شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهملا برادر: غربي رسنۍ د افغانستان وضعیت منفي تبلیغوي

ملا برادر: غربي رسنۍ د افغانستان وضعیت منفي تبلیغوي

تاند:( يکشنبه، د جدي ۱۸) د طالبانو د حاکمې ادارې د رييس الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر د یو شمېر اسلامي هېوادونو استازو سره د لیدنې پر مهال غربي رسنۍ د افغانستان د وضعيت په اړه په منفي تبلیغاتو تورن کړي دي.

نوموړي په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزير شېخ ندا محمد ندیم بیا د پوهنتونونو د ژورناليزم پوهنځي د نصاب د بيا کتنې په اړه غونډې ته ورته څرګندونې کړي.

طالب چارواکو په داسې حال کې دا څرګندونې کړي، چې په کور دننه هم د نجونو او ښځو پر وړاندې د افراطي پریکړو ، د واک د انحصار او د منتقدانو په باور ېې په ناسم مسیر د افغانستان او حکومتولۍ د حرکت له امله پراخو مخالفتونو سره مخ دي.

د یو شمېر اسلامي هېوادونو د دیني عالمانو پلاوی له څو ورځو راهيسې په افغانستان کې دی او مختلفو طالب چارواکو سره لیدنې لري.

ویل کیږي، چې د طالبانو اميرالمؤمنين ملا هبت الله اخندزاده له دغه پلاوي سره د لیدنې غوښتنه رد کړې ده.

1 COMMENT

  1. ایا تاسو خلک هم لکه ځان غوندې ړانده فکر کوې غربیان منفی تبلیغات نکوېې ټول خلک ستاسی دا وحشی عملونه له نژدې وېنی ضرورت دې غرب منفی تبلیغاتو ته نشته که تاسو کی اهلیت وایې او دې جهالت ځنزیر مو په غاړه کې نه واېې نو ولی امیر هیبت لوطی دې دنیا له علماو پټ شو له دې معلومیږې چې تا سو دې همدې غربی کفارو یوه پروژه یاست چې دې پاکستان په واسطه اسلام بدنامه کړې او دې نړې خلکو ته روښانه کړې چې مسلمانان دا داسې بی کلتوره خلک دې مګر الله حق ده او خداې به مو ډیر زر وشرموې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب