سه شنبه, مې 21, 2024
Home+مساپر او د غزني د ژمي شپه

مساپر او د غزني د ژمي شپه

دوه څلوېښت کلن یم، زما په څېر په لکونو ځوانان د خپلو نااهلو سیاسي مشرانو مخونو ته هره ورځ لاړې ورتوکوي چې څنگه یې د څو نسلونو ژوند برباد کړی دی. د دوي له لاسه څوک د مور وطن له غېـږې بېل شوي، څوک د تعلیم او تحصیل له نعمته بې برخې پاتې شوي، د چا کور ړنگ شوی او چا هم خپل عزیزان د اورونو او باروتو په لوگیو کې خاورو ته سپارلي دي.

هو! د افغانانو برخې خوارې دي. چې لږ رڼایې وویني، ژر یې تورتم لمن ورټوله کړي. د جگړې جغرافیه یې خاوره کې بدلیـږي رابدلیـږي؛ خو ټغر یې نه ټولیـږي. که سپېـرې شونډې یې لږ غوړې شې، ناامني یې په کرار نه پرېږدي. او که لوږه یې پسې واخلي، قلم کتاب پرېـږدي، پردېو وطنونو کې مزدوریو ته اړم شي. د دې بدمرغو تکرارونو سلسله په رڼو سترگو وینو، خو هیڅ نه ترې زده کوو. 

 شاه امان الله به یاد کړو، د وطن لپاره یې ستر کارونه ترسره کړل چې نښې یې اوس هم شته، خو سل افسوسه چې د کفر ټاپه پرې ولگېده او د وطن د ابادۍ او پرمختگ خوب یې په اوبو لاهو شو. داود خان به یی سرټمبه باله، د افغانستان د بنسټزو پروژو عملي چارو ته یې څه په مینه مټې نغاړلې وې، خو څومره ژر یې له مخې سره چپ کړ. او بلاخره اشرف غني چې افغانستان کې یې د یوه مدرن او دوامداره سیاسي نظام لپاره راتلونکو نسلونو ته نقشه کښله، څه په ناهیلۍ د هېواد پرېښودو ته اړ اېستل شو. 

د سترو کارونو د ترسره کولو په برخه کې چې د یادو واکمنانو بېـړې ته سړی ځېر شي، نو دا خبره یې ذهن کې گرځي چې کېدای شي دوی به پدې پوهېدل چې د خدمت لپاره ډیر وخت نلري، یا به یې داسې انگېرله چې افغانان د نړیوالو ټولنو د پرمختگ له کاروانه دومره وروسته پاتې دي؛ چې پلي نه، بلکې په منډه باید ځانونه ورورسوي.

وایې یواځې خدای پوره دی؛ بنده خپلې خامېانې لري. د ارقامو په اساس د افغانستان د نفوسو اتیا سلنه خلک په کليو او بانډو کې ژوند کوي، پاتې شل سلنه نور په ښارونو کې اوسیږي. د ښونځېو او پوهنتونونو د جوړولو فکر ان زموږ د ښو واکمنېو پرمهال هم، یواځې پر څو کلیدي ولایتونو راڅرخېدلی دی. پدې اساس د افغانستان اتیا سلنه نفوس د عصري زده کړو له امکاناتو څخه بې برخې یا کم برخې پاتې شویدي. همدا سبب دی چې گزکي یې موږ اوس وینو. که چېرې زموږ واکمنانو په لرېو پرتو سیمو کې، د ښونځیو او پوهنتونونو جوړولو او سمبالولو ته لکه د لویو ښارونو پاملرنه زیاته کړې وای، نن به دښمن په اسانۍ د افغانستان له کلیوالو سیمو له نالوستو ځوانانو لښکرې نه شوای جوړولې، او په شواخون جوړ شوي نظامونه به یې له بېخه نه ړنگولی. د دین مقدس روایات به، په شریرو مدرسو کې د روزل شویو ملایانو په مزاج او خوښې نه تفسیرېدلی.

بدمرغي مو دا ده چې هر ځل د ابادۍ او پرمختگ لپاره کوم گام اخیستل شوی دی، د مزله په نیمايي کې یې پښې راوهلي دي. په افغانستان کې د واکمنیو د چټکو او پرلپسې ټوکېدو او پرځېدو بهیر، ما ته د غزني په ساړه ژمي کې د یوه مساپر کیسه رایاده کړه.

د غزني په ساړه ژمي کې، د یوه مساپر شپه شي. د ښار میلمستونونه ټول له مېلمنو ډک وي او د شپې د تېرولو لپاره فالتو کوټه نه پیدا کیږي. مساپر یو سماوار ته ورځي، خو ځای نه وي پاتې. یوه کاروان سرای ته ورشي، هلته هم رد ځواب ورکړي. مساپر له ناچاریه د کاروان سرای له چوکیداره د یویې شړۍ خواست کوي چې مقصد د سرای د انگړ په یوه څنډه کې شپه تېره کړي، چوکیدار مساپر ته وايي:

– شړۍ نه لرم، خو د خرو یو څو کتې شته.

مساپر ځواب ورکړي:

– پرېږده چې له یخه مړ شم، خو د خره کته به وانه غوندم!

مساپر د سرای انگړ کې ښکته پورته گرځي راگرځي چې تود شي. شپه پخه شي او یخ منگولې ولگوي! مساپر بیا له چوکیداره شړۍ غواړي، خو هماغه تېر ځواب اوري، بیرته د سرای انگړ ته لاړ شي او په دې فکر کوي چې له چوکیداره د خره کته واخلي که نه؟

 گړۍ وروسته بیا چوکیدار ته ورشي او له هغه د شړۍ خواست کوي، خو چوکیدار په ځان اچولې کته وروښيي او وايي:

– که درلودی مې، ما به خپله اغوستې وه!

 شپه ښه سړه شي، پاس آسمان کې ستوري ځلېـږي او لاندې مساپر له یخه ریـږدي. نور یې توخته نه کیږي، چوکیدار ته په منډه ورشي او ورته وايي:

– لږ پاتې ده چې له یخه مړ شم، هماغه راکړه خو نوم یې مه اخله!

مساپر د سرای د انگړ یوه دیوال ته ډډه لگوي، د خره په کته کې ځان پټ کړي څو د ژمي هغه سړه شپه سبا کړي. که څه هم کتې بوینې او ناولې وې، خو مساپر له یخه ژغوري.

کله چې د چا له اندازې زیات ساړه وشي بیا پوښتنه نه کوي چې د خره ناولې کته یې اغوستې که یوه پاکه او پسته شړۍ. افغانستان له کلونو راپدیخوا یخنۍ ځپلی دی.هر څه چې وي خلک پرې راضي کیږي، مقصد دوي له یخه وژغوري. دا هیواد د پردیو د وسلو او ایدیالوژیو په لابراتوار بدل شوی دی!

عبدالعزیز نایبي

۷/۱/۲۰۲۲

ستاکلهم

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب