د شعر نوم: “خدای او برهمن”
د ټولګې نوم: “احساسات او عواطف”
د شاعر نوم: عبدالرحمان پژواک، ۱۲ اګېىست ۱۹۷۲، کابل، افغانستان.
ژباړن: سید احمد فهیم لمر، ۲ اپرېل ۲۰۲۰، کابل، افغانستان.
*
د رامایانو ځمکه
د بودا ګرځندځای
د کرشنا ګرځندځای
مدرسه او سجده ځای
شیخ، شریف اولیا
د خدایانو او پادشاهانو ځمکه ده.
د موریانو چندراګپتا
له هغې ځایه را پاڅیدلی
سوری شیرشاه
هغلته بیده شوی.
ځنګلونه یې لوی تر ټولو ځنګلو
بیشې يې ګڼې تر ټولو بیشو
دریابونه یې تاند له ټولو دریابو
شرشره یې ښایسته له ټولو شرشرو
شنه یې زرغون له ټولو شنو.
وړی پسرلی موسم د ګرمۍ دی
چې له آسمانه په ځمکه وریږی
په هوا کې سوځیږی
الوتونکی، څښیدونکی او څاروی
سوځوي.
د انسان په ستوني او ټټر کې شعلې خورې شي
په جهان پرېښاني خوره شي
خدایان ورخطا شي
برسات را ولیږي
وچ اورونه مړاوې شي
ګړمې لمدې ساوې را ژوندۍ شي
هره ساه چي دننه کیږي
د ښامار ګرمه ساه.
خدای له طاووسي چتر سره
ځمکې ته را ښکته کیږي
له چیچونکو مارانو جوړه غاړکۍ
په غاړه کې اچولې
د نیلوفرو سبد
ځان سره راوړی ده
نیک عملو بدعملو ته
هر څوک چې د هر څه وړ وي وریې کړي
بدعمل بېردلي
او پنا کیږي
نیک عمل هیله مند شوي
بهر را وځي
ټول وګړي پنا کیږي
یوه پیغله او زلمی بهر را وځي.
خدای نظاره کړي
خپلې بد بینې سترګې پټوي
نیک بینې سترګې خلاصوي
ویني يې خو نه یې مني.
د خدای په لید کې د یو فکر نښه
برېښي او ځلیږي
له ځان نه پوښتې:
آیا د ټولو ترمنځ مې
یواځې دا دوه وګړي نیک خلق کړي؟
خدای غواړي پر ځان وژړیږي.
بېریږي
ځان نه بېريږي
ځان پوښتي:
ولې ځان نه بېریږم
باید له بدعملو وبېریږم
هو، خو زما پنځونه ده.
برهمن مخ ته راځي
طلایي رنګ ردا یې پر تن
او د بېړۍ په څیر تشت یې په لاس
ډک د سماروغ له سینو
او د هوما له شېدو.
برهمن:
ای زما او د ټولو خدایه!
ای د ټولو خدایانو خدایه!
او ټول بنده ګان دې چې خلق کړي
له خپل پنځونو څخه خوښ نه یې.
وڅښه
ای زموږ آسماني میلمه
د ځمکنې بندګانو د دسترخوان نه
خپلې آسماني شونډې لمدې کړه.
خدای:
ای برهمنه، دا ډالۍ له کوم ځایه راځئ؟
برهمن:
زموږ له زړه
خدای:
پس زما له کوره راځي
موږ میلمانه نه یو.
برهمن:
دغلته ټول بدعمل دي
د( دانوره) او (آل) شېدې نه څښي
د سماروغ او د هوما شېدې نه خوښوي
د غوا وینې څښي
شېدې يې پر ځمکه تویوي.
د شپې په تیرو کې
پر پیغلو او ښځو وردانګي
هغوی ړندوي
ترڅو د سهار په ړوندتیا کې د هغوی ناولې څېرې و نه ویني
شهواني کړنې کړي
کله چې خدای د لمر پر ګاډۍ
آفاق پر خپل نور روښانه کړي
وږي کیږي او سینه یې خوري
تږي کیږي وینې یې څښي.
هندوکش ته ځي
معبدونو ته اور اچوي
سپڅلي اورونه ګولوي
د هوما روزنځای سوځوي
د شاتو مچۍ په اور کې اچوي
د بنګو له دانو او دپېغلو له غڅو شویو سینو سره
بیرته راځي، څښي او بدمستي کړي.
پرون ماښامی
یو ځوان پهلوان
یوه ښایسته پیغله
چې له چینې څخه یې اوبه راوړلې
په غېږ کې ونیوله
کوزه یې ماته شوه او زلاله اوبه
پر خاوره توی شوې.
هغه یې بربڼد ده کړه
او د هغه غنچه یې ګل کړه
له غنچه یې وینې راغلې
هغه یې وڅښلې
خوشحاله شو او ماته یې وکتل
وویل:
ستا خدای زه تږی کړی وم.
ای زما خدایه !
ای د ټولو خدایانو خدایه!
ولې خلک تږوې
کله چې خپله تنده ماته کړي
هغوی بدعمله ګنې؟
خدای وویل:
هغلته یو سری او ښځه
تږیو تږې، وږیو وږې دي
هوما او سماروغ غواړي.
برهمن چې هغې خواته نظر وکړ
خدای یې له نظره پنا شو.
برهمن ځان سره ونګېړه:
ولې یې زما پوښتنې ته ځواب رانکړ؟
هغه وخت یې یاد شو
خدای هرې پوښتنې ته ځواب ورکوي
خو برهمن نه پوهیږي
چې څنګه.
سماروغ او د هوما شیره یې
هغه ښځه او نر ته ورکړ
او د هغو لطف یې ومنلو
د لوړ غره په لور روان شو.
د غره پر څوکه ودرید
د غره واورې
د درو اوبو
لوړې او ژورې
غرنۍ ونې
د کرکېړې هوار ځایونه
تورې او سپینې وریځې
ته یې کتنه وکړه .
پر تیږه کېناست
هغه یې پر ردا وپوښله
خپلې سترګې یې بندې کړې
په خپل زړه کې غرق شو
تر څو د خپلو انګېړنو په تل کې
خدای وویني
او په دې معبد کې عبادت وکړي.
زړه تر ټولو غوره عبادت ځای ده
ټول مخلوقات هغلته دي
د ټولو نړیو چې د کایناتو په فضا کې په حرکت او یا ثابت دي
هغلته دي
دا ټول څه دئ؟
له راما یې وپوښتل،
راما وویل:
د رنګونو راز او اسرار
له بودا یې وپوښتل،
بودا وویل:
د حیات رنګ
له ابراهیم یې وپوښتل،
ابراهیم وویل:
د زوی د وینو رنګ
له عیسی یې و پوښتل،
وویل: د روح رنګ
محمد ته ورغی،
محمد وویل:
ټول رنګونه ټول شوي په یوه روښنایي کې.
برهمن ځان سره ونګېړه
نو هغه څه مې چې واوریدل دا دي:
ښه او بد
جهل او د حقیقت کشف
د هستۍ پوښتنه
فداکاري او قرباني
ماده او روح
او د ټولو نړیو په یوه ذرې کې ده…
بې خوده شو او چیغه یې کړه:
دا زره څه شی ده؟
څوک ده؟
او چېرې ده؟
د ټولو نړیو لوړ غږونه را پاڅېدل او سره یو شول
ستوري د یو او بل په لور روان شول
ټول سره یو شول
یوه نور ټوله نړۍګانې روښانه کړه
ټول آوازونه سره یو شول
یو لوړ غږ یې جوړ کړ.
دې عظیم لوړغږ غوږونه نه ځورول
هغه یې ښکلول
لکه د زهره چنګ
لکه د داوود آواز
یا د شبنم کارون د ګل پر پنډکي
لکه د مور غږ
ماشوم ته
لکه لاس تېرول
له مهرو محبت نه
له عشق او هیلو سره
د معشوقه پر زلفو
لکه د باران غږ
د پسرلي په موسم کې
د عشق د شهوت په شان
د ځوانۍ د پېړ په پیل کې
د هوس د خوشی په شان
په پېر د بوډایۍ کې
د سپوږمۍ د نور په شان
پر مخ د نسترنو
د سهار د سپېدو په شان
پر لور دې یاسمینو
د ستوری د ړنا په شان
د ورک لارویو پر مخ
لکه وریځي پیغام
لپاره د بزګر
همدا اوس پیغام خدای راولیږلو
شېدې له آسمانه
تر څو د مزرعه ماشومان يې
وڅښي او بار راوړي
پیغلې راټولې شي
به بڼ کې حلقه جوره کړي
په غاړه یې غاړکۍ
د نرانو له بازوبنده
او د ښایسته وو غنچو جوړې
لکه د نر آواز
سره له شهوت و محبت
یا هم د شځې غږ
د تسلیمېدو له هیله سره
له وریځو جوړې شېدې
د هامون دی پاسه
ساقي شي او ووریږي
له مستی او نرمی سره
تر څو د صحرا صخرې
لکه صدف
ګوهر شي
د هامون له رېګ څخه.
برهمن د فکرونو له عمق څخه راووت
وېېلیدل د غرو لوړې کږې دي
غرونه په ګونډو دي
آلوتونکي، ژوي او څاروي
ټول پر خپلو ځایو دي
د آسمان پر لور ګوري.
آلوتونکي څه نه پوښتي
ژویو غاښونه پټ کړي
پنجې یې په ځان کې د ننه کړي
څاروی نه تښتي
څښیدونکې خپل زهر پر ډبرو تویوي
تر څو بې زهره شي.
خدای را ښکاره شو
تن یې غرونه پټ کړل
وزرو یې افوق پټ کړ
برهمن د نیایش لپاره په ګونډو شو
د سولې او سلام، د ښادۍ او آرامۍ نور
پر کایناتو و غوړید.
*
د شاعر نوم: عبدالرحمان پژواک، ۱۹۷۲، ۱۲ اګىست، کابل، افغانستان.
ژباړن: سید احمد فهیم لمر، د ۲۰۲۰، ۲ اپرېل، کابل، افغانستان.