چهارشنبه, مې 1, 2024
Homeخبرونهد ط-انو ادارې په جبري ډول هېواد ته د افغان کډوالو پر...

د ط-انو ادارې په جبري ډول هېواد ته د افغان کډوالو پر ستنولو اعتراض وکړ

تاند:( يکشنبه، د جدي ۱۸) ‏د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس په یوه تازه مطلب کې د طالب چارواکو په حواله او له خپله اړخه هېواد ته د افغان کډوالو د په زوره ستنولو په اړه اعتراض کړی.

باختر اژانس د ترکیې د رسنيو له قوله لیکلي، چې د تېر میلادي کال په اوږدو کې له دغه هېواد څخه څه باندې ۶۸ زره افغان کډوال په جبري ډول ويستل شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې د طالبانو د واکمنۍ د کډوالو او بيرته راستنيدونکو چارو وزير مولوي خليل الرحمن حقاني څه موده مخکې د نړۍ له هېوادونو غوښتي، چې په جبري ډول افغانستان ته د کډوالو له ستنولو ډډه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له واکمنيدو وروسته له افغانستان څخه ايران، پاکستان، ترکېې او نورو هېوادونو ته په قانوني او ناقانونه توګه د افغان پناه غوښتونکو د ورتلو لړۍ خورا چټکه شوې او ورسره د دوی پر وړاندې د يادو هېوادونو د ناوړه چلند راپورونه زيات شوي.

څو ورځې مخکې يو شمېر ترکي رسنيو ايران سره پر ګډه پوله پر يوې افغانې پناه غوښتونکې مېرمنې د خپل هېواد د يو شمېر سرتېرو د جنسي تیري خبر ورکړی و، خو د طالبانو ادارې او ډېرو افغان رسنيو په دې اړه څه ونه ويل.

په پاکستان کې افغان کډوال شکايت کوي، چې دغه هېواد ته د قانوني سفر له لرلو سره بیا هم پاکستاني پولیس دوی ځوروي، پيسې ترې غواړي او زندانونو ته ېې اچوي.

د طالبانو منتقدین دوی د دغه وضعیت مسوول ګڼي او وايي که په هېواد کې ېې د ژوند شرایط خراب کړي او د فقر او ناورين سبب شوي نه وای، میلیونونه افغانان پردو هېوادونو ته په تګ نه مجبوریدل.

طالب وياندويان بیا په دې اړه نیوکې بې بنسټه بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب