دنمارک
په دې اړه چې په تېرو وختونو کې د مجاهدینو جگړه تر کومه بریده د پاکستان د امنیتي گټو او په سیمه کې د امریکا له ستراتیژیک حضور سره تړاو درلود، او د ثور د چپيانو کودتا او جگړه تر کومه بریده د روسیې له گټو او د هغې د جنوبي پولو له امنیت سره تړاو درلود، اوس مهال بحث ته نه داخلېږم.
خو دا یو مسلم حقیقت دی چې، په افغانستان کې سړه جگړه دغه هېواد د یوې اوږدې او ویجاړوونکې کورنۍ جگړې خواته ټیله کړ؛ داسې جگړه چې افغانستان په عملي توگه د ځمکې او هوا له لارې د بېلابېلو وسلو د کارولو په یوه ستره ازمېښتي ډگر او د نړۍ د ډیرو هیوادونو د استخباراتي لوبو په فعال او لوڅ میدان بدل شو.
د بهرنیو عواملو ترڅنگ، یو مهم داخلي واقعیت هم شته چې باید له پامه ونه غورځول شي: له جهادي تنظیمونو څخه نیولې تر دولتي ملیشهجوړونې پورې، داسې جوړښتونه رامنځته شول چې د جگړې د پای ته رسېدو پر ځای یې په ډېرو مواردو کې د جگړې له دوام سره مرسته وکړه او ملي تفاهم ته یې د رسېدو لاره ستونزمنه او ډبه کړه.
د دغو ځواکونو یوه د پام وړ برخه د قومي، سمتي، ژبني او سیمهییزو تړاوونو پر بنسټ تنظیم شوې وه، چې د وخت په تېرېدو سره، له لنډمهاله پوځي ابزاره څخه د قدرت پر ټاپوگانو او د حاکمیت پر وړاندې د بالقوه گواښونو په مرکزونو بدل شول؛ داسې مرکزونه چې د رسمي حاکمیتونو ترڅنگ یې خپل نفوذ، وسلې، سرچینې او د قدرت خپلواکې شبکې لرلې.
له همدې جوړښتونو څخه جنگ سالاران را ووتل، بیلتون پال راووتل، نیابتي ځواکونهسر پورته کړ خراسانیان راووتل، هزارستانیان راووتل، جنوبي ترکستانیان راووتل، قومی اوژبني اختلافاتسر را پورته کړ؛ داسې کسانسر را پورته کړ چې خپل سیاسي او اقتصادي بقا یې تر ډېره د جگړې، انارشیزم او لنډغریزم په دوام کې لیدله، نه په یوه تلپاتې سوله او ثبات کې.
تیرو تجربو وښودله، چې کله یو وسلهوال ځواک د قومي، سمتي، ژبني یا سیمهییز هویت پر بنسټ رامنځته شي، د خپلې لومړنۍ دندې له پای ته رسېدو وروسته یې مهارول ډېر ستونزمن حتا ناممکن کېږي.
له بده مرغه، په تېرو وختونو کې دولتونو هم د دې سیاست اوږدمهالو پایلو ته کافي پاملرنه نه کوله. د ډېرو حکومتونو لپاره په لنډ مهال کې د واک ساتل او د حاکمیت دوام، د ملي مسئلې د حل، ملتجوړونې او د قانون د حاکمیت لپاره د پیاوړو بنسټونو له جوړولو څخه مهم گڼل کېدل.
په همدې لیکه کې، د نن ورځې بحث په مشخص ډول د قومي او سیمهییزو شوراگانو جوړېدو او پراختیا ته ځانگړې شوې ده.
په وروستیو کلونو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د «شورا» تر نامه لاندې یو ډول قومي او سیمهییزې تشکلونه چې شمیر یې تر سلو زیات دي، رامنځته شوي او لا د پراختیا په حال کې دي.
د بیلگې په توگه، له احمدزي شورا او د کټواز شورا څخه نیولې، تر پشهیي، نورزي، اڅکزي، اسحاقزي، د علی خیلو سراسري شورا، د شمالي او د پنجشیر شورا او همدارنگه لسگونو نورو ورته تشکلونو پورې.
کېدای شي د دغو شوراگانو ډېری په اوسنیو شرایطو کې یوازې د شخړو د حل، ټولنیزې همغږۍ د سیمهییزو گټو د دفاع او د خلکو د ستونزو د حل لپاره فعالیت وکړي. له همدې امله نه شو کولای ټولې شوراگانې یو ډول وبولو او همدارنگه نه شو کولای چې د سیمهییزو شخړو په حل کې د هغوی احتمالي مثبت رول له پامه وغورځوو.
خو د افغانستان د تیرې نیمې پیړۍ تجربو ښودلې ده، چې ډېری ټولنیز او سیمهییز جوړښتونه په عادي شرایطو کې یو ډول فعالیت لري؛ خو کله چې سیاسي یا امنیتي بحران رامنځته شي، همدغه جوړښتونه په ډېرې چټکۍ سره پر سیاسي، پوځي او حتا وسلهوالو جوړښتونو بدلیدای شي.
نن کېدای شي دغه شوراگانې وسلې ونه لري؛ خو افغانستان هغه هېواد دی چې لا هم د څو لسیزو د جگړو درانه آثار له ځانه سره لري. په هېواد کې د وسلو او وسلهوالو شبکو د شتون سابقه اوږده ده او له هېواده بهر هم د وسلو خورا انبارونه او شبکې شتون لري.
له همدې امله، که شرایط برابر شي، دهمدې جوړښتونو او شورا گانو د بدلیدو احتمال په سیاسي یا وسلهوال ځواک داسې سناریو نه ده، چې په بشپړه توگه له پامه وغورځول شي.
څو اوونۍ وړاندې په بدخشان کې د «فاتح» له پېښې څخه هم باید د عبرت درس واخیستل شي؛ چې خبره یې تر شپږ متره راکټونو پورې، چې تر ۳۰۰ کیلو متره پورې یې هدف ویشتل او آن تر درون جوړولو ورسید.
دا پوښتنه هم مطرح کېږي:
په داسې شرایطو کې چې په افغانستان کې د شریعت پر بنسټ نظام حاکم دی او حاکمیت په ټول هېواد کې د شریعت د قانون د تطبیق ادعا کوي، د هغو تشکلونو د پراختیا اړتیا تر کومه ځایه سمه ده چې د سازمان جوړښت یې د قوم، ژبې او سیمې پر محور ولاړ وي؟
دا خبره د سیمهییزو شوراگانو او ټولنیزو بنسټونو د اړتیا د ردولو په معنا نه ده. برعکس، ټولنه د اختلافاتو د حل، منځگړیتوب او د خلکو د ستونزو د څېړنې او حل لپاره ټولنیزو او مدني بنسټونو ته اړتیا لري.
خو اصلي مسئله د دغو تشکلونو ماهیت، د صلاحیت حدود، جوړښت او د سبا خبره ده.
که یوه سیمهییزه شورا یوازې د خلکو د ستونزو د حل لپاره یو ټولنیز بنسټ وي، موضوع یوه بڼه لري؛ خو که په تدریجي ډول د رهبرۍ خپلواک جوړښت، خپلواکې سرچینې، سیاسي شبکې او له خپلې ټولنیزې ساحې څخه پراخ نفوذ پیدا کړي، نو موضوع په بشپړه توگه بدلېږي او بل رنگ ځانته نیسي.
د افغانستان معاصر تاریخ موږ ته د داسې تحولاتو، د ملیشهجوړونې او قومي جوړښتونو ډېر مثالونه راکوي.
د ملگرو ملتونو د سولې د پروسې د ناکامېدو او د نجیبالله د حکومت په سقوط کې ملیشهوو مهم رول درلود. د ثور له دویمې پېښې وروسته په کورنیو جگړو کې هم دغو ځواکونو د مهمو لوبغاړو په توگه ونډه لرله. په پای کې، د ملیشهجوړونې تجربه د هغو عواملو له ډلې څخه وه چې د جمهوریت د سقوط تر مخه او د جمهوریت د سقوط په رامنځته شوو تحولاتو کې یې اهمیت درلود.
له همدې امله، مسئله یوازې د نن ورځې مسئله نه ده؛ بلکې د افغانستان د سبا مسئله هم ده.
او د دې مسئلې په مرکز کې یوه اساسي موضوع پرته ده: د قانون حاکمیت.
زه دا نه وایم چې هره قومي یا سیمهییزه شورا به حتماً پر یوه گواښ بدل شي. دا ډول پایلهاخیستنه نه عادلانه ده او نه له واقعیتونو سره سمه ده.
خو زما په اند، افغانستان له تېرو تجربو څخه دومره درس اخیستی چې باید اجازه ورنه کړل شي، څو د قانون له روښانه چوکاټ پرته موازي د قدرت جوړښتونه بیا رامنځته شي.
که هدف د ثبات رامنځته کول، د عدالت تأمین، د قانون د حاکمیت پیاوړتیا او د ملتجوړونې پر لور حرکت وي، نو ټول ټولنیز تشکلونه باید د قانون په چوکاټ کې تعریف شي؛ نه دا چې د دولت د رسمي جوړښت ترڅنگ، په تدریجي ډول پر خپلواکو قدرتي مرکزونو او د حاکمیت پر وړاندې د گواښونو پر سرچینو بدل شي او د بهرنیو لورو د نیابتي ځواکونو په توگه لکه تیر وخت وکارول شي.
افغانستان تر هر څه وړاندې ملي بنسټونو ته اړتیا لري، نه د قدرت ټاپوگانو ته.
موږ یو ځل شاهد وو چې څنگه تنظیمونه او ملیشو پر وسلهوالو سیاسي ډلو بدل شول، وسلهوالې ډلې د قدرت پر ټاپوگانو واوښتې او دغه د قدرت ټاپوگان په پای کې د مرکزي حاکمیت پر وړاندې ودرېدل.
باید اجازه ورنه کړو چې تاریخ، په نویو نومونو او نوو بڼو، یو ځل بیا هماغه لاره تکراره کړي.
که قومي او سیمهییزې شوراگانې د خلکو د ستونزو د حل لپاره رامنځته کېږي، نو د هغوی رول باید په یوه روښانه، قانوني او غیرمسلح چوکاټ کې تعریف شي؛ ځکه د افغانستان تجربې موږ ته دا را زده کړې چې د موازي قدرتونو د رامنځته کېدو مخنیوی، له هغې وروسته د هغوی له مهارولو څخه ډېره، ډیره اسانه ده، چې په یو سیاسي یا پوځي ځواک بدل شي.
په پای کې، اصلي مسئله نه قوم دی، نه شورا او نه سیمه؛
اصلي مسئله د قانون حاکمیت دی.
لکه څنگه چې مو پورته وویل، هر هغه جوړښت چې د ټولنې په خدمت کې وي او د قانون په چوکاټ کې فعالیت کوي، کولای شي مثبت رول ولوبوي؛ خو هر هغه جوړښت چې په تدریجي ډول د یو خپلواک قدرت په مرکز بدل شي، کولای شي چې ملي حاکمیتونه وننگوي.!
سلام
دملی تفاهم پنځه پلانیزه طرحې باند ې دملګرو ملتونو پخوانی استازی Benon Sevan چې اوس دقبرس په نیکوسیا کې اوسیږی او ۸۹ کلن دی داسې وایی:
دتنظیمونو مشرا ن نوازشریف کورته وغوښتل زه هم ورسره وم تنظیم والا طرحه منلې وه خو ښکاریدل چې هریو دقدرت وږی دی او خپله ستراتیژی غواړی حتی ای اس ای والا
بیرته کورته راستون شو م ګرم شاور مې ونیوه ښځې ته مې وویل که چا تیلیفون وکړ ورته ووایه چې نشته چېرې تللی
۳ بجې شوې ۴-۵-۶-۷-۸-۹-۱۰ بجې شو ې دملګرو ملتو الوتکه کې کابل ته لاړم یولس بجې بې چراغ دکابل په هوایی ډګر کې کته شوم په میدان کې بند پاتی شوم دملی امنیت رئیس یعقوبی راغی او زه یې له ځان سره په جیپ کې یوړم وکیل مې ولید همدارنکه جنرال عظیمی او سلیمان لایق ټو ل دنجیب خلاف ول لکه دتنظیمو مشران دروغ یې ویل کابینې غونډه جوړه کړه ویاند یې سلیمان لایق وه ماته یې وویل نجیب به دې راوستی وه کنه!
ما ورته وویل لایقه لاړشه په هنداره کې وګوره او بیا داخبرې کوه مکتوب مې ورکړ اوله غوندې ووتلم
لنډه داچې استازی وایی : هیڅوک دخمیرې ستاینه نه کوی دګرمی ډودۍ خبره هغه وخت خلک کوی چې له تناره پخه کړې راووځی ، طعم او مزه باندې یې بیا خلک خبرې کوی
داهغه څه وه چې وشوه استازی ملګری ملتونه، امریکا، پاکستان ،سعودی ، بن لادن او دمدرسو فارغ التحصیلان افراطی افغانان ملامتوی چې لوی اورښتینی بحث دی.