پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Homeخبرونهحاکم والي: نورستان د ۴ بریښنا کوټونو او ډېرو ولايتونو ته د...

حاکم والي: نورستان د ۴ بریښنا کوټونو او ډېرو ولايتونو ته د بریښنا رسولو وړتيا لري

تاند:( يکشنبه، د جدي ۱۸) ‏د نورستان لپاره د طالبانو د حاکمې ادارې والي حافظ محمدآغا حکیم د حاکمې ادارې د اوبو او برېښنا وزیر مولوي عبد الطيف منصور سره په لیدنه کې د دغه ولايت له اوبو څخه د بریښنا کوټونو د جوړولو غوښتنه کړې ده.

نوموړي ویلي:((د نورستان ولایت څلور لوي سیندونه لري، چې په هر دوه کیلومترۍ کې یې د یو ښه بريښنا کوټ د جوړیدو وړتیا شته.))

نوموړي د هغه څلور لویو بندونو جوړیدل اړین وبلل چې په ۱۳۹۹ کال کې یې سروې بشپړه شوې او تر اوسه يې عملي کار نه دی پیل شوی .

حافظ حکيم د کله ګوش او منډول مشهورو سيمو د سيند او ډنډونو پر سر د برېښنا بندونو جوړول هم ارزښتمن او ګټور وګڼل.

نورستان والي د اوبو او انرژۍ وزیر ته ویلي که دغه پروژې عملي شي، نو د نورستان د سیندونو څخه تولید شوې برښنا به نه يوازې د نورستانيانو؛ بلکې د هېواد د خلکو په ژوند کې به بدلون راولي.

د نورستان د حاکم والي مطبوعاتي دفتر د بريښنا وزير له قوله لیکلي، چې په راتلونکې کې به د نورستان د سيندونو د اوبو د مديريت او برېښنا کوټونو جوړولو لپاره په بودیجه کې ځانګړې پاملرنه وکړي.

د ملا منصور په وينا،په لومړي سر کې به د دې ولايت په مرکز پارون کې د يو نوي برېښناکوټ چې د دوه مېګا واټه برېښنا د توليد وړتيا به ولري د جوړولو کار پیل کړي.

نورستان کې په لومړي ځل د پرزول شوي جمهوري نظام په وروستيو کې يو کوچنی بریښنا کوټ جوړ شو، خو خلک ېې لا د ژوند د مختلفو برخو لومړنیو اسانتياوو ته سم لاسرسی نه لري.

2 COMMENTS

  1. موږ متاسفانه ډېر تکړه او زړه سواندی، هوښیار او هوډمن مشر له لاسه ورکړ.

    طالبان ددې لپاره راغلل چې د بندونو دا لړۍ ودرول شي.!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب