یو سړي له یوې ښایسته نجلۍ سره واده وکړ. ډېره زیاته مینه یې ورسره لرله، خو له څه مودې وروسته دا ښایسته نجلۍ د پوست/څرمن خرابېدو په ناروغۍ اخته شوه.
د وخت په تېرېدوه سره یې ښایست له منځه ته، خو یوه ورځ یې مېړه پر سفر ووته. کله چې بېرته راستېده، پر لاره یې ټکر وکړ، سترګې یې ټپي شوې او نظر یې هم له منځه لاړ، خو د دې مینهناکو انسانانو ژوند له پخوا ډېر مینهناک شو.
څومره چې ورځې تېرېدلې د نجلۍ ښایست له منځه ته، خو ړوند مېړه یې په دې نه پوهېده چې د مېرمنې ښایست یې له منځه تللی دی او د دوی په خوشاله ژوند کې دې پېښې هېڅ منفي اغېزه و نه کړه.
سړي ورسره لکه د اول په څېر مینه کوله او مېرمنې یې هم له خپل خاوند سره ډېره زیاته مینه لرله، خو یوه ورځ یې مېرمن له زینې راپرېوتله او د سر ټپي کېدو له کبله ومړه.
د مېرمنې مړینې سړی سخت غمجن کړ. د خپلې مېرمنې د تدفین مراسم یې په دودویز ډول خلاص کړل او غوښتل یې نور دا ښار پرېږدي.
یو سړي پرې د شا له لوري غږ وکړ، ورته یې وویل، اوس به ته څنګه یوازې وګرځې، ځکه تا سره خو دې په سختو ورځو کې مېرمنې مرسته کوله؟
هغه ورته په ځواب کې وویل، زه ړوند نه یم او دا مې هسې بهانه جوړه کړې وه، ځکه که مېرمن مې پوه شوې وای چې زه د هغې بدرنګي وینم، هغې ته به دې حالت له خپلې ناروغۍ ډېر درد ورکړی وای؛ نو ځکه مې د ټول عمر لپاره د ړانده بهانه جوړه.
– هغه مې ډېره مینهناکه مېرمن وه. ما غوښتل هغه تل خوشاله وساتم او ځینې وخت په ژوند کې غوره وي چې د ړندو کانې وکړو، د یو بل کمي په نظر کې و نه نیسو، څو خوشاله و اوسو او په ژوند کې کوچني مسایل له پامه غورځول، ژوند اسانوي.