور په زينو ختلم ،زه د نيكمرغۍ په كوم مست سيند كې ، څو واره ډوبه راډوبه او بيرته راپورته شوم . ما ته حتی همد اوس د هغو شېبو رايادول  له خوښۍ نه ژړا راوړي.مګر اوس خو زما اوښكې نه شته . ته فكر وكړه چې زه ستا د كور مخكې ولې هسې شوم؟ ولې په هغه حال شوم؟ نه دا ټوله مينه نه وه . په هغه كې  زما د ماشومتوب ، خوښۍ او غم يادونه هم وو. ته پوهيږې كنه چې د هغه ځاى هره لويشت زما لپاره د يادونو زانګو وه. ستا د كور ګرځني، دا هغه ځاى و چې ما په زرګونو واره هلته ستا د راتلو لارې څارلې وې .

ستا كور ته ختونكې زينې، دلته هغه ځاى  و چې ما به ستا د ګامونو د اواز غږ ته غوږنيولی و ا. هغه غږ ستا د راتلو زيری و او بالاخره دا هغه ځاى و چې ما د لومړي ځل لپاره ته هلته ليدلی وې .په همدې دهليز كې زموږ د كور د دروازې هغه لرليد راخلاصېدو چې ما به ستا تګ او راتګ په كې څار. دا هغه سوری و چې زما روح په اسانۍ سره له هغه نه تا ته ځان رساوه … زما د ټول ماشومتوب ، زما د هغه وخت د شوقونو او سركشو هيلو ټولې خاطرې په همدې كوچني لڼد او تنګ ماحول كې له ورايه انځور شوې وې. لنډه  دا چې زما ټول ژوند همدلته پناه اخيستې وه او دلته اوس زما په راښكاره كېدو سره ټولو په يو وار او يو ځاى لكه خونخوار لښكر پر ما يرغل راوړ . ته پوهيږې   چې زه له تا سره  ستا تر څنګ روانه وم. ستا د كور پر لور ،زما د كور پر خوا، دا لومړی ځل و چې د څو كالو له  ليوني انتظار نه وروسته موږ ګډ اوږه پر اوږه سره روان وو. ته لږ فكر وكړه دا ظاهراً ډيره ساده بريښي ، خو زه له دې نه پرته بل ډول خبرې نه شم كولای . ايا ته يې تصور كولی شې  ؟ چې ما په زرګونه وارې ستا  د دغې دروازې خواته چې اوس له تا سره يو ځاى پرې راننوتم او ما ته يې زما د زړه د پاچاهي بڼه درلوده ، له اوښكو په ډكو سترګو او له هيلو په غوړېدلي زړه كتلي وي ؟

كېداى شي ته به  زما په دې خبرو پوه شې ، خو هغه به هېڅكله ته احساس نه کړې، نه اوس او  نه په راتلونكي كې ،هېڅکله به يې احساس نه كړې .

ـ  ما ته ګرانه! ته به په دې هم پوه نه شې چې اوس په دغه شېبه کې چې زه له تاسره په دې كور راننونم ،ما ته څه معنى لري؟

هوكې ګرانه! په هغه شپه زه ستا په كور كې پاتې شوم ،خو تا دا تصور هم نه شو کولای چې له تا نه مخكې زه هېڅکله ،له هېڅ  نارينه سره يو ځاى پاتې شوې نه وم. تر هغه وخته پورې د هېڅ نارينه لاس پرما لګېدلی نه و، لاس څه چې د هېڅ نارينه سترګې هم زما پر ځان لګېدلې نه وې . ما ستا د مينې او هيلو پر وړاندې مقاومت ونه كړ. ما په ځان كې د شرم احساس  وواژه.هغه هم له دې كبله چې ته ، زما د مينې په راز پوه نه شې . كه تا د ځان پر وړاندې زما د مينې اندازه لګولې وای ، امكان لري چې ته به ډير ډار شوی وای . ځكه چې زه پوهيږم چې ستا هر څه داسې بې له تکلفه او له مينې پرته او په سادګۍ خوښيږي . په تيره بيا چې د وړو سره خو ډير احتياط كوې او نه غواړې د چا له بخت سره لوبې وكړې .ته اسراف كوې ، ځان ټولو ته وركوې . ځان تر ټولو ځاروې ، خو نه غواړي ځان په دې لوبه كې قربان كړې.كه زه اوس تا ته وايم گرانه! كه زه په لومړۍ شپه ټوله  ستا وم ، نو قسم دريادوم ، ما ته د بدې ښځې په سترګو مه ګوره. ګوره زه خو تا په دې كې نه ملامتوم . تا خو زه دوكه كړې نه وم. تا ما ته څه لاپې او دروغ ويلي نه و. تا ما ته څه سره اوسپين ښودلي نه و . زه په خپله ، په خپله خوښه او په خپلو پښو تا ته راغلې وم . زه خپله ستا په غيږه كې وغوړېدم او ما په خپله دا خپل قسمت ،په خپل لاس جوړ كړ. په ياد لره   زه به هېڅكله تا په دې خبره ملامت نه كړم.

نه يوازې به تا ملامت نه كړم، بلكې تل به له تا نه په زړه كې مننه كوم ، ځكه هغه شپه زما لپاره د نيكمرغۍ په چينو كې د لمبېدو شپه وه.

هغه شپه زما له پاره د تقدير په لاس زما د هيلو د نه هېرېدونكو ارمانونو دغوړېدو شپه وه. كله چې د شپې ، د تورتم په كومه شېبه كې ما سترګې وغړولې او ځان مې ستا په غيږ كې وليد، داسې مې احساس كړه چې په اسمان كې ټول ستوري زما په خاطر ځليږي . نه ، نه زه په هېڅ شي پيښمانه نه يم. هغه ساعت او هغې شېبې زما د ټول ژوند د انتظار كفاره وه . ته پوهيږې ! ما چې ستا خوبولې ستما اورېده ،ما چې ته د ځان تر خوا، ځان ته نيږدې احساسولې ، ما په هغه تور تم كې ،له ډېرې خوښۍ او نيكمرغۍ نه په لپو لپو اوښكې تويې  كړې.

په هغه سهار كه له يوې خوا زما ډير تلوار واوغوښتل مې چې په خپل وخت ،مخکې له هغه چې ناوخته شي ، خپل كار ته ورسيږم ، نو له بلې خوا ما غوښتل مخكې له هغه چې ستا نوكرراشي ستا له كوره ووځم . ما نه غوښتل چې هغه ما وويني . نو كله چې ما كالي واغوستل او وتلو ته چمتو شوم، ستا په مخكې ودرېدم . تا لاسونه رانه تاوكړل او په ځير ځير دې ډيرځنډ راته وكتل ، ايا ستا په تصور كې ، ستا په ياد كې هغه لرې كلونه راغلل  او كنه ؟ او يا دې يوازې يوه وړه ، ښايسته نجلۍ چې ستا د ستما د سيند په نيكمرغيو كې لمبېدله ، ليدله او بس ؟

 ما ،ته ، لږ په کراره له ځانه لرې كړې او د دروازې خوا ته لاړم ، تا په دې شېبه كې له ما نه وپوښتل :

– خپل ګلان له ځان سره اخلې او كنه ؟

تا له ابي كرستال ګلدان نه سپين ګلاب راواخيستل ( دا ګلدان ما له خپلې د يارلس كلنۍ نه پيژانده ) او ما ته دې په دواړو لاسو كې ونيول او له يوې ښكلې مچو سره دې يو ځاى راكړل.ما تر ډيره پورې دا ګلان ستا او زما د هغې ورځې په ياد هغه شان ښكلول ،لکه هغه شان چې تا په هغه شپه  زه ښكلولم.

موږ وعده وكړه چې بيا به سره ګورو ، زه راغلم . په رښتيا سره ټول نه هېرېدونكي وو. تا،ماته يوه بله نه تكرارېدونكې شپه هم راوبښله . وروسته له هغه تا ما ته وويل چې ته نوي سفرته روان يې او چېرته ځې . له دې خبرې سره سم زما زړه وريږدېده ، ځكه ستا له همدې سفرونونه زما له پخوا او وړوكتوبه ډيربد او كركه راتله . دا دې هم زياته كړه چې له راګرځېدو سره سم به ما ته د خپل راتګ خبر راكوې . ما تا ته خپل د ډاګ پته دركړه . هغه هم په بل نامه ، ځكه چې مانه غوښتل خپل اصلي نوم درته ووايم. ما خپل راز پټ ساته، خو تا لكه د نويو زلميانو په څېر د خداى په امانۍ په وخت كې بيا هم ما ته سپين ګلاب ، هوكې سپين ګلاب راكړل.

پوره دوه مياشتې ما هره ورځ ستا په ياد جشنونه نيول ، خو نور له دې نه زيات نه غواړم د انتظار د اوراو ما يوسيو په اړه څه وليكم. زه نه غواړم تا ملامت كړم . ته ما ته هغه شان ګران يې لكه چې وې ، هو ته ما ته هغه شان ګران يې لكه دا اوس چې ګران يې . همداسې اورين ،هېرونكى ،زړه راښكونكى او بې وفا.ته تل همداسې وې او اوس هم غواړم همداسې واوسې .هوكې  ، ته بيا له هغه سفره راوګرځېدې .تا ماته نه ليك راوليږه ،نه كوم خبر، خو ماليدل چې ته راغلى يې،ځكه ستا په كوټه كې بريښنا يوازې هغه وخت لګيږي چې ته په كور كې اوسې ، خو ته پوهيږې په داسې حال كې چې ما تا ته خپل ټول ژوند بښلى و ، زه د ژوند په دې وروستۍ شېبه كې ستا نه يو كرښه هم نه لرم . تا ما ته نه څه وليكل او نه دې په كوم بل ډول ياده كړم.

زما ماشوم بيګا مړ شو . دا ماشوم ستا ماشوم هم و.

 ماته تر هر چا او هر څه نه ګرانه ! دا ستا ماشوم هم و. دا د هغو درې شپو زوى و چې ما له تا سره تيرې كړې وې . زه قسم خورم چې دا ستا ماشوم هم و. هيله لرم په دې به پوه وې چې له مرګه مخكې څوك دروغ نه وايي . زه قسم خورم ، ځكه تر هغه وخته پورې، له تانه پرته د بل هېڅ نارينه لاس پر ما لګېدلى نه و. زما روح او ځان تر هغه وخته چې ستا لاس نه و پرې لګېدلی ، ما ته مبارك او مقدس بريښېده.ما ددې تصور هم نه شو كولاى چې زه مې روح ستا او بل كوم نارينه تر منځ شريك كړم . دا زموږ ماشوم و. ګرانه دا زموږ يوازينى زوى و. زما په ژوند كې د خداى له خوا يوازينى رحم چې پر هغه شوى و،دا و چې هغه زموږ ګډ ماشوم واو له تا سره زما د ژورې او ليونۍ مينې نښه وه. زه پوهيږم چې ته به اوس په پرله پسې او په وار وار ، په ويرې ، په شك او تردید له مانه پوښتنې او وايې به چې زه ولې دا دومره عمر داسې چوپه خوله وم او نن چې هغه زما مخې ته سوړ، بې نفسه او مړ پروت دى ، دهغه يادونه كوم. هغه هم په داسې وخت كې چې هغه پر هغې لارې سفر پيل كړى دى چې نور نو هېڅكله بيرته نه راګرځي ، خو زه نه پوهيږم ما څنګه كولاى شول چې تا ته ووايم؟ تا به هېڅكله  هم زما خبرې ، د يوې نا اشنا ښځې خبرې ، دهغې نا اشنا ښځې خبرې دي، چې له تا سره يې درې تصادفي شپې تېرې کړي ،د هغه ښځې چې تا پورې يې هېڅ اړه نه درلودله ، نه واى منلې . دهغې ښځې خبرې چې په لومړۍ ورځ  يې ،له هر ډول پلمې پرته ځان تا ته دركړ. تا به دا هېڅكله منلې نه وای چې دا ستا ماشوم دى . كه څه هم ما به زيار ويستلى واى او تا ته به مې دا ثابته كړې واى چې دا ماشوم ستا دى ، د هغې ښځې خبرې به چې له تا سره يې په ټول ژوند كې يوازې درې شپې تيرې كړې وې، تا ته رښتيا  بريښېدلې نه وای. ما ددې لپاره هېڅ داسې توري او خبرې نه لرلې چې په هغو ما دا تا ته ثابته كړې واى چې دا زموږ ماشوم دى . ما نه غوښتل چې زما او ستا تر منځ د شك او ترديد كوم ديوال ودريږي . ما نه غوښتل چې ته داسې فكر وكړې چې زه غواړم تا د يوې خبرې منلو ته وهڅوم ، ما  په رښتيا دا نه غوښتل . بله خبره داوه چې ماخو ته پيژندلې ، ډير ښه مې پيژندلې ، له هغه څه نه زيات چې تا خپل ځان پيژانده ، ما ته داسې پيژندلې  چې ښځه ستا لپاره د مينې يوه خوږه او نه تكرارېدونكې لوبه ده، داسې لوبه چې ته نه غواړې له هغې سره په عذاب شې . په تيره بيا دا به نو ستا له پاره داسې مرګونى ګوزار واى كه ناڅاپه پر تا غږ شوى واى چې دا ستا ماشوم دى او په ناڅاپه توګه د يو چا سرنوشت تا پورې تړل شوى واى .ته چې د تل لپاره ازاد روږدى شوى وې ،ازاد او بې مسووليته اموخته شوى وې ، نوڅنګه ما كولاى شول چې ستا سرنوشت له ځان سره وتړم .ګوره ! ته خو په دې هم پوهيږې ، ته به هېڅكله په دې خوشحاله شوى نه واى چې ما تاته دا خبر دركړى واى .ما نه غوښتل چې ستا له مانه كركه پېدا شوې واى ، ځكه ما په ټول وياړ غوښتل چې ته تل له مانه ښې خاطرې ولرې . كېداى شي ستا دا كركه له ماسره يوه شېبه ، يوساعت يا ټول ژوند واى ، نو ځكه ما غوښتل چې ټولې ترخې خپله وزغمم . د ژوند ټول بار، يوازې له دې کبله چې ستا د ازار او خوابدۍ سبب نه شم . ما غوښتل د ټولو هغو ښځو په منځ كې چې تا په خپل ژوند كې ليدلې وې ، يوازينۍ اونه هېرېدونكې واوسم.داسې يوه ښځه چې تا يوازې په مينه د هغې په اړه فكر كولاى ، خو له بده مرغه ، خو افسوس ، افسوس چې نه يوازې دا ونه شول بلكې تا زما په اړه فكر هم ونه كړ او داسې دې هېره كړم چې همدا اوس دې هم نه ياديږم .

 ګرانه! زه اوس هم له تا نه بښنه غواړم .په دې خاطر بښنه غواړم چې زما په دې كرښو كې كېداى شي څه د غم او درد خبرې  چې ستا د زړه د درد سبب شي راغلې وي ، خو نن نه شم كولاى هغه ونه ليكم ، هغه دی ، وينې؟ زما ماشوم ،نه نه، زموږ ماشوم، هلته د نيم ژواندو شمونو تر لمبو لاندې مړ،ارامه او بې سا پروت دى . زه نن خداى ته په غضب شوم ، لاسونه مې واچول او هغه مې قاتل وګاڼه ، ډاريږم چې ليونۍ نه شم ، خو زه په دې پوهيږم چې ته څومره مهربانه او د زړه په تل كې له هر چاسره خواخوږى يې. بښنه غواړم او بيا بښنه غواړم ، ته خو نورو ته ورته نه يې ،تا له هر هغه چا سره چې تا ته درغلى خواخوږي او مرسته كړې،زه پوهيږم چې ته ستر زړه لرې ،ته د خواخوږۍ نه ډك يې ،خو ستا خواخوږي چې هر چا ته په لاس ورغله د هماغه ده . هغه بې سرحده ، لويه ، خو ډيره تنبله او ناخوځنده ده. هغه غواړي چې وغوښتل شې، هغې ته بايد درد ورياد كړل شي . هغه تل سترګې په لاره وي چې څوك د هيلې لاس وروغځوي ، تا ته زارۍ وكړي . ته هغه وخت مرستې ته وردانګې چې پوه شې ،غوښتونكى ډير ناتوانه او اړ دى ، نه دا چې ته خپله خوښه له چا سره مرسته وكړې . اجازه راكړه دا درته ووايم ، په ډاګه يې درته ووايم ،چې ته په رښتيا همداسې يې . يوه ورځ چې زه لا وړه وم ، د خپل كور د دروازې له سوري نه مې وليدل چې يو سوالګر ته ، تا پيسې وركړې او ښې ډيرې دې وركړې ، هغه هم په داسې حال كې چې هغه لا غوښتې نه وې، خو زما ښه ياديږي چې هغه ته، تا هغه پيسې  په ډار او ډيرې چټكۍ وركړې . پوهيږم تاغوښتل چې هغه ژر پيسې واخلي او هماغه شان ژر ولاړشي. ته ډارېدې  چې د يوه غريب او بې وزلي سترګو ته وګورې . تا له همدې امله له هغه سره مرسته وكړه چې هغه نور ونه وينې . له همدې سببه و چې ما هم هېڅكله له تا نه د مرستې غوښتنه نه کوله.البته زه په دې پوهېدم چې ته به هرومرو له ما سره مرسته وكړې ، خو په دې شك او ترديد چې تا به ويل:

–  ايا په رښتيا هغه ستا ماشوم دى او كنه ؟

زه په دې هم پوهېدم چې ته به ما ته ډيرې ، ډيرې پيسې راكړې، هغه په دې خاطر چې ته ژر تر ژره زما او زما د ماشوم له جنجاله خلاص شې . زه له همدې ډاره هېڅكله په دې فكر كې نه شوم چې له تانه د مرستې غوښتنه وكړم ، خو په هر حال ، دې ماشوم ما ته د هر څه حيثيت درلوده. هغه هم له دې امله چې زما دا ماشوم له تانه و.. زما نيكمرغي هغه وخت پيل شوه چې ما احساس كړه چې زه ستا ماشوم په ګيډه ګرځوم . ما ليدل چې څنګه ستا مينه په ما كې زرغونيږي . ته په ما كې استوګن شوى وې. ما تصور کاوه چې ته زما د ځان ، ځان ګرځېدلى يې ، خو زما له ژوند نه دې ژوند بېل دى . هوكې !هغه وخت چې په ماكې به ، ستا د مينې څپه رالمسېده ،ما كولاى شول تا ونازوم، ما كولاى شول په هغه لاس ووهم، ما كولاى شول تا ووينم . اوس خو پوه شوې چې ما ولې داسې ځان نيكمرغه احساسولو ، دا ځكه چې ما په ګيډه ستا ماشوم ګرځوه.

ګرانه ! ما نه يوازې يو څو مياشتې په تصور كې انځور شوې نيكمرغي درلوده ، بلكې د خلكو كركه مې هم ګټلې وه . داسې كركه چې له وحشت او بد رد ويلو سره مل وه. ددې زغم ما ته څه اسانه كار نه و. زه د اميدوارۍ په وروستيو مياشتو كې په ښار او بازار كې په ښكاره او برالا ګرځېدى نه شوم، ځكه زما دې حالت ته كه د خپلو خپلوانو پام شوى واى ،هرو مرو به يې زموږ كورته خبر رسولاى واى. ما له خپلې موره پيسې او خرڅ غوښتى نه شو او يوازې د خپلو هغو قيمتي شيانو په خرڅلاو مې ژوند تيرولو چې لا تر اوسه ما ته پاتې وو. د ماشوم تر زوكړې يوه اونۍ مخكې زما د كور له المارۍ نه وررستۍ څو پيسې زما كالي مينځونكې غلا كړې او زه دې ته اړه شوم چې د يووزرو ( يوازې پاتې شوې ميندې ) ميندو موسسې ته پناه يوسم . هغه ځاى ته چې يوازې د ټولنې د تريخ او بدمرغۍ نه ،د خوار ژوند خلك پناه وروړي . هوكې  ستا يو بډاى انسان ماشوم له هغو خلكو سره ګډ پېدا شو چې تر ټولو خوار خلك په كې زيږي . پناهځای نه و، يو وحشتځاى و. زما لپاره هلته هر څه او هرڅوک پردي ، پردي وو بلكې يو له بله مو كركه هم لرله .

هلته د رخې ،كركې ، بې پروايۍ او ناامېدۍ فضا لاس برې وه . څه سپكاوي چې بايد وزغمل شي ، څه ښكنځلې چې بايد واورېدل شي ، څه د بد اخلاقي خبرې او ځوانو ډاكټرانو ملڼدې . دا ټولې ټولې بايد په بې روحه ډول زغمل شوې واى . دې ډاكترانو به په سپکاوي له ځوانو او بې دفاع ميندو نه بړستنې او كمپلې لرې او د كوم درمل او دارو خبرې به يې كولې . هوكې همدا خبرې هلته د ژوند كيسې جوړوې . هلته د انسان او انسانيته په انسان كې يوه ټوټه غوښه جوړيږي او بس . داسې يوه ټوټه غوښه چې ډاكتران او نرسان يې په لابراتوارونو كې د خپلو تجربو لپار په كاروري.

هو كې ! هغه ښځې چې په خپلو كورونو كې ګرانو او خوږو ميړنو ته ، د هغو تر څنګ ماشومان زيږوي ، په دې نه پوهيږي چې يو وزرې او بدمرغې بې دفاع ښځې ،دغه حالت لکه د قصابۍ پر يوه ميز تيروي. دا اوس هم چې كلونه كلونه له هغه وخت تير شول او زه چې كله د دوزخ كليمه په كوم كتاب كې ګورم،ما ته د يو وزرو امېدوارو ميندو هغه رسوا پانځای او له ملنډو ډكې موسكاوې راياديږي او زړه مې د زړه تر كومې سوځي .

وبښه ما وبښه چې ما تا ته د خپلو بدمرغيو دا كيسه پيل كړه، خو دا خبره دا دي تا ته زه د لومړي او وروستي ځل لپاره كوم. تا ته وعده دركوم چې دا به تر ابده بيا له مانه وانه ورې . ما په دې اړه خاموشي غوره كړې ده . پوره يوولس كاله خاموشي ، خو ډير ژر به دا خاموشي ابدي شي . ته به ما وبښې چې لږ تر لږه په ژوند كې ځان ته يو وار دا زړه وركړم او دا چيغه پورته كړم چې د دې ماشوم د لاس ته راوړلو په خاطر ما پښې ابلې څه اغزنې لارې دي چې نه دي وهلې . دا ماشوم ما ته په ډيره ګرانه بيه تمام شوى دى. زما د ژوند او د هغې د نيكمرغۍ په بيه ، خو هغه هم اوس بې سا او بې روحه هلته پر ميز پروت دى . ما دا خوارۍ او بدمرغۍ لا ډير پخوا هېرې كړې دي ، ډير پخوا. ما هغه د خپل ماشوم په موسكا او كتو او په خپلې هغې خندا كې چې له ده سره له مشغولتيا نه ما ته پېدا كېدله ، هېر كړل . او اوس چې دا ماشوم مړ شو او بيا غمونو او د هغو بدمرغيو پر ما يرغل كړى او له مانه يې غيږ تاو كړې  ، نه شم كولاى چيغه ونه كړم . زه بايد خپل زړه ، كه څه هم يووار وي تش كړم ، خو  تا په دې نه ملامتوم چې زه په دومره غمونو اخته شوې يم . زه په دې كې خداى ملامتوم چې زما قسمت يې داسې راجوړ كړى دى . زه قسم خورم چې ته مې هېڅكله په دې كې نه يې ملامت كړى او ستا په اړه مې هېڅكله كومې بدې خبرې له خولې نه ،راوتلې نه دي ، آن په هغو شېبو كې چې زما نازك بدن او ځان د ماشوم د زوكړې د درد په اور كې سوځېده ، آن په هغو شېبو كې چې درد به  زه او زما روح لكه ټوكر څېرلو، آن يوه شېبه هم ما، ته ، نه يې ملامت كړى ، ما تاته ښېراوې نه دي كړي . هېڅكله مې خپله مينه له تا نه ، نه ده سپمولې. ته تل ماته ګران وې او له تاسره ما خپله هره ليدنه ، د يوه سپڅلي يادګار په توګه په زړه كې ساتلې . كه ژوند بيا تكرارېدلای ، كه بيا د ژوند هغه وحشت او د يو وزرو ميندو هغه پناهځاى بيا هم زما په برخه شي، كه زه حتى د خپل ژوند اټكل هم وكړاى شم ، زه به بيا پر هماغه لاره لاړه شم ، چې تللې وم.

زموږ ماشوم بيګاه مړ شو. هغه ماشوم چې تا هېڅكله نه پيژانده . ما تر اخره پورې دغه راز له تا  پټ ساتلى و. پوهيږې ، وروسته له هغې چې ماشوم دنيا ته راغى ، ته تر پخوا ما ته ګران شوې . داسې راته بريښېده چې دهغه ماشوم په ليدو، ستا مينه بيا ماته راګرځېدلې وه. دې مينې نور زه نه زورلم  او غوښتل مې چې ته هم ونه زوريږې ، ما نه غوښتل خپله مينه ستا او د خپل ماشوم تر منځ وويشم ، ما نه غوښتل چې نه تا  او نه ځان ته نامعلومه نيكمرغي جوړه كړم ما غوښتل ټوله د هغه ماشوم شم چې تا ته اړتيا لري ،ما غوښتل د هغه ماشوم شم چې زه هغه كيښكودى شم ، د هغه ماشوم واوسم چې په غيږ كې يې نيولى شم ، د هغه چا چې ما بايد شودې وركړې واى ، د هغه چا شم چې ما كولاى شول هغه ، د زړه له كومې مچو كړم ،لنډه داچې ماغوښتل د قسمت له هغو ځنځيرونو نه ځان وژغورم چې ستا پر واړندې او له تا سره مينې زما په برخه كړي وو .

ما ته په رښتيا او د زړه له كومې ګرانه!

 وروسته له هغه چې ، ما ته په رښتيا او د زړه له كومې ګران بل (( ته)) دنيا ته راغى، زه ډير لږ ، د پخوا په پرتله ډير لږ ستا د كور ليدو ته درتلم ، مګر هر كال به مې ستا د زوكړې په ورځ ، ستا د كاليزې په ورځ ، تا ته سپين ګلاب ، هغه رنګ ګلاب چې تا ما ته زموږ د لومړنۍ كتنې او لومړنۍ مينې په ورځ رابښلي وو، درليږل . ايا تا په دې لس ، يوولسو كالو كې كله له چانه ، كه څه هم يو وار دا پوښتنه كړې وه چې دا ګلان تا ته چا درليږل ؟

کېدای شو دهغو سپينو ګلابو په ليدو تا ته، هغه څوك دريادشوي وي چې تا هغې ته يوه ورځ سپين ګلاب ډالۍ كړي وو. زه نه پوهيږم ، خو په دې پوهيږم چې ستا ځواب به هم هېڅكله وانه ورم.

تا آن زموږ بدمرغه ماشوم نه پيژانده ، نن مې وغوښتل د هغه په اړه درته بيان وكړم ، غواړم درته ووايم چې ما تر اخره هڅه كوله چې هغه ځکه له تا نه پټ وساتم، چې ته ،له هغه سره اموخته نه شې او هغه درته ګران نه شي. تا زموږ بدمرغه زوى نه پيژانده ، تا هغه هېڅكله ليددلی نه و،چې څنګه هغه موسيږي او څنګه خپلې شونډې پرانيزي . تا نه وليدلى چې هغه څنګه خپلې ښايسته متفكرې سترګې ، کټ مټ  لكه ستا سترګې دا پلو او هغه پلوغړوي . د هغه د سترګوپه غړولو كې زما د ژوندهستي غړېده، اخ اخ ته يې آن تصور هم كولاى نه شي،  چې هغه څنګه مهربانه ، څنګه خوشحاله او څنګه ژوند بښونكى و. هغه ستا د كمكيتوب كمكى تصوير و.

 هغه په ساعتو ، ساعتو كولاى شول كوم شي سره لوبې وكړي ، هغه شان چې ته له ژونده سره لوبې كوې . هغه ورځ تر ورځې ستا رنګ او عادتونه پېدا كول . په هغه كې د هغه دوه ګوني حالت جديت او ساده ګۍ ، نښې پېدا شوې وې چې په تا كې ټول ژوند ، ژوند كوي ، خو يوه خبره ښكاره وه ، څومره چې هغه تا ته ورته كېده، په هماغه اندازه له هغه سره زما د مينې تلوسه زياتېده. هغه ښه سبق وايه او اوس په فرانسوي ښه غږېده . د هغه كتابچې په ټول صنف كې تر ټولو نه ښايسته او پاكې وې. هغه به هرځاى او له  هرچا  سره چې و، تر ټولو مودب او ظريف بريښېده . كله كله به هغه مستو او چټو پيغلو دراوه . د هغه داوږدو او رڼو ويښتو ننداره به يې ورته كوله . هغه تاند، تازه او نه هېرېدونكى و…. خو اوس هلته له مانه لږ لرې ،  شونډې شنې او لاسونه په ټټر سوړ پوړ او بې سا پروت دى.

كېداى شي ته له ما نه پوښتنه وكړې :

– څنګه ما كولاى شول دا ماشوم له دې ټولو خرڅونو، مصارفو او قيمتۍ سره چې د ټولنې لوړه طبقه يې لري وروزم؟ او ښه شرايط ورته برابر كړم؟ زه له تا سره د يوه شومه دم نه خبرې كوم، زه نن نه شرميږم .

 ما ته تر هر چا او هر څه نه ګرانه!

نه به شرميږې نه به ډاريږې . زه به اوس تا ته ووايم ، ما دا ټول وخت ځان خرڅولو . ما ډير خورا بډاى انډيوالان ، خورا ښايسته او بډاى لونډان او بډاى خواخوږي درلودل . د عادت له مخې  لومړى به زه هغو پسې ګرځېدم او وروسته له اشنا يې به هغوى ماپسې ګرځېدل . نه پوهيږم ستا به كله پام شوى وي كه نه چې زه هم ډيره ښايسته وم . ټولو هغو چې زما د مينې خوند ليدلو ،له مانه به يې مننه كوله ، ما نه به خوښ وو او ماپسې به وو. زه به ورته ګرانه وم او زما يادونه به يې كوله، خو د هغو په منځ كې يوازې ته وې چې نه درته ګرانه شوم، نه درياده شوم او نه دې بيا زما پوښتنه وكړه.

څه كوې ؟

له دې صادقانه اعترافاتونه وروسته به زه درته سپكه ښكارم؟ هرومرو به ملنډې راپورې وهې ؟ نه ، نه پوهيږم ته به زما سپكاوي نه كوي ، ځكه زه پوهيږم چې ته ما درك كوې ، په ما پوهيږې . ته پوهيږې چې ټول دا كارونه ما ستا په خاطر ،د دوهم (( تا)) په خاطر، ستا د ماشوم په خاطر كړي دي. ته پوهيږې يوه ورځ ما د يووزرو ميندو په زيږنتون كې ، هلته چې ستا ماشوم په خوارۍ او فقر كې پېداشو، د فقر او بې وزلۍ وحشتناكه څېره وليدله . زه په هغه ورځ پوه شوم چې خوار او بې وزلي تل ملامته ، سپك اوتر پښو لاندې دي ، بې وزلي په دې دنيا كې تل د يو څه شې قرباني دي . نو ما نه غوښتل چې ستا ماشوم يوه ورځ هم بې وزله پاتې شي . ما نه غوښتل چې يوه شېبه هم هغه د فقروحشي منګلو ته وروليږل شي . ستا په ښايسته ، سپين د ښكنځلو ، بدو وردو ، ناولتيا ، لوږې ، غلا او توهين نه په ډک چاپيريال كې رالوى شي . ما نه غوښتل چې ستا ماشوم د طبقاتي قهر او غضب وحشت احساس كړي . برعكس ما دا هيله لرله او غوښتل مې چې ستا ماشوم هر څه ولري . ستا ماشوم بايد ټولې پانګې ولري. د ځمكني ژوند ټولې پانګې . ما غوښتل چې هغه ستا د ژوند تر کچې در ورسيږي ، هغه تر تا در ورسيږي.

يو داسې څوك و چې مايې خپل روح او ځان تا ته بښلى و. كه څه هم ډيرو نارينوو له ما سره د ګډ ژوند هيله لرله ،خو ما تل ستا لوري ته كتل او ستا غږ ته مې غوږ و، هغه هم په دې هيله ، كه ته كله راشې او  زه ازاده واوسم چې ټوله ستا شم. زما ټول ژوند له ماشومتوبه تر ځوانۍ پورې يوه ساعت انتظار ته ورته واوبس …  خو زما په ژوند كې هغه شېبه په رښتيا هم راورسېده چې ما او تا سره وليدل ،ما او ستا وليدل خو هغه ستا نه ياديږي .

 ما ته ګرانه!

 رښتيا وايم ، هغه تا ته نه ياديږي ،آن ستا شك هم په دې نه راځي چې موږ به څه وخت سره ليدلي وي. تا په دې وارهم ونه پيژندم او هېڅكله به مې هم ونه پيژنې . ما او تا خو پخوا هم په وار وار سره ليدلي . كله په كنسرت کې، كله په تياتر کې او كله هم په كوڅه كې چېرته . كه څه هم ستا په هر وار ليدو سره زما په زړه د سړو ، سيلۍ راخورېده، خو تا هېڅكله ما ته نه كتل . داځكه چې په ماكې ډير بدلون راغلی دى . زه اوس له يوې وړوكې پيغلوټې نه په لويې ښځې بدله شوې يم او خلك وايي چې ښايسته هم يم. داسې ښايسته چې ډير قيمتي كالي اغوندم او تل د مئينانو كړۍ رانه چاپيره وي. په رښتيا هم تا نه شو كولاى داسې يوه مسته ښځه وپيژنې، ځكه زه خو تا يوازې د يوې شرمېدونكې عاجزې نجلۍ په بڼه د خپلې كوټې په پالنګ كې تر يوې تتې رڼا لاندې ليدلې وم. كله نا كله به له ماسره كوم مل نارينه تاسره د لاس يا سر په ښورېدو سره سلام كاوه . تا به هم د لاس يا سر په ښورېدو سره ځواب وركاوه او د سترګو په رپ كې به دې زما تر سترګو يو غلچك راورساوه ، خو دا سوړ غلچك يوازې ستا د دايمي درناوي او زړه پوري والي يوه نښه وه چې دعادت له مخې دې هر پلو ليږلو . دې غلچك زه نه پيژندلم او زه د هغه له پاره يوه پردۍ ، پردۍ او وحشت زيږونكې ښكلا وم. ښه مې په ياد دي چې دې نه پيژندونكي او ما ته پردي غلچك چې نوره زه ډيره ورسره اموخته وم او بې له هغه نه ستا له څنګه تيرېدې نه شوم ، يوه ورځ څنګه د زړه په تل كې اور رابل كړ. دا زما او ستا د ښار په يوه تياتر كې و. زه له خپل ملګري سره په لوژ كې ناسته وم او ته مخامخ په بل لوژ كې ناست وې . ننداره پيل شوه او د هغې له پيل كېدو سره بريښنا خاموشه شوه  ما نه شو كولاى ستا مخ او سترګې ووينم ، خو ما ذهناً ستا دستما غږ اورېدلو . ته نه پوهيږې چې هغه وخت ، په هغه ورځ د هغې بخملي پردې چې ما او تا يې سره بېلولو ، ستا ايښودنكى نازك او نازنين لاس څومره زه روحاً ارامولم . پر ما  داسې يوه هيله لاس برې شوه چې غوښتل مې له پردې نه آپلو ما ته ګران لاس راونيسم ، ښكل يې كړم او ښه يې وزبيښم . زه چې د موزيك غږ لا دې كار ته هڅولم ، مټې مټې مې كولاى شول چې ځان ستا د لاس له مچولو نه راوژغورم او دې غير عاقلانه كار ته لاس وانه چوم ،خو بيا مې هم نه شو کولاى هغه ته وګورم ، نو له همدې امله و چې د لومړۍ صحنې تر پاى ته رسېدو وروسته مې خپل ملګري ته وويل :

 حال مې ښه نه دى او له هغه نه مې غوښتنه وكړه چې ما له تياتره د باندې بوزي ، ځكه مانور نه شو کولاى په هغه شان تياره كې ستا تر څنګ داسې تا ته نيږدې او داسې تا نه لرې كينم .

يو وار بيا هم زما د هيلو ګل وغوړېدو او هغه شېبه يو وار بيا هم زما په وران ويجاړ ژوند كې پېدا شوه چې ما يې هيله درلوده . دا شېبه له نن نه پوره يو كال پخوا ستا د كليزې د ورځې په سبا وه. تعجب كوم، په هغه ورځ ما ټوله ورځ ستا په اړه فكر کاوه او دا له دې امله چې ما خو له هغې ورځې چې ته پيژندلى وې، ستا د كليزې ورځ ، په ځانګړو مراسمو، ديوه پر تمين جشن په توګه لمانځله . هر كال به په دغه ورځ سهار دوخته له كوره وتلم ، سپين ګلاب به مې اخيستل او د تل په شان مې تا ته د هېرې شوې مينې په ياد درليږل . په دغه ورځ ما ماشوم واخيست او ښار ته مې چكر ته بوتلو . بيا مو په پارك كې څه وخت تير كړ او ماښام تياتر ته لاړو. دا ټول د دې لپاره و چې ما نه غوښتل لا له وړکتوبه د ماشوم ددې ورځې ځانګړتيا ته  پام شي او دا خاطرې ياد ته وسپاري ، خو دا ورځ  زما لپاره لا له ماشومتوبه له رازه يوه ډكه ورځ وه. يوه له رازه ډكه ورځ او له رازه ډك جشن . د همدې ورځې په سبا چې غواړم تا ته يې نقل وكړم ، زه له خپل هغه ملګري سره چې  له دوو كالو راهيسې آشنا وو، تياتر ته تللي وو. هغه ته زه د يوه سپيڅلي بت اوصنم په توګه ګرانه وم. هغه تل په دې ټينګار كاوه چې موږ د نورو مينانو په څېر واده سره كړى واى ، خوما تل  د “نه” ځواب وركاوه ، البته بې له كوم دليله . زما يوازينى دليل دا و چې زه كمكى ماشوم لرم او بس . هغه يو محترم سړى و، خو لږ څه ساده توب يې درلوده . موږ په هغه ورځ په هغه كنسرت كې ،له خپلو پخواني ملګرو او دوستانو سره مخامخ شوو . خبرې ، خبرې ،لنډه داچې تکل دا شو  چې ماښامنۍ مو په هوټل كې وخوړه . ټول هوتل ته لاړو . كله مو چې ډوډۍ وخوړه ، ما خپلو ملګرو ته وويل چې غواړم د نڅا سالون ته هم وروګورم،  نو هغه و چې  پاڅېدم او د نڅا سالون ته ورننوتم . دا هغه ځاى و چى په ځوانۍ كې به زياترو دوستانو زه هلته بللم ، خو څنګه چې زما شروشور او د شرابو مستي نه خوښېدله ، نو ما به اكثراً دا بلنې نه منلې ، خو نه پوهيږم نن شپه كوم کوډګر واک او نا اشنا احساس زه ددغه سالون خواته وركشولم . زه خپله هم نه پوهېدم، خو كومې تندې زما تلوسه راپاروله او زه يې هلته ورتګ ته ورلمسولم. دا يو غير عادي او زما لپاره غير منتظره خبره وه چې ما ځواب ورته پېدا کولاى نه شو . زما دوستانو او انډيوالانو ته هم دا كار د تعجب وړ و ،نوځکه  څو تنه يې له ماسره راپورته شول او د سالون په لوري وخوځېدل . هلته مو د شامپاينو جامونه په سر واړول . په هغه شېبه كې زما روح كې يو نامعلومه او بې پايه غمجنه خوشحالي راپارېدلې وه. داسې خوښي او مستي چې ما په ژوند كې هم احساس كړې نه وه. ما نور او نور شامپاين څكل او له هغه سره مې له سندرغاړو سره سندرې ويلې . په كومه شېبه كې مې يو وار او ناڅاپه پر زړه لكه د اور سكروټې په شان يو سړه لرې راننوته. نه پوهيږم څه شى و؟ څنګه و؟ او خداى خبر چې زه په كوم خيال كې ډوبه وم چې په همدې شېبه كې مې ته وليدلې . ته زموږ ميز ته مخامخ  بل ميز ته ناست وې . ما ته دې په تعجب او غير عادي نظر كتل . په هغه غلچك چې تل به يې زما د زړه په تل كې اور بلولو. دا لومړی ځل و چې په وروستيو لسو كلو کې  تا ما ته داسې کتل ، مينه ناك ، سوځوونکي، وږي او بلونكي كتل . زما چې دې ته پام شو، نو سر تر پايه ريږدېدم او نيږدې و چې د ميو جام مې له لاسه وغورځي.زما ټوله نيكمرغي په دې كې وه چې زموږ له ډلې نه د هيڅچا ماته پام نه شو، ځكه هغه ټول د موزيك ، خندا ، نڅا او ميو په مستي كې ډوب وو.

ستا غلچك او كتل شېبه په شېبه پسې تودېده او ما كتل چې څنګه په سرو لمبو بدل شو ، خو څو مې چې سم ورته پام شو بيا مې زړه اور اخيستى و. ما پر ځان زور راوړ چې پوه شم بالاخره تا وپيژندم او كنه ؟ غوښتل مې په دې پوه شم تا وپيژندم كه زه بيا تا ته يوه نوې ، بالكل نوې نااشنا ښځه وم ، وينو، په ټول قوت سره زما اننګو ته منډې وهلې .ما په ډيرې پريشانۍ او سر سامۍ  د خپلو انډيوالانو پوښتنو ته ځواب وايه .ته يې تصور هم نه شې کولاى چې څنګه ستا تشو كتو زه د ليونتوب درشل ته رسولې وم . په پاى كې مې تر سترګو شوې چې د سترګو په كوم نه رانيونكي رپ كې زه دهليز ته ووزم ،وروسته تر دې چې تا ګارسون سره حساب خلاص كړ ، په تلوار دې له انډيوالانو سره خداى پا اماني وكړه او ما ته دې بيا دهليز ته د تلو اشاره وكړه او پوه دې كړم چې هلته به ما ته سترګې په لاره يې. زه داسې ريږدېدم لكه څوك چې تبې اخيستې وي . ما نه شو کولاى له هغې ګبنۍ او پريشانۍ نه  ځان خلاص كړم چې پر ما يې يرغل راوړى و. ما د ځان د تسل له پاره يوه كليمه هم نه درلوده . په دغه شېبه كې  بخت زما يارۍ ته راورسيد  او يوې تورې افريقايي جوړې په هغې مستې نڅا پيل وكړ( بوټونه يې ښه خرپول ) چې په هغو ورځو كې نوې دود  شوې وه، په سالون كې د ټولو ښځو اونارينوو مېلمنو هغو ته ورپام شوو. له دې شېبې نه په ګټې زه پاڅېدم ، خپل ملګري ته ورواړندې شوم ،ورته ومې ويل چې يوه شېبه دباندې وزم او سمدلاسه ژربيرته راګرځم ، هغه و چې تا پسې درووتم.

ته د دهليز د كاليو ځوړندولو له  ځاى سره نيږدې ولاړ او ماته سترګه په لار  وې . كله چې زه تا ته در نيږدې شوم ، ستا مخ له خوښۍ نه ځليده . په داسې حال كې چې مسكا دې پر شونډو خوره وه، ما ته دې هركلى ووايه او زه په هماغه شېبه كې پوه شوم چې ودې نه پيژندلم . تا په ما كې نه هغه پېغلوټې ګاونډۍ ، نه هغه د لسوكالو مخكې چټه پېغله ، هوکې ،يو تن هم ونه پيژندل . ته بيا له ماسره د يوې نوې نا اشنا او نوې اشنا شوې ښځې په توګه مركه پيل كړه. زما په ليدو سره بيا په تاكې يو نوى شوق راهڅېدلى و. سمدلاسه دې رانه وپوښتل چې كوم ساعت وخت به ولرم او كنه چې ګډ يې سره تيره كړو ؟ ستا له ډاډمن او پر ځان باور  غږ نه داسې پوه شوم چې تا پر ما  د هغو ښځو نه د يوې ښځې ګمان كړى دى ، چې کولاى شي د يوى شپې لپاره يې په پيسو واخلې ، ما هم بې له كوم ځنډه درته وويل :

–        هوكې وخت لرم.

–        دا يوه څرګنده خبره وه چې مانه شو کولاى تا ته ، نه، ووايم . زه هماغه شرمناكه نجلۍ وم چې د لسو كالو مخکې  په شان يوماښام ستا په تياره كوڅه كې تا ته (( هو)) ووايم ، تا ژر د پوښتنې په توګه زياته كړه ،نو كله کولاى شو چې سره وګورو؟ ما هم په چټكۍ درغبرګه كړه:

–        هر كله چې غواړﺉ ، ستا پر وړاندې ما ته نه شرم پاتې و او نه حيا . زما د ځواب په اورېدو تا په تعجب او شك ما ته ،بيا هم د هغه ماښام په شان كتل چې په لومړي ځل ما تا ته هو ويلي و. تا په همدې كې په شك او ترديد ماته وويل:

–        همدا اوس څنګه ده؟ او ما ځواب دركړ. درځه چې ځو. او بې له هر ډول خبرو د كاليو د كوټبندو پلو وخوځېدو، چې كالي راواخلو.

په دې شېبه كې و چې ما ته زما کوټ را په زړه شو،ماته را په زړه شول  چې زما د كوټ د كوټبند نمبر زما له ملګري سره دى . اوس هغه ته ورتګ او بيا دهغه قانع کول چې بې له هغه چېرته ځم. دا ډير ګران او نه كېدونكى كار و. ما نه شو کولاى دغه خوږې شېبې چې زه يې له تا سره د تيرېدو غوښتونكې وم ،هسې بې ځايه تېرې كړم ، هسې بې ځايه له لاسه وركړم. هغه شېبې چې دا لس كاله زه ورته سترګې په لاره وم . ما  رښتيا  نه غوښتل هغه له لاسه وركړم. بې له هغه چې يوه شېبه وخت هم له لاسه وركړم د غاړې شال مې په اوږو واچواه او په هغې تتې تيارې او له دوړو نه په ډكې شپې كې له تا سره وخوځېدم . هوكې ! زه له تا سره په داسې حال كې وخوځېدم چې نه مې خپل کوټ راواخيست، نه مې د خپل ګران ملګري پروا وساتله ، هغه ملګري چې دا څوكاله يې زما ساتنه او پالنه كړې وه، نه د هغه چا په اړه چې دا اوس مې د پيغورونو او بد ناميو تر باران لاندې پريښود. د هيڅچا په اړه مې فكر نه كاوه. زه ليونتوب په سر اخيستې وم. ما خپل انډيوال په داسې حال كې پريښود چې اوس به ټول ورته وايي چې دوه كلنه مينه يې په يوې اشارې له پردي سره لاړه . هوكې هېڅ شي او هيڅچا نه شو کولاى ما له تا نه راستنه كړي. ما د زړه له تله هغه سپكاوى،نمك حرامي او شرم احساساوه چې ما کاوه. زه ښه پوهېدم چې زما د ملګري زړه به زما په دې كار سره څه پرهارونه خوري. دا د هغه له پاره يو مرګونى ګوزار، خو دې ټولو مفاهيمو زما لپاره خپله معنٰى ځكه له لاسه وركړې وه چې پوهېدم نن بيا ستا پر اورينو شونډو شونډې لګوم. زه نن بيا ستا نه هېرېدونكې او خوږې خبرې اورم.

اوس ډير كلونه وروسته کولاى شم تا ته ووايم، دا دي اوس چې هر څه هېر او تير شوي دى، تا ته ووايم چې ته ما ته څنګه ګران وې . هوكې داسې ګران كه د مرګ پر كټ هم پرته واى او ستا د بلنې غږ مې تر غوږو شوې واى ، زه به سمدلاسه پاڅېدلې  او تا پسې به درخوځېدلاې واى.

موټر ستا د وره تر مخې ودرېد  او موږ ستا د كور په لور وخوځېدو . ما بيا ستا غږ له نيږدې واورېد. ما ستا نيږديوالى احساس كړ. زه ستا له مينې نه، نشه نشه وم. زه بيا لكه نيكمرغه ماشوم چورليدم. داسې نيكمرغي او داسې مستي لكه زما او ستا په لومړۍ كتنه كې چې زما په برخه شوي وو. زه له لسو كالو نه وروسته بيا ستا د كور پر زينو درختم. زه نه شم کولاى تا ته د هغه څه بيان وكړم ، تا ته د هغې شېبې د دوه ګوني حالت بيان وكړم ،چې زما او ستا د تيرې او اوسنۍ ليدنې د نيكمرغيو تر منځ كرښه وباسي ،خو هر شى بالاخره په يو چا پاى ته رسېدل او زما د ژوند دهر پيل پاى هم پاى درلود.زما د ژوند پای، ته وې . د سترګو په يو رپ كې زه په دې پوه شوم چې ستا په كوټه كې په دې لسو كلونو كې ډير كم شيان بدل شوي وو. يوازې يو څو تابلوګانې نوې پېداشوې وې ، څو كتابونه ، ميزونه اوڅوکۍ او نور ټول شيان زما لپاره اشنا وو. ستا د ورځني ليك د ميز پر سر هغه پحوانۍ ګلدانۍ اېښې او په هغه كې هغه سپين ګلاب ولاړ و چې ستا د كاليزې په پرون ما تا ته درليږلي وو. ما هغه تل تا ته ، زما او ستا د هغې مينې او د هغه چا په توګه درليږل چې دادى ته يې نه پيژنې ، آن همدا اوس چې زه له تاسره وم تا زه نه پيژندم . هوكې زه له تاسره لاس په لاس او شونډې پر شونډو وم، خو تا نه پيژندم . په هر حال ، زه خو په دې خوشحاله وم چې لږ تر لږه زما ګلان خو ساتې .

 په دې توګه زما د روح((زه)) الوزي او له هغه نه ستا په غوږو كې زما د مينې ستما درلګيږې. تا لاسونه رانه تاو كړل ، تا په ډير شوق او مينې له مانه لاسونه تاوول . هغه شان چې ته يې له هرې ښځې نه تاووې .په هغه شپه، زه تر چرګ بانګه له تا سره ، ستا په ګنهګاره غيږه كې پاتې شوم ، خو بيا هم تا زه ونه پيژاندم. ما په ډيرې نيكمرغۍ ستا ټوله مينه منله، خو په دې پوهېدم چې ته د مئينې او په پيسو اخستل شوې ښځې توپير نه شې کولاى . ځكه دا ټول ستا په خټه كې نغښتل شوي وو. ته له ما سره ډير مهربان ، خواخوږى او محتاط وې ، هوكې ! ته له هغې ښځې سره چې له هوټل نه دې راوستې وه، مهربانه ، شهوتناك او شوقمند وې ، لكه د لومړنۍ مينې په شان او زه ستا له دې ټولو نه داسې نشه وم، لکه سړی چې  له شرابونه نشه ، نشه وي او په بې پايه نيكمرغۍ كې ډوبه وم. ډير ژر په ټول قوت لكه د همهغو لسو كالو پخوا په شان بې له كومې ځيركتيا ستا په دوه ګوني حالت پوه شوم. معنوي لوړتيا او شهواني مينه . دا ستا هغه ځانګړتياوې وې چې زه يې د پيغلوټي ماشومتوب په شېبو كې پر ځان مئينه كړې وم. ما په ژوند كې بل داسې څوك نه وليدلى چې داسې په يوه شېبه كې به پر ما داسې لاس برى شوى واى او داسې په آسانۍ سره يې زما روح ځان ته سپارلى واى … هغه شپه هم سبا شوه او موږ سهار ناوخته راپاڅېدو . تا سهارنۍ جوړه كړه او موږ په ګډه او ډيرې مينې د سهار چاى وڅښلو ،تر ډيره وغږېدو . ته بيا هم له ماسره په ډيره خوږه ژبه او د زړه له كومې غږېدې . تا هېڅكله له مانه زما د ژوند په اړه پوښتنې نه كولې . تا له مانه دا پوښتنه نه كوله چې زه څه كار كوم؟ چېرته كار كوم ؟ چېرې او څنګه ژوند كوم؟ ځكه زه پوهېدم چې زه ستا لپاره يوه تصادفي ، ناڅاپي او د يوې ورځې او له ياده وتونكې او بيا په ژوند كې په مخه نه راتلونكې ښځه وم.تا فكر كاوه چې زما او ستا دا لومړى او وروستى ديدن دى ،نو ځكه دا پوښتنې تا ته اصلاً نه پېدا كېدلې . تا د وخت تېرولو لپاره كيسه راپيل كړه او ودې ويل چې نن سبا افريقا ته په يو سفر روان يې چې دوه درې مياشتې به اوږد شي. د دې خبرې په اورېدو مې يوناڅاپي او بې خبره ويره پر زړه راواوښته . زما پر خوشحالۍ غم زورور شو او ناهيلۍ په خپلو څپو كې ډوبه كړم. زه ريږدېدم او زما په دواړو غوږونو كې دې خبرې ازانګي كولې (دكال خواري مې اوبو يوړه + نور به د سيند په غاړه نه كرم ګلونه) . ما غوښتل چې ستا پښو ته درولويږم او په زوره ، زوره چيغه كړم  او درته ووايم:

– ما درسره واخله، ښه راته وګوره او ومې  پيژنه . اخر څه وخت به مې ته وپيژنې ،پوهېږﺉ لس كاله كيږي چې ما او تا سره پيژنو . ښه راته ځير شه ! زه ستا يم. درياد كړه چې زه څنګه شرمجنه وم ؟ څنګه د يوې مينځې په توګه تا ته لاس په نامه ولاړه وم؟

خو په هر حال ما يوازې دا وويل چې افسوس .

تا وويل رښتيا زما په تګ خوابدې كيږې ؟

 او ما ځواب دركړ:

– هوكې .

ما ډير ځنډ تا ته كتل، خو په پای کې مې حوصله ونه شو كړاى او ومې ويل :

–        هغه څوك چې ما ته ګران و، هغه هم تل په همداسې سفرونو تللو .

ما بيا په پرله پسې توګه ستا سترګو ته كتل ،مخامخ مې ستاسترګو ته كتل او داسې مې انګېرله چې اوس ، اوس به مې ته وپيژنې . زه په څه تلوار او ګبڼۍ ستا ځواب ته سترګې په لاره وم. البته له ويرې ، له هغې ويرې سره چې هيله ورسره مل وه ، خو تا چې پر شونډو دې موسكا خوره شوه، ودې ويل :

–        هر سفر پاى لري او بيرته راستنېدل .

   او ما ژر درته وويل :

هو بيرته ستېندل او هېرول .

       زما د ځواب په اواز كې د مينې او شهوت نښې داسې اورېدل كېدې چې آن ما خپله هم اورېدې، نو له دې امله تا په ډيرې حيرانۍ ، تعجب او خواږه نظر راته وكتل . پاڅېدې ، رانيږدې شوې . غيږ دې رانه چاپيره كړه او ودې ويل :

–        ښه شيان او ښې چارې له هيچا نه هېريږي.

 په داسې حال كې چې زما دسترګو منځ ته دې كتل زياته دې كړه :

–        – تا خو چور نه هېروم .

       زه پوه شوم چې ته غواړې زما څېره خپل ذهن ته وسپارې . ما داسې احساس كړه چې زما څېره به ستا په تحت الشعور كې ټول هغه څه راوسپړي چې له لسو كالوراهيسې هلته اوسي. هماغه شېبه زما په ګوګل كې بيا نارې شوې ، چې ځه بالاخره ، بالاخره يې وپيژندلې ،خو  زما روح ستا په اړه له خوښۍ نه بې ځايه خوشاله و.

تا ته نه زه درياده شوم او نه دې وپيژندم . نه ، نه تا ونه پيژندم ځكه كه تا پيژندلې واى ، هغه څه چې تا بيا څو شېبې وروسته وكړل، هغه به تا هېڅكله نه واى كړي،تا زه ښكل كړم. بيا،بيا دې په شوق سره ښكل كړم .په داسې شوق دې ښکل کوم، چې زه اړه شوم څڼې مې سره راټولې او جوړې كړم. هو زه هيندارې ته ودرېدم چې ويښته او ځان جوړ كړم. په همدې شېبه كې مې ستا يو وحشتناك عمل ته پام شو، هوكې ما ليدل چې تا په پټه زما د کوټ په جيب كې پيسې منډلې . نيږدې و چې له شرمه بې سده شم، نيږدې و چې ولويږم. زه نه پوهيږم څنګه مې وکولاى  شول چې ځان راونيسم او ستا پر مخ ګوزاردرنه كړم . هو كې تا هغه چا ته د يوې شپې د تيرېدو پسې وركولې چې له ماشومتوبه ، ته ورته ګران وې. تا هغه چا ته د يوې شپې د تيرېدو پيسې وركولې چې ستا د ماشوم مور وه، هوكې زه ستا له پاره د ښار د بدو كوڅو نه يوه كمچنۍ وم او بس ، تا د يوې شپې پيسې راكولې . تا نه يوازې زه هېره كړې وم بلكې پر ما دې ملنډې  هم وهلې .

ما نور نو ځان له لاسه وركړ او په تلوار مې د خپلو جامو په راټولو پيل وكړ چې څومره ژر كيږي ، هومره ژر ستا له كوره ووزم ، ژر تر ژره . ستا دا كار پر ما ډير ګران تمام شو، اور مې واخيست ، په منډه او غصې مې خپله خولۍ چې ستا د ليك پر ميز پرته وه راواخيسته ، خو د خولۍ د راخيستو په وخت كې مې بيا هغه ګلدان ته چې زما له خوا راليږل شوي سپين ګلاب په كې ايښي و، پام شو. زړه مې يو بل تكل وكړ، يو نامعلوم قوت راكې پېداشو او تا ته مې وويل :

–        له دې سپينو ګلابو نه به دې يو رانه کړئ ؟

    په ډير تعجب سره مې وليدل چې په ډيرې مينې او خوشحالۍ دې يو ګلاب راوخيست او ما ته دې ونيوه، ما بې له ځنډه مې درته وويل:

–        كېداى شي دا به هغې ښځې دركړي وي چې ډير ورته ګران يې؟

     تا ځواب راكړ:

–        كېداى شې ورته ګران به يم ، زه هغه نه پيژنم ، دا كومې نا اشنا ښځې راليږلي دي، نو ځكه ډير راته ګران دي .

 او ما ځواب دركړ:

– كېداى شي هغې ته به ته اشنا وې مګر تا به هېره كړې وي.

تا په خواشينۍ ما ته وكتل ، خو ما بيا يوه بله هڅه وكړه او ستا د سترګو منځ ته مې رډ ،رډ وكتل او په سترګو كې مې په چيغو ، چيغو زارۍ درته كولې :

– ومې پيژنه ، تا ته وايم ومې پيژنه ! د خداى له پاره ومې پيژنه! خو ځواب د تل په شان و، تا لاسونه رانه تاو كړل، ښكل دې كړم او د پيژندنې نښه هماغسې وركه وه.

زه په منډه د كور د دروازې پلو ته لاړم ، ځكه داسې مې احساسوله چې اوښكې نور نو ، ورېدو ته چمتو شوې دي ، خو ما نه غوښتل چې دا صحنه وګورم . ما داسې په تلوار او بې واره منډې وهلې چې نيږدې و ستا له هغه زاړه نوكر سره چې پر مخه راغي ټكر وكړم . هغه په تلوار ځان يو خواته كړ او په منډه او بې ځنډه يې ور راته خلاص كړ .د همدې سترګو په رپ كې ، تا ته وايم اورې ! په همدې يوه رپ كې ، هغه نه يوازې زما د سترګو نه د راخوځېدونكو اوښكو لومړني څاڅكي وليدل ، اورې ! تا ته وايم! په همدې لنډه شېبه كې ، په همدې يوازينۍ شېبه كې ستا هغه سپين ږيري او وفادار نوكر نه يوازې زما د مينې اور، زما لومړنۍ اوښكې وليدې بلکې زه يې پوره وپيژندلم. تا ته وايم هغه له هماغه ماشومتوب نه تر ننه پورې بيا هېڅكله او هېڅ  چېرې زه نه وم ليدلې .

 په همدې شېبه كې مې زړه غوښتل چې د درناوي په خاطر د هغه په وړاندې په ګونډو شم او لاسونه يې ښكل كړم . غوښتل مې هغه ته ځكه په ګونډو شم چې دى يوازينى څوك و چې زه يې هېره كړې نه وم. په همدې شېبه كې ستا هغه ناولې پيسې چې تا ما ته ، له تا سره د يوې شپې د تيرېدو په خاطر راكړې وې، رايادې شوې . په منډه مې جيب ته لاس كړ او د هغه په جيب كې مې ورمنډلې . هغه هم ګبنۍ واخيست او په ډار سره يې ما ته كتل . ما داسې وانګېرله چې كېداى شي هغه په هماغه يوه شېبه كې زما په اړه تر هغه څه زيات فكر كړی وي ، چې تا په ټول ژوند کې كړی و. زه ټولو هغو خلكو ته چې ما پيژندل ګرانه وم. ټول له ماسره خواخوږي او مهربانه وو. دا يوازي ته وې ، يوازې ته ، چې نه دې په يادوم او نه دې پيژندلم. دا ته وې چې په ټول ژوند كې دې يووار هم ونه پيژندم.

بيګا زموږ ماشوم مړ شو . زه اوس په ټوله نړۍ كې له تا پر ته بل څوك نه لرم،داسې بل څوک نه لرم  چې يا زه هغه ته ګرانه واوسم يا هغه ما ته ، خو زه نه پوهيږم چې ته زما څوك يې ؟ هغه څوك چې په ټول ژوند كې دې هېڅكله ، هېڅكله ونه پيژندلم. ته زما تر څنګ داسې تيريږې لکه تيرېدونكې اوبه چې په سختو تيږو لګيږي تيريږي او فنا كيږي . ته له دې ټولو چارو سره سره له مانه لرې كيږې ، په جدايي او دايمي انتظار مې محكومه وې .يو وار مې په ژوند كې تصور وكړ . ته نه خپليدونكى او نه رانيونكى مې  راو نيولې او خپله مې كړې ، هغه هم ستا او زما په ماشوم كې . هغه هم تا ته شوى و. هغه په ظلم او بې عاطفګۍ كې تا ته شوى و او ډير ژر يې د سفر ملا وتړله  او زه يې يوازې پريښودم. هغه په داسې سفر لاړ چې بيرته نه راګرځي ،دا دى زه بيا يوازې يم، داسې يوازې چې هېڅكله داسې يوازې نه وم. زه هېڅ نه لرم ، حتى له تا نه هم كومه نښه نه لرم. نه ماشوم ، نه كوم ليك ،نه كوم شعر ، خلاصه ستا له يادونو پرته  بل هېڅ شى نه لرم ، آن كه ته زما نوم هم واورې ، تا ته به هېڅ معنا  ونه لري . زما نوم به تا ته هېڅ نه وايي ، نو ولې زه له مرګه وويريږم ،له مرګه، زه چې ستا په ژوند كې مړه يم . ته چې له مانه ځې نو زه ولې كينم . ژوند زما له پاره هېڅ معنا نه لري ،نو دا به ښه وي چې مرګ ته مخه كړم . ته ډاريږې ، مګر زه نه غواړم تا كوم كار ته اړ كړم . ته به ما وبښې . زه اړه وم په ژوند كې لږ تر لږه يووار هغه څه يو چا ته ووايم چې ټول ژوند مې په زړه كې ساتلي و ، هغه هم هغه وخت چې زما د ژوند يوازينۍ هستي زما له لاسه رانه وتلې ده.

   ماشوم مې مړ دى . زه به ډير ژر بيا هغه شان خاموشه شم لكه ټول عمر چې وم ، خوغواړم تا ته د يو شي په اړه ډاډ دركړم او هغه دا ، تر هغه چې زه ژوندۍ واوسم دا خبرې چې زه يې كوم نه به يې څوك واوري او نه به يې څوك ولولي ،دا زما وصیت ليك دى . ته به زما دا وصيت ليك ، ما ته تر ټولې دنيا ګرانه ، د هغې ښځې ، وصيت ليك ،هغه وخت تر لاسه كړې چې زه به په دې دنيا كې نه يم ، هوكې دا هغه ښځه وه چې تا ته د خپل ټول ژوند په اوږدو كې سترګې په لاره وه. هغه ستا غږ ته سترګې په لاره وه، خو كېداى شي ته ما ته هغه وخت راغږ كړې چې زه به ونه شم كولاى له لحد  نه تا ته راوګرځم .

( نارې وهم غږ راته نه كړې + بيا به جهان راپسې ګورې نه به يمه ) .

 زه هغه څوك وم چې تا ته يې سترګې په لار تيرې كړې . زه نه غواړم ستا په شان تا ته كوم خپل عكس ، كومه نښه ، کوم  يادګار او يا بل څه پريږدم، ځكه اوس نو نور نه غواړم چې ته مې هېڅكله وپيژني .كه په ټول ژوند كې دا زما قسمت و، نو پريږده چې په بله دينا كې هم زما تقدير همداسې وي . زه د خپل ژوند په وروستيو شېبو كې هم نه غواړم تا ته درغږ كړم. زه غواړم له دې دنيا نه په داسې حال كې لاړه شم چې نه مې ته نوم پيژنې او نه مې څېره تا ته در په زړه كيږي. زه په كراره مرم او ته له مانه ډير لرې يې ، نو ځكه نه شې کولاى هغه څه احساس كړې چې زه يې احساسه وم. كه زما مرګ په تا ګران تمامېدلاى ، زه به نه مړه كېدم.

نور نو زه نه شم کولاى ليكنې ته دوام وركړم…سرهم ډير را دروند شوې دى .داسې ښكاري چې بايد چېرته په كراره پريوزم . كېداى شي په ژوند كې كه يووار هم وي د تقدير زړه په ماخوږ شي . له ما سره مرسته وكړي او هر څه پاى ته ورسيږي. داسې مرسته چې آن د خپل ماشوم د مړي وړلو غم هم ونه ګورم . زه نور نه شم کولاى ليك ته دوام وركړم،  د خداى په امان ګرانه ، د خداى په امان . خو له دې ټولو خبرو سره سره  هر هغه څه چې زما او ستا تر منځ و، ټول ښه وو . ډير ښه … زه له تا نه زما د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې مننه كوم . زه په دې خوشحاله يم چې ما وکولاى شول ،ټول هغه څه مې چې ټول عمر مې په زړه كې ساتلي وو، تا ته ووايم . ته خو اوس پوهيږې چې ته څنګه ما ته ګران وې ، نه نه پوهيږې ، كېداى شي يوازې تصور يې وكړې . دغه راز زه پوهيږم چې زما مينه تا دې ته اړه وي چې ته به غمجن شې او دا خبره ما روحاً اراموي . زه پوهيږم چې زما په تګ سره ستا په خواږه ژوند كې هېڅ شى نه بدليږي …………

خو په دې نه پوهيږم چې ستا د كاليزې په درشل كې به څوك تا ته سپين ګلاب درليږي ؟ ستا د ليكلو د ميز ګلدان به په دې وروستيو يوولسو كلنو كې د لومړي ځل لپاره تش پاتې شي كه څنګه ؟ ايا زما د ژوند نازكه وږمه به په كال كې يو وار ستا ليدو ته درځي كه نه ؟ تا به غيږ كې ونيسي؟

اى زما د زړه سره او د سترګو توره ،! زه له تا نه په ژوند كې د لومړي او وروستي ځل لپاره يوه هيله لرم ، هيله لرم چې هغه زما په خاطر تر سره كړې او هغه داده چې :

–  هر كال د خپلې كاليزې په ورځ ، ځكه دا هغه ورځ ده چې هر څوك د ځان په اړه فكر كوي ، هر كال د خپلې كاليزې په ورځ سپین ګلاب واخلې او د خپلو ليکلو پر ميز يې په شنه كرستال ګلدان كې كيږدې ،هوكې ګرانه ! يوازې همداسې ، همداسې وكړه لكه نور خلك يې چې د خپلو خداى بښلو په يادكوي .. زه نور نو له خدايه بل هېڅ نه غواړم ،ما له خدايه يوازې يوتن ، ته مې له خدايه غوښتې ، راته ګران وې او اوس به هم راته ګران يې… زما هيله همدا ده چې ته هغه تر سره كړې . ګرانه ،ته راته ګران وې ،تر هر څه راته ګران وې .. د خداى په امان.

د ليك پاڼې هماغسې د ده په لاس كې وې ،دهغه  تر لوستلو ډير وخت  وروسته ،همداسې په چورتونو كې ډوب و.ليکوال د څه تتو خيالونه په غيږ كې راون وو او كرار ، كرار دده تت يادونه په ده كې راژوندي كېدل . د ګاونډي ماشوم، د ګاونډۍ نجلۍ ، په ټول ژوند كې ليدلې ښځې ، د شپې رستورانونه او هوټلونه دا ټول يادونه داسې مبهم  وو لكه د اوبو په تل كې د تيږو رنګ . د هغه په ذهن كې يادونو نه يوازې ځان نه راژوندى كاوه بلکې ورك کاوه يې ، نو ځكه داسې كومه څېره چې ده ته په دې ليك کې تصوير شوې واى ، نه پېداكېده . كوم تت ياد د ده په ذهن كې غوښتل ځان راژوندى كړي، خو هرڅه يې چې كول نه كېده . هغه ته داسې بريښېده چې ده دا ټول په خوب كې ليدلي دي ، په كوم ژور او هېر شوي خوب كې ،په  ډير ژور او سخت هېر شوي خوب كې .

سر يې پورته كړ، ناڅاپه يې په هغه شين كرستال ګلدان کې چې د ده د ليكلو د ميز پر سر ايښى و، سترګې ولګېدې . ګلدان تش و او په دې وروستيو لسو – يوولسو كالو كې د لومړي ځل لپاره  د هغه د زوكړې د كاليزې پر ورځ تش او بې سپينو ګلابو و……

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب