تاند (سېشنبه،د تلې/ میزان ۷ مه) د افغانستان د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت وايي، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د کابل له نړیوال هوايي ډګر څخه د کارګو کابو ۱۱۰۰الوتنې شوې دي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له دې منځه ۱۱۱ ځانګړې کارګو الوتنې وې چې له په وسیله یې د ۷۵۳۵،۰۹۷ ټنو په اندازه محصولات صادر او وارد شوي دي.
د وزارت په وینا، ۹۶۵ ګډې مسافر وړونکې او کارګو الوتنې هم شوي چې شاوخوا ۱۰ زره او ۳۵۱ ټنه توکي یې لېږدولي دي.
د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت وايي، دغه کارګو او ګډې الوتنې د بېلابېلو هوايي شرکتونو له خوا هند، متحده عربي اماراتو، ترکیې او یو شمېر نورو هېوادونو ته شوې دي.
وزارت زیاتوي چې د کارګو الوتنو د لا پراختیا او د سوداګرو د لګښتونو د کمولو لپاره یې د ځینو خدمتونو په بیو کې د پام وړ تخفیفونه راوستي دي.
د وزارت په وینا، د هوايي چلند د امنیت فیس چې مخکې د هر ټن کارګو لپاره ۱۰۰ ډالره و، اوس ۱۰ ډالرو ته راکم شوی دی. همداراز د ځمکنيو خدمتونو فیس له هر ټن څخه له ۹۶ ډالرو څخه ۴۰ ډالرو ته کم شوی دی.
وزارت وايي، د منظمو ځانګړو کارګو الوتنو په خدمتونو کې ۲۵ سلنه او د نامنظمو ځانګړو کارګو الوتنو لپاره ۵۰ سلنه تخفیف هم ټاکل شوی دی.
د وزارت په خبره، د دغو اسانتیاوو هدف د کارګو د لېږد د لګښتونو کمول، د هوا له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد بهیر اسانول او له نړیوالو بازارونو سره د افغانستان د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا ده.