یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونه«جنرال مبین» د استخباراتو له زندانه خوشې شو

«جنرال مبین» د استخباراتو له زندانه خوشې شو

تاند:( يکشنبه، د جدي ۱۸) په ټولنیزو رسنیو کې په « جنرال مبین» د طالبانو يوه مشهور مطبوعاتي مبلغ د استخباراتو له زندانه د ده د خوشې کیدو خبر ورکړی.

د نوموړي د نیول کیدو موضوع څو ورځې مخکې رسنیزه شوه، خو د طالبانو وياندويانو یې تر اوسه په اړه څه نه دي ويلي.

خپله مبین له نوم اخیستو پرته د طالبانو له یو شمېر مشرانو د نوموړي د خوشې کولو له امله مننه کړې.

په خپرو شويو عکسونو کې لیدل کیږي، چې د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال عباس ستانکزي د نوموړي د خوشې کیدو لپاره هڅې کړي.

ځينو سرچينو د هغه د نیول کیدو دلیل د پاکستان خلاف د نوموړي څرګندونې او ځينو نورو په کابل کې د انسان تښتونې په تور د یو شمېر کسانو پر وژل کیدو نيوکې ښودلې وې.

د ټولنيزو رسنيو ځينو فعالانو ادعا لرله، چې « جنرال مبين» د انسان تښتونې په تور د وژل شويو کسانو د هويت په اړه پوښتنې مطرح کړې وې.

ځينې خپاره شوي اسناد ادعا کوي، چې وژل شوي کسان د طالبانو اړوند جنګیالي او د یو شمېر چارواکو خپلوان وو.

« جنرال مبين» ته په منسوبو نیوکو کې ویل شوي، چې هغه په ټپي حالت کې د وژل شويو تښتونکو د وژلو دلیل له دوی سره د طالب مشرانو د تړاو افشا کول وو.

د طالبانو رسمي سرچينو په دې اړه څه نه دي ويلي.

مبین، چې په ټولنیزو رسنیو کې ېې ځان په« جنرال مبین» مشهور کړی، د دوی له واکمنيدو سره د کابل لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند و.

هغه، چې څو ځله په باج اخيستو او خلکو سره په ظلم هم تورن شوی، وروسته له دندې ګوښه او کور ناستی شو.

مبین په وروستيو کې د طالبانو دفاع وزیر ملا یعقوب، د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال عباس ستانکزي او نورو ځينو څېرو سره چې د پاکستان ضد ګڼل کیږي، نيږدې اړيکې لري.

4 COMMENTS

  1. GENRAL MUBIN IS A GREAT HONEST AFGHAN.
    HE ALWAYS SPEEK HONESTLY ,HOW AFGHANS WANT,
    ZENDAH BAAD GREAT GENRAL SAHIB MUBIN.
    THANK YOU

  2. طالبان خو دا نه مني چې دوی د پنجابي غلامان دي مګر د مبین نیول کیدل ټولو افغانانو او په ټیټه کچه طالبانو لپاره لوی ثبوت دی.

  3. عزیزانو، ملا مبین هم د همدې ډلې کس دی. ده د طالبانو د حکومت په لومړي سر کې له خلکو په زوره پیسې او باج اخیسته او خلک یې وهل ټکول او ځورول. تر رسوايي وروسته یې دنده بدله شوه او په نمایشي خیر ښېګونو یې شروع وکړه. که کارونه یې نمایشي نه وي نو والله که یو سم مسلمان خلکو ته د خپلو مرستو فلمونه او ويډوګانې جوړې کړي. زمونږ خلک زما په شمول ډېر خوشباوره دي. لږ څه نور هم صبر وکړئ دده اصلې څېره به هم لکه ملا ندیم او ملا حقاني تاسو ته معلومه شي. ددې سړې دنده له دا لاندې دوه حالتونو خالي نه ده. یا دا چې دا جناب پخپله د همدې اختطافچیانو مشر دی، او یا دا چې ضد استخباراتو ته کار کوي. په بله عباره د طالبانو د سیاسی مخالفینو د برسېره کولو لپاره کار کوي. شپه کې غلا او په ورځ ریا. د منفي نظر لپاره بخښنه غواړم.

  4. اصلاً بله خبره:
    ملا نصرالدین سهار وختی له کوره را ووت او د حقانیه مدرسی خوا ته روان ۇ، سترګی ئی د غوائی پر خوشَیو ولګیدی کوم چی یو چا نصوار پر تُف کړی وه،. ملا ساب چی دا منظره ( د خوشیو او نصوارو غاړه تر غاړه مینه) ولیده نو ئی په لوړ ږغ د ځان سره وویل:
    « د ناځوانه زوی په نصوارو خوشائی مردار کړی دی ».
    نو
    جنرال مبین ناځوانه هم د ” جنرالی ” خوشائی پخپلو نصوارو ( لقب ) مردار کړی دی.
    البته د ظاهر شاهی او داود شاهی او ثوری او جهادی جنرالانو له مخی دی حیاء وی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب