اې دوه ډوله خلک دي:
یو پخپله فکر کوي؛
بل د نورو له فکره خپل فکر جوړوي.
کله چې مې په تا کې د فکر کمزوري ولیدله،
درته مې وویل، درته مې ولیکل:
پوه شه!
یا د خپل شتون لپاره
د خپل فکر پر پښو ودرېږه؛
او که لا دې خپل فکر نه وي موندلی،
له هغو رڼا واخله
چې ژوند یې د فکر په ښېرازۍ شین دی.
ځکه که فکر له لاسه ورکړې،
یوازې به د ډبرې پر مخ
کښل شوی انځور پاتې شې؛
حالات به دې وموښي،
دوړه به شې،
او بالاخره به
د ځمکې په ګردابونو کې
ورک شې.
نو…
پوه شه!
پوه شه کنه!
خو پوه شه… کنه.
☆☆☆
لیکوال: شاه زلمی
٢٠٢٥ د سپتمبر ٣٠مه