تاند- له نن څخه 53 کاله پخوا د ۱۹۷۳ م کال د اکتوبر په لومړۍ نېټه د افغانستان یو مستعد او ځوان پخوانی صدراعظم محمد هاشم میوندوال په ډېره بې رحمۍ شهید کړل شو.
سره له دې چې میوندوال ترقي غوښتونکی و خو د خلق او پرچم ډلو میوندوال د خپلې لارې خنډ باله او له همدې کبله د محمدداودخان له کودتا وروسته د پرچم ډلې میوندوال ته دسیسه جوړه او د ۱۹۷۳ د اکتوبر په لومړۍ نېټه یې تر شکنجې لاندې وواژه. د مرګ په مهال میوندوال ۵۲ کلن و.
میوندوال ته چپیانو د کمونیست ضد عنصر په سترګه کتل او هغوی د خپلې اډیالوژۍ په لاره کې خنډ ګاڼه. ویل کېږي چې د میوندوال د کودتا د ادعا خبر د داوود خان او د هغه د ورور محمد نعیم خان په شمول ډیر کسان حیرانه کړل.
میوندوال په مقر کې له ابتدايي زده کړو وروسته په غازي او حبیبیه لېسو کې نورې زده کړې کړي دي. له دوولسم څخه تر فارغېدو وروسته یې په ۱۳۳۱ کې د مطبوعاتو په مستقل ریاست کې کار پیل کړ او ډېر وخت نه و تېر چې د انیس حریدې مسوول وګومارل شو. په ۱۹۴۵ م کال د مطبوعاتو په مستقل ریاست کې د دایرة المعارف ادارې عمومي رييس وټاکل شو. په هماغه کال یې ترفیع وکړه او د مطبوعاتو د مستقل ریاست، چې وروسته د اطلاعاتو او کلتور په وزارت بدل شو، د مرستیال په توګه مقرر شو. ډیره موده لا نه وه تېره چې د اعلحضرت ظاهرشاه مطبوعاتي سلاکار شو او یو کال وروسته د مطبوعاتو مستقل رییس شو.
له دې وروسته په بهرنیو چارو وزارت کې سیاسي مرستیال او بیا په پاکستان کې د افغانستان سفیر او ځانګړی استازی وټاکل شو. میوندوال وروسته په لندن کې د افغانستان د سفیر په توګه دنده لرله او همداراز یوه موده په امریکا کې د افغانستان د دولت فوق العاده استازی شو خو بیرته پاکستان ته ولیږل شو او د افغانستان د ځانګړي استازي دنده وروسپارل شوه.
په ۱۹۶۴ کې د ډاکتر محمدیوسف په صدارت کې د مطبوعاتو وزیر وګومارل شو. خو کله چې په ۱۹۶۵ کې محمد یوسف له صدارته استعفا ورکړه، میوندوال ته د ۱۳۴۴ د عقرب یا لړم په اوومه د کابینې جوړولو بلنه ورکړل شوه.
میوندوال د صدراعظم په توګه متحدو ایالتونو ته د سفر په مهال د امریکا د هماغه مهال ولسمشر ته وویل چې، سره لهدې چې افغانستان د شوروي اتحاد ګاونډی دی، خو بې طرفه هیواد دی او بې پرې پالیسۍ ته دوام ورکوي.
د میوندوال د صدرارت دورې ډیر دوام ونه کړ. ده د ۱۹۶۷ په اکتوبر کې له صدارته استعفا ورکړه او د درملنې لپاره له هیواده بهر ته لاړ. په ۱۹۶۹ کې یې د ملي شورا د ولسي جرګې د دیارلسمې دورې په انتخاباتو کې ځان کاندید کړ خو بریالی نه شو.
میوندوال د ۱۹۶۶ په اګست کې د مساوات سوسیال دیموکرات ګوند تاسیس کړ. د دغه ګوند تګلاره مشروطه شاهي، سوسیال دیموکراسي، ملتپالنه او ولسواکي وه. میوندوال د شاهي حکومت د پاتې کېدو او صدراعظم ته د اجرايي چارو د سپارل کېدو پلوی و.
په لومړیو کې د میوندوال تخلص پردېس و. میوندوال په خټه تره کی او د غزني د مُقر ولسوالۍ اوسېدونکی و.
د ۱۹۶۵ کال د نوومبر په ۲ مه محمدهاشم میوندال د افغانستان صدراعظم وټاکل شو.
میوندوال د افغانستان لومړنی صدراعظم و چې پښتو وینا یې وکړه. ده به نیمې خبرې پښتو او نیمې دري کولې.
شهید محمد هاشم میوندوال ته د الله تعالی جنتونه په نصیب کړي. افغانانو تل د خپلو رقیبانو په وژلو کې بېړه کړې او د میوندوال ، محمد موسی شفیق ، دوکتور نجیب الله ، عبدالجبار قهرمان ، جنرال عبدالرازق او …. په شان با استعداده شخصیتونه یې وژلي او دا ملت یې له پوهو شخصیتونو نه خلاص کړیدی چې په نتیجه کې د پردیو لاس وهنو ته زمینه برابره شوېده .
باید وویل شي چې شهید میواند له نن نه 50 کاله پخوا د 1973 کال د سپتمبر په 24 د هېواد د نا اهله کسانو له خوا شهید شویدي . اروا یې ښاده او جنتونه یې نصیب شه .
شهید میوندوال دافغانستان دمساوات جرېدې مؤسس او پیاوړی صدراعظم په ډیر بې شرمانه توګه په شهادت ورسېد دهغه شهادت دافغانستان په تاریخ کې تور داغ او ضد انسانی بربریت ګڼل کیږی
۱۸۷۳ کال زما په نظر سم نه دی.
۱۹۷۳ م کال دی .
مننه
مننه، دوهم ځل کال ناسم لیکل شوی و. کور مو ودان چې تېروتنه مو راته اصلاح کړه. تاند
ډاکتر لمر
درنو لوستونکو ته سلام او په درنښت!ً
دغه تبصره ما د ښاغلي عبدالصمد ازهر د یوې لیکنې، چې د مرحوم ډاکتر نجیب د مرګ سپیناوی یې غوښتی وو، کړې وه، خو موضوع د شهید میوندوال په وژنې پورې هم اړوند وه، نو دلته مې هم راپورته کړه!
د شهید سرداد محمد داود په کودتا کې زما تره، جنرال عبدالغني له کودتا سره د مقاومت اړوند بندي شوی وو او لږ موده مخکې د کمونیستانو د ثور له کودتا له بنده خلاص شو، مګر بیا هم په کور کې نظر بند وو! چې بیا کمونیستانو په ۱۳۵۸ کال وواژه، چې ما یې صرف نوم په (لیست ۵۰۰۰) کې بیا ولوست.
هغه مهال زموږ په کور کې یاده شوه، چې داود خان خپل سیاسي مخالفین وژني، چې هغه ورځو کې میوندوال هم وژل شوی وو، خو آوازه داسې وه، چې ګواکې په خپله نیکتایي یې ځان ځندۍ کړی وو او خودکشي یې کړې وه.
ویل کېدل سردار داود خان یو عبدالصمد ازهر نومی، چې د اښتنو پوښتنو په ترڅ کې مسؤل کس وو، ورغوښتی وو او ورته یې ویلي ول، چې: آخر کشتین! بیا دغه عبدالصمد ازهر به د پرچمیانو په منځ کې ویل: ده همي ګوردېش که کتې لغت زدم، دیګه از جایش نخیست! نو لومړی باید دغه ښاغلی عبدالصمد ازهر په دې اړه وپوښتل شي، چې مرحوم میوندوال د تحقیق په ترڅ کې څه ډول وژل شوی! همغه خبره ده، ټول خپله درنه او د نورو سپکه وایي! ستاسو د بري په تمه! وسلام
لوستي مې دي، کودتاچي داود د افغانستان پرمختګ سره ليونۍ مینه درلوده. خو دې کودتاچي له ډېر ليونتوبه دوه نه بښوونکي جنایتونه هم کړي دي: د شاهي نظام حذفول، د کمونستانو خصوصا پرچمي ک. فروشانو په مرسته او بل د میوندوال په شان هستي نه د افغانستان محرومول.
دلته د ده شهادت علت، شکنجه یاده شوې. مګر د شکنجې مجریان نه دي په ګوته شوي.
دا پيښه افغانستان کې د سیاسي قتلونو متعفن تاریخ يوه توره زاویه ده چې باید په څيړنو پوره روښانه شي.
له شفاهي منابعو مې اوريدلي د میوندوال د شکنجې مأمور یو پرچمی و. ویل کېږي اوس د (امپریالیزم) په آخور ولاړ دی.
دوی خپله واکمنۍ کې په زرګونو افغانان د امپرياليزم سره تړاو په تور ژوندي ترخاورو لاندې کړل.