یکشنبه, مې 19, 2024
Homeکلتورپېښــوره! جـوړې دا ځل پـر لاهــور هم...

پېښــوره! جـوړې دا ځل پـر لاهــور هم…

خــوب کې وینم جـهـادونــــه راروان دي

د دهشت سپېره وخــتـونــــه راروان دي

تـــــږي تـــــورې د اسلام يې دي تــــــړلي

د غــــازیــــانــــو کاروانـــونــه راروان دي

له چنګیزه هم هـــــــزار ځله وحـشـي دي

پټ پــــه دوړو کې اســــونـــه راروان دي

پـه دې خــاوره خــــونړۍ ډرامې لپاره

ډک له ویـنـو سیریـالـونــــه راروان دي

دا هــېـواد د لـوی لـوبې، لوی مېدان دی

د لــوبــډلـــو کتارونـــه راروان دي

پېښــوره! جـوړې دا ځل پـر لاهــور هم

تـا پـه شان خودکش بريدونه راروان دي

‏د ربـــاب او د شپېلۍ غــــــږ کــوي کــــډه

د مـــــرمـــیــــو بـــد غــــږونــه راروان دي

اې سعوده! ښاپــېــریــــو ښکلي بـــاغ تــــه

د پـــیـــریــــانـــو لـښـکرونــــــه راروان دي

تور تاجر په فابریکه کې دي سـاخت شوي

ډېـر ځـانـمـرګي جېکټونــه راروان دي

د دې خــاورې خــــودساخته ناسور لپاره

یــاد ســاتئ اپـریشـنـــونـه* راروان دي

بیا وریځـې د بـارود پر اسمان راغلې

د اورونـو بـارانــــونـــــه راروان دي

سعود بنګښ

اپریشنونه*…عملیات

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب