Homeخبرونهپه کابل کې د پاکستان سفیر په نورستان کې د پاکستان د...

په کابل کې د پاکستان سفیر په نورستان کې د پاکستان د لاسوهنې په خاطر احضار شو

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې یې د پاکستان سرپرست سفیر احضار کړی او د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې څخه نورستان ته د وسله‌والو او «دښمنو عناصرو» د اوښتو په اړه یې ورته رسمي اعتراض سپارلی دی.

دا اقدام دوه ورځې وروسته له هغې شوی چې د اسلامي امارت د دفاع وزارت په نورستان کې د کامدېش ولسوالۍ د یوه عملیاتو خبر ورکړ. دفاع وزارت ویلي وو چې په دغه عملیاتو کې ۲۸ کسان وژل شوي او ۳۲ نور نیول شوي دي.

دفاع وزارت ادعا کړې وه چې د داعش اړوند څو ډلې او هغه کسان چې دوی یې «شر او فساد» عناصر بللي، د پاکستاني ملیشو په ملاتړ او هڅونه افغانستان ته اوښتي وو او غوښتل یې په هېواد کې ګډوډي او ناامني رامنځته کړي.

دغه وزارت همداراز ادعا کړې چې پاکستاني پوځیان، له پاکستان سره تړلي «اربکي» ځواکونه او د داعش عناصر له دغو ډلو سره په همغږۍ کې وو؛ خو د افغان ځواکونو له عملیاتو وروسته له سیمې تښتېدلي دي.

دفاع وزارت ویلي چې په دغو کسانو کې ځینې هغه پخواني پوځي کسان هم شامل وو چې د افغانستان د پخواني حکومت په وخت کې یې د پوځ په لیکو کې دندې ترسره کړې وې. د وزارت په ادعا، پاکستاني استخباراتي ادارو ځینې کسان د پناه او په بهر کې د کار د برابرولو په ژمنه پاکستان ته انتقال کړي، وروسته یې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پوځي کمپونو ته د روزنې لپاره لېږدولي او بیا یې افغانستان ته استولي دي.

د بهرنیو چارو وزارت د سې‌شنبې په ورځ وویل، په وروستۍ پېښه کې ښکېلو کسانو، چې د داعش اړوند عناصر هم پکې وو، د پاکستاني پوځي چارواکو په مستقیم ملاتړ او لارښوونه افغانستان ته د اوښتو هڅه کړې وه، خو افغان امنیتي ځواکونو یې د ننوتلو مخه ونیوله.

دغه وزارت پر پاکستان تور لګولی چې په خپله خاوره کې د «دښمنو عناصرو» د جذب، تنظیم، روزنې او تجهیز زمینه برابروي او وروسته یې د ډیورنډ کرښې له لارې افغانستان ته استوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د اسلامي امارت په باور، دا ډول اقدامات د افغانستان له ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه سرغړونه ده او له اسلامي، نړیوالو، بشري او د ښه ګاونډیتوب له اصولو سره په ټکر کې دي.

وزارت خبرداری ورکړی چې که دا ډول اقدامات دوام وکړي، د هر ډول پایلو بشپړ مسوولیت به د پاکستان پر پوځي چارواکو وي.

پاکستان بیا په نورستان کې په دې پېښه کې د خپلو امنیتي او استخباراتي ځواکونو د لاس لرلو ادعاوې رد کړې او دغه څرګندونې یې بې‌بنسټه بللې دي.

1 COMMENT

  1. غوره به دا وي ، چې افغانستان د ډیورند کرښې ته نژدې ډېرې پوستې واچوي ، سرحدي ځواکونه ښه تقویه کړي او د هر ډول داعشیانو مخه ونیسي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...