پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeادبژبه او لیکدودخپل عمل د شا وېښته وینې یې څوک پښتونه

خپل عمل د شا وېښته وینې یې څوک پښتونه

هوتک مینه وال

ډیر موسم کیږي چي زه تاند ویبپاڼه پسي بایسته یم لیکني ئې وایم  ډیری لیکني مې (مي ئې) خوښیږي او خوشالیږم چي موږ هم په دې تیارو کي پتنگان لرو او کله ناکله مي ځینو غوماشو ته خورا نفس تنگ سي چي پر شم تاویږي ځکه هغوی د شم مینان ندي مدا غواړي په روڼا ئې ځان ښایسته او پر روڼا ئې ځان مین وښيي .څوک د بالا و باره سه ږغیږي څوک د سو و شو سه څوک هم نظرو کي  د سیب و درختي سه او زه ئې تماشبین یم  حبیبي صاحب خدای بخښلی (د ژبي واگي د چا په لاس کي دي ؟) مقاله کي وايي یوه برخه کي چي (( ژبه د ولس مال دئ. )) خو دلته ځیني ځيني وینم چي د ژبي ټیکه دار ځان راپيژني ځیني هم د ژبي نیولوجیزمیان؛ ماناد بشنو خپرونه ده د بگو برخه گرسره نلري  اریان یم چي دویْ ولي خپل گریوانه ته سر نه کښته کوي کم(کوم) د کم(لږ) سره التباس بولي خو خپل کومه (کدام) چې د کومه (باړخو) سره التباس راولي التباس نه زه اریان یم دې منطق ته چي په کم منطق دغه فیصله کوي خپل ډانگ لکی سم او بلبل ناسم بولي استنجا ناسمه،ک… مینځنه سمه بولي یوازي په ډاکترۍ خو نکیږي  د ناجوړۍ تشخیص هم پکار دئ داسي ډير ډاکتران لرو چي نسخه ئې بل څوک نسي لوستلی او تر هغو اوس دواخانه والا مانا فارمسیسټ ښه دوا ورکوي ، دغه د باره و بالا مریضان  اصلاً د پاړسي د باره وبالا مریضان نه دي، د سو وشو مسئله خو هم که څوک سر ټمبه نکي د تاریخ ،د ویونکو، د گرامري جوړښت له لحاظه،پخواني درست د(س)په توري افعال دي ؛د سیب و درختي مثالونه هم د بیرون، دوزخ، دروغ…څخه بالا (ښه) دي.

۱- باره مانا (بیا) په کندهارۍ لهجه کي:ته چي ولاړې باره زه هم ولاړم.

یالکه: احمد ته ووایه چي راسي باره ته هم ورسره راسه زما میلمانه یاست.

په کابلۍ لهجه کي لکه:ته چي ولاړې بیا زه هم ولاړم.

یا لکه: احمد ته ووایه چي راشي بیا ته هم ورسره راشه زما میلمانه یاست.

او په پاړسي ژبه کي باره جلا مانا لري چي په پښتوکې (کي ئې) مانا اړه ده،چي د پاړسي باره اوسني د معیاري ویاندان وايي لکه:خاغلی پلانی صاحب تاسو د دې خونړۍ پيخي په باره (اړه) کي څه نظر لرئ ؟

۲- بالامانا(نور) په کندهارۍ لهجه کي لکه:بالا نو درځه چي ځو.

یا بالا زه ځم ستاخوښه.

په کابلۍ لهجه کي نورنو درځه چي ځو.

یا نور زه ځم ستا خوښه.

په پاړسي ژبه کي بالا د لوړ مانا ورکوي لکه :

بیا منزل بالا باز گپ میزنیم.

او په پښتو کي دوه بالا لرو چي یو بالا مانا(نور) بل بالا (ښه/خوب) مانا ورکوي.د اول بالا مثال مي لوړ راوړئ دئ. د دوهم بالا مثال کندهارۍ لهجه:

ته خو تر ما بالانه یې.کابلۍ لهجه:ته خو تر ما ښه نه یې.

 پاته سوه د (سو) و( شو) خبر که چيري موږ د ادبیاتو تاریخ وڅیړو په پښتو ادبیاتو کي اولني د ادبیاتو مراکز چي موږ ئې په اړه اسناد په لاس کي لرو درې دانې دي ۱- غور ۲- د کسي غر ۳- ملتان  چي په لرغونې دوره کي مابینځ ته راغلي او اصلاً د شو درک پکښي نسته، ټولو لیکل په یوه واحد لیکباب کړي دي چي ټولو افعال په (س) کښلي دي چي زه ئې د هر یوه بیلگه راوړم لکه:

 اولنی مرکز غور:

د امیر کروړ ویاړنه

زه یم زمری پر دې نړۍ له ما اتل نسته

پر هند و سند و پر تخار او پر کابل نسته

بل پر زابل نسته له ما اتل نسته

دا ویاړنه تر پایه په یوه ردیف باندي ختمه سوې  چي هغه ردیف (نسته) دئ چي په ( س) کښل سوئ دئ .

دوهم مرکز دکسي غر:

د دوهم مرکز تاداو خو د بیټني شعر ایښئ دئ دا چي په هغه کي افعال نسته نو ورپسې د شیخ اسماعیل پاړکی د مثال په ډول تی(تاسي) ته راوړم:

تیښته وکړه له ابلیسه                   چي ابلیس لعین ښکاره سي

هلته ورکه پلوشه سي                    ټول نړۍ توره تیاره سي

سړی وران سي له ابلیسه              غوڅ د پس په کټاره سي

دا پاړکی د (سي) په ردیف ختم دئ چي تر پایه په (س) کښل سوئ دئ

دریم مرکز ملتان:

دلته نو د نصر لودي و شیخ رضي لودي هغه دوه د اکازامنو خبره راځي چي دوی یو بل ته د خط په ډول استولي وه:

شیخ رضي لودي:

موږ روڼلې په زیارنه                      تا په تور وتوراوه

لرغون ولي گروهیدلې                  چي دي گوښی اړاوه

هغه گروه دي اوس آړه کړ             چي پلرو دي رڼاوه

لودي ستا په نامه سپک سو       که هرڅو مو درناوه

د شیخ نصر لودي ځواب:

د الحاد په تور تورن سوم                            زه لرغون خو ملحد نه یم

زما دښنه هسي تور راکړی                         که ملحد یم د دښنه یم

له اسلامه نه ترپلمه                                       تورانو څخه په ترپله یم

په ملتان کي هم موږ گورو چي لرغونې دوره کي (س) کښل سوئ دئ، داغسي په پیړیو پیړیو ټولو تاریخي شاعرانو لیکوالانو خپل اشعار د وخت په لیکباب  کښلي دي چي د (س) توری ئې په افعالو کي راځي چي د ادبیاتو تر دوهمي دورې د (ش) درک لا نسته او بیا وروسته هم په (س)هم په (ش) کښل سوي دي او تر دا اوسه کښل کیږي چي بیا هم  د (س) برخه پر درنه ده چي موږ د کندهارۍ لهجې افعال تاریخي بولو داچي ولي په دوهمه دوره کي بیا خبره تر شو رسیدلې او دواړه افعال هم (سو) هم (شو) کارول سوي ځانته څیړنه غواړي.

او پاته سوه د سیب و درختي خبر اول درخته موږ هغه نال ته وایو چي د بشر د خوا کښینول سي بیا هغه لویْ سي نو ورته درخته وایو او دا چي ونه چیشي ته وايي باید ستاسو څخه وپوښتم خو که پوهیدایْ بیا مو دا خبر نه شاربل نو ځکه باید خپله ووایم . ونه چي ده هغه نال دئ چي پخپله طبیعي شین سي چي یو متل هم دئ چی وايي(( شنې وني په غلا نه چیچل کیږي))  چي وني په غرو کي په طبیعي ډول شنې کیږي نو دا ونه  و درخته جلاوالی سره لري .سیب به هم موږ پریږدو ځکه چي بیرون ،دوزخ ،دروغ،مو پریښي دي سره د دې چي دباندي،دوږخ،درواغ لرو چي سوچه اصل پښتو ويي دي.

دا چي پر دې هرڅه(۱۰۰۰) کاله لرغونو ادبیاتو په شعوري ډول سترگي پټیږي که په غیر شعوري دا د بې پښتو کار دئ راځئ چي لیکل وکړو که په سو يي که په شو ځکه موږ تر اوسه په بازارونو کي  په پښتو ژبه د اړتیا کتابونه لا نلرو معیار خو لري ولات دئ.او بیا معیار هم دوه اړخه لري چي یو د ژبي معیاري کول دي بل د لیکدود معیاري کول دي ، د ژبي معیاري کول خو به بیخي د چرگ په آذان لمونځ کول يي او دابل د لیکدود معیار خبره یو څه وزن لري خو هغه هم په زور و جبر و خبرو سره نه په وخت سره میانځ ته راځي ، په اتفاق و اتحاد سره نه په داسي نفاق سره.

اخیستلیکونه

‍۱- د ژبي واگي د چاپه لاس کي دي؟ د حبیبي (عبدالحی) شل مقالې

۲ ((((Original Patakhazana

۳– ((د ښاغلي زلمي هیوادمل پښتو ادبیاتو تاریخ لومړی ټوک اول و دوهم چاپ لرغونې او منځنۍ دوره ۳۸،۳۴،۲۹ مخ))

م.ش.هوتک مینه وال

د مزارشریف ښار

۲۴/۱۱/۱۳۹۷

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب