Homeادبشعرپوهه لانېمګړې ده !/ غفورلېوال

پوهه لانېمګړې ده !/ غفورلېوال

کتابونه

کتابونه

زرخبرې سل بابونه

دنیا څو ډانګه اوږده ده

زمکه څو ګزه ده پلنه ؟

دمارانو پښې څو دي

او چونګښې داوبو دي

که دزمکې دسرو دي ؟

زړه مې تور دی له دې دومره ډیرو توریو

خوا مې ګرځي له دې دومره ډیره شمېره

پوهه ټوله ده نیمګړې

کتابونه هم ګونګي دي

قلمونه بېچاره دي

یوهم دانه شي ویلای

چې ته ( څومره ) ښایسته یې ؟

۱۳۹۳ لیندۍ دوهمه

تهران

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

رشمیكا مندانا: ژبه راته هېڅکله د فلمي مسلک خنډ شوې نه ده

تاند (شنبه، دوږي/ سنبلې ۲۸ مه) د هند مشهوره اداکاره رشمیكا مندانا وايي، د بېلابېلو ژبو په فلمونو کې د کار کولو لپاره یې...