پنجشنبه, اپریل 18, 2024
Homeسپورتد سوک وهنې ملي لوبډلې د غورواوي سيالۍ پای ته ورسیدې

د سوک وهنې ملي لوبډلې د غورواوي سيالۍ پای ته ورسیدې

تاند:( يکشنبه، د جدي ۱۸) ‏د ننګرهار په کوربتوب د سوک‌وهنې د ملي لوبډلې د غوراوي سیالۍ پاى ته ورسېدې.

په دې سياليو کې کابل لومړی، بلخ دويم مقام او ننګرهار درېیم مقام ګټلی.

 په دغو سياليو کې ٢٦ تنو ورزشکارانو ملي لوبډلې ته لار وموندله.

د دغو سياليو په ترڅ کې د کابل لوبډلې لومړى مقام خپل کړ، چې ١٥ تنو ورزشکارانو يې د سوک‌وهنې ملي لوبډلې ته لار وموندله همدا راز بلخ دويم، ننګرهار درېيم، کندهار او فارياب ولايتونو لوبډلو په ګډه څلورم مقام خپل کړ.

 د سوک‌وهنې ملي لوبډلې په دغو سياليو د ٢٥ولايتونو ١٨٨ ورزشکاران ګډون درلود، چې اته ورځې يې دوام وکړ.

په پاى کې ګټونکو ورزشکارانو ته د ورزش مسوولینو له لوري مډالونه هم ورکړل شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب