شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبلنډه کیسههیر/اجمل پسرلی

هیر/اجمل پسرلی

د میوند د اپارتمان د وره پر زنګ چې مې ګوته کیښوده، خدای خدای مې کول چې یو څه ښه شوی وي. لکه چې دعا مې قبوله شوې وه ده په خندا یې غیږ راکړه، تر لاس نیولی یې د ناستې کوټې ته بوتلم. تلویزیون لګیدلی و. د ده د ښځې تر مړینې وروسته چې څو ځله راغلم تلویزیون به مړ و، کوټه به ګډه وډه وه، خو اوس کوټه جارو ده، په المارۍ کې کتابونه سره سم دي، د کوچونو پر سر یې بالښتونه ایښي…

د پخلنځي خواته تیر شو. په کومه ورځ چې یې میرمن مړه شوه داسې غلی شو چې نه یې زړه غوښتل څه ووایي او نه یې ژړل. بیا تر څلویښتي همداسې و تر هغه وروسته به یې دلیل دا و چې پردی وطن دی غم نه ویشل کیږي.

یوه ورځ یې بیا راته ویل چې زمان غم کموي له مکان سره څه وکړي چې په کوټو کې ګرځي دا یې سترګو ته دریږي، چې لوښو ته دریږي دا ورپه یادیږی، چې په کوټه کې کښینی د دې خبرې یې په غوږو کې انګازې کوي….

د چای پیاله یې رامخته کړه:

-په څه چرتونو کې ډوب یې؟

-شکر دی چې غم دې ته شا کړه

له یوټیوب څخه یې د تلویزیون پردې ته د چارلي چاپلین فلم ولګاوه، په ریموټ یې د تلویزیون پردې ته اشاره وکړه:

-د سړي طبعه راسته کړي

-شکر چې غم دې هیر کړی

چاپلین په ارته پتلون کې کوږوږ رهي شو، ما کټ کټ وخندل. ده په نوک ریموټ وګیراوه. ورته ومې ویل:

 -سړی کمال کوي

د چای له پيالې یې غټ غوړپ وکړ. ما ورته وویل:

-دا څو میاشتې دې غم کاوه کار دې له لاسه ولاړ څه ګټه دغسې تکړه شه

سړه ساه یې وایسته. د چاپلین د لنډ فلم له ختمیدو سره مې پر پياله لاس ونیو:

-زه نور ځم شکر چې غمونه دې کم شوې دي

ده تلویزیون مړ کړ. زه راووتم. د بلاک تر زینو نه وم رسیدلی چې دروازه یې پرانیسته راغږ یې کړ:

-وبښه ته خو یو ځل راشه

په یوه لاس کې یې د خپلې میرمنې عکس ، په بل کې میخونه و:

-دا دلته مخامخ پر دیوال لګوم ته ورته وګوره چې سیخ دی

ما یې عکس له لاسه واخیست د تلویزیون تر میز لاندې المارۍ کې مې کیښود. ده په موټ کې نیولي میخونه وشرنګول. زه ترې راووتم. د وره په خوله کې ودریدم:

« خپه شوی نه وي»

 د څټک ټک ټک شو….

پراګ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب