Homeخبرونهافغانستان بانک پر کابل د نړیوالو مرستو بنديدل رد کړل

افغانستان بانک پر کابل د نړیوالو مرستو بنديدل رد کړل

تاند:( يکشنبه، د جدي ۱۸) ‏د افغانستان بانک سرچينو کابل ته د نړیوالو بشري مرستو بنديدل رد کړل.

د بانک په یوه اعلامیه کې راغلي چې د دغو مرستو د بندېدو راپورونه ناسم او بې بنسټه دي.

افغانستان بانک د رسنيو له مسوولينو غوښتي، چې په اطلاع رسولو کې واقعیتونه په نظر کې ونيسي.

افغانستان بانک په تازه اعلامیه کې بيا تایید کړې، چې د تېرې لیندۍ میاشتې له ۲۳ مې وروسته کابل ته د اونیزو بشري مرستو نقدي کڅوړې نه دي راغلي.

ځينو رسنيو پرون د افغانستان بانک د ویاند حسیب نوري له قوله خبر ورکړ، چې نړيوالو د نجونو او ښځو پر زده کړو او کار د طالبانو د وروستیو بندیزونو په غبرګون کې افغانستان ته د بشري مرستو استول ځنډولي.

د ښځو او نجونو د زده کړو او کار پر ضد د طالبانو بندیزونه په پراخه کچه د نړیوالو مخالفت سره مخ شوی او خبرداری ورکړل شوی، چې د دغو بندیزونو له نه لغوه کیدو سره به افغانستان سره کيدونکې بشري مرستې ودرول شي.

د طالبانو ځينو چارواکو او له هغې ډلې د دوی د لوړو زده کړو سخت دریځه وزیر ملا ندا محمد ندیم د ښځو زده کړې او کار د دوی « بې عزتي» او « د کفارو غوښتنه» ګڼلې او ورسره د مخالفت په دوام ېې ټینګار کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...