تاند:( دوشنبه، د جدي ۱۹) تر هغې وروسته، چې د طالبانو د حاکمې ادارې چارواکو د افغانستان د امنيتي زونونو نومونه عربي ژبې ته واړول، دغه کار له توندو غبرګونونو سره مخ شوی.
یو شمېر ملتپال او روښانفکران د طالبانو ياده پریکړه د افغانستان د ملي هويت پر وړاندې جګړه بولي او وايي له دې پرته هیڅ کوم دلیل نه ویني، چې له اسمايي، شمشاد او نورو نومونو څخه د امنیتي زونونو نومونه په عربي نومونو بدل کړي.
ملتپال سياستوال افراسياب خټک وايي، چې د طالبانو حاکم رژیم د پاکستان د مدرسو له لوري کنترولیږي او د پاکستان يو اصلي هدف د افغانستان د ملي تاريخ، هويت، ارزښتونو او نومونو ليرې کول پر ځای ېې د افراطي روایتونو رواجول دي.
لیکوال او څېړونکی عبدالغفور لېوال وايي، چې پاکستان کې رامنځته شویو مخکينيو جهادي تنظیمونو هم په افغانستان کې د ملي هويت او د دغه هويت د مدافعانو د ځپلو لپاره ډېر کارونه کړي او طالبان هم هماغې لړۍ ته دوام ورکوي.
د طالبانو چارواکو د خپلې وروستۍ پریکړې دلیل نه دی روښانه کړی.
د طالبانو له واکمنيدو سره په عربي ژبه او طالبي ادبياتو د سیمو، مرکزونو او دولتي ادارو د نومونو د اړولو لړۍ پیل شوې.
داسې ورڅ به راشې چې دې جاده میوند منار نوم به دې ملا لوطی منار ونوموېې دا دې هیرا مندې نااهله اولاد ده
PUKHTOON/PUKHTO/PUKHTOONWALAH
DA DE BEET NIKA/GHARGHASHT//NAZOO ANAAH/MALALAH MIWANDEEY
KHAWRAH DAH
YAO YEE IRANI AW BAL YEE ARABI&PUNJABI. KULTOOR RAWAJAWEE.
DE GREAT KHOSHAAL KHAN KHATAK/AW PETTEY KHAZANEE DE SIDIQULLAH RESHTEEN SAHIB DE NONMONO. KAAR WAKHLEY.
MANANAH
که زما پلاس شي د ټولو جوماتونو، مدرسو،واټونو، نظامي او غیرې نظامي تاسیساتو او هوايي ډګرونو نومونه بدلوم او د افغانانو تاریخي نومونه ورکوم. لکه د احمدشاه بابا جومات، د میرویس نیکه مدرسه، د بلخي پوهنتون او داسې نور، ځکه د عرب نوم ته هیڅ اړتیا نشته زمونږ ټول مشران مسلمانان ؤ او دي.