شپږمه برخه
۷. د چامسکي له نظره ارواپوهنیزه ژبپوهنه:
چامسکي پر دې فکر دی، چې ارواپوهنیزه ژبپوهنه دوې کلي موخې لري:
– خلک خپله ژبنۍ وړتیا څنګه په خبرو اترو کې کاروي؟
– خلک ژبنۍ وړتیا څنګه زده کوي؟
چامسکي هغه کارونه چې پر خبرو پوهېدو او خبرو کولو کې ترینه کار اخیستل کېږي د کارولو بهیر ګڼي. ژبنۍ وړتیا هم د همدې دوو بهیرونو له ډلې څخه یوه ده، چې دا وړتیا هم په خبرو کې او هم پر خبرو پوهېدو کې ونډه اخلي. ژبنۍ وړتیا هغه پوهه ده چې خلک یې د خپلې ژبې له جوړښت نه په ذهن کې لري.
د خبرو کولو او پر خبرو پوهېدو پوهه بیا د ژبنۍ وړتیا څخه د ګټنې پوهه ده. ( ۱: ۱۰۸- ۱۰۹)
۷-۱: د چامسکي د ګرامر مفهومونه:
چامسکي په ګرامر کې ځینې مفهومونه لکه: د قواعدو نظام ( system of rules) ، نحوي جوړښتونه، د معیار تیوري( aspects grammar) ، د معیار د تیورۍ پراختیا ( extended standard theory) ، د حاکمیت او تړښت تیوري ( government and binding) دي.
۷-۱-۱: د معیار تیوري:
په ۱۹۶۵ کال کې چامسکي د نحوې د تیورۍ ځانګړنو تر سرلیک لاندې د قواعدو تیوري وړاندې کړه، چې د معیار تیوري یې بولي که څه هم اوسنۍ بڼې کې یې ډېر بدلونونه راغلي، چې د حاکمیت او تړښت تیوري یې بولي. مخکې له دې چې د حاکمیت او تړښت تیوري وړاندې کړو لومړی باید د معیار تیوري وپېژنو.
د معیار تیوري د نحوې، معنا پوهنې او اواز پوهنې له بېلابېلو قواعدو رغېدلې تیوري ده. چې د خبرو څلور برخې اواز، معنا، ښکاره او پټ جوړښتونه څېړي.
ښکاره جوړښت د جملې ښکاره نحوي خواوې او پټ جوړښت بیا د جملې پټ او ژور نحوي جوړښت رانغاړي.
د معیار تیوري د نحوې، معنا پوهنې، اواز پوهنې او ساده وییونو څخه رغېدلې ده. د نحوې په برخه کې یې دوې نحوي قاعدې دي: ترکیبي قواعد ( phrase structure rules ) او بله برخه یې هم تطبیقي قواعد ( transformational rules) چې هره قاعده یې بیا خپلې- خپلې دندې لري.
ترکیبي قواعد د جملو ژور او پټ جوړښتونه راسربېره کوي. خو تطبیقي قواعد بیا د جملې پر پټو جوړښتونو پلې کېږي او د جملې ښکاره جوړښت په ډاګه کوي.
اواز پوهنیز قواعد چې کله د جملې پر ښکاره جوړښت پلې کېږي نو د جملې غږیزه برخه ښکاره کوي.
د معنا پوهنې قواعد چې کله د جملې په ښکاره برخه پلي شي نو معنا راسربېره کېږي.
۷-۱-۱-۱: ترکیبي قواعد وییزېرمه او پټ جوړوښتونه:
ترکیبي قواعد د جملې بنسټیز جوړښت جوړوي دا قواعد جمله په پټو جوړښتونو ویشي او بیا یې پر وییونو او د ویي پر برخو شڼي.
لکه: the boy bought candy at the store په دې جمله کې دوه بېل ترکیبي قواعد:
فعلي ډله ( Vp) + نومیزه ډله ( np) = ( s) کارول شوي دي. ( the boy) نومیزه ډله او ( bought candy at the stor) فعلي ډله ده. نومیزه ډله یې له np=d+ n څخه رغېدلې او فعلي هغه یې Vp= V+ np+ prep p رانغاړي او د وییکو په برخه کې یې هم بیا د اضافت وییکي at او نومیزه ډله کې the store لري. د the, boy, bought, candy, at, the او store وییونه ټول له وییزېرمې نه اخیستل شوې دي، نو د جملې پټ جوړښتونه د ټاکلو ترکیبي قواعدو ( چې لاندې کښل شوې بڼه کې وړاندې شوي دي.)
او ټاکل شوو وییونو څخه رغېدلي دي. چامسکي وایي کله چې یوه جمله وویل شي هغه وخت یې بیا څېړلای شو او که نه موږ له وړاندې د جملو د ویلو لپاره کومه قاعده نه لرو.
۷-۱-۱-۲: تطبیقي قواعد او ښکاره جوړښتونه:
د چامسکي په وړاندې شوې تیورۍ کې د پټ جوړښت سره سره بل جوړښت د ښکاره جوړښت په نامه هم شته چې پر پټ جوړښتونو د تطبیقي قواعدو پلي کولو وروسته تر لاسه کېږي.
لکه: « open the door.» دا جمله په ښکاره جوړښت کې یوازې Vp لري دلته دا قاعده چې Vp= V+ Np او بیاNp= D+N پلې شوې ده او وییزېرمه هم داسې ده V = open, D= the او N= door کارول شوې ده، خو په پټ جوړښت د Vp کې S= Np+ Vp شته چې یوه فاعلي نومیزه ډله هم لري. په دې نومیزه ډله کې یو نوم N ( you) هم شته یعنې په ښکاره د جملې ترکیبي قواعد S= Np+ Vp سره په ټکر کې ښکاري خو په اصل کې داسې نه دي. پوښتنه دا ده چې ښکاره جوړښتونه څنګه رامنځته کېږي؟ باید ووایو چې دا نحوي جوړښتونه د خبرو اترو د قواعدو پایله ده چې د جملو پر پټو جوړښتونو چې کله پلي شي نو د جملې ځینې رغنده توکونه ولوېږي او ځیني نور ورزیات شي. پټ جوړښتونه د تطبیقي قواعدو پر پلي کولو پر ښکاره جوړښتونو اوړي د بېلګې لپاره به لاندې جمله وڅېړو :
John bought a coat at the store and so did Mary. په واقعیت کې دا دوې جملې( S1 + conj+ S2) چې لومړۍ جمله یې د ترکیبي قواعدو سره سمه ده خو دویمه جمله ( so did Mary.) ورسره سمه نه ده. خبره دا ده چې د دې جملې ( so did Mary.) ښکاره جوړښت له پټ جوړښت ( Mary bought a coat at the store) سره توپیر لري همدا پټ جوړښت دJohn bought a coat at the store and Mary bought a coat at the store too. یا John bought a coat at the store and Mary did too. غوندې جملو پټ جوړښتونه هم وي نو کله چې تطبیقي قواعد د جملو پر پټ جوړښت پلي شي، بېلابېل ښکاره جوړښتونه جوړولای شي. ( ۱: ۱۱۶- ۱۱۸)
۷-۱-۱-۳: پر جملې د غږونو د قواعدو اغېز:
له ښکاره جوړښتونو څخه وروسته د جملې معنا د اوازپوهنې اړوندېږي. یعنې د ویلو سرعت، فشار( خج)، اهنګ او نورې ځانګړنې هم د جملې پر معنا اغیز ښندي. ( ۱: ۱۱۸- ۱۱۹ )
۷-۱-۱-۴:پر جملې د معنا د قواعدو اغېز:
د معنا د قواعدو دنده، د جملې د توکو تر منځ منطقي اړیکو څېړل دي. یعنې په جمله کې د دال، مدلول او علت موندل د معنا د قواعدو پر مرسته شونې دي. ( ۱: ۱۲۰)
۷-۱-۲: د حاکمیت او تړښت تیوري:
چامسکي د حاکمیت او تړښت تیوري په ۱۹۸۱ کال کې د ( د حاکمیت او تړښت ویناوې) په کتاب کې وړاندې کړه او په نورو اثارو کې یې خپله تیوري اصلاح او پراخه کړه. د نحوې، معنا او اواز پوهنې اړیکې پکې لکه د معیار د تیورۍ دي یوازې په نحوې کې یې بدلونونه لیدل کېږي. دلته نو د جملې جوړښت او د رغنده توکو تر منځ یې اړیکو ته یو څه حدود ټاکل شوي دي، یعنې د جملو تر منځ اړیکې د نوم، فعل او نورو ځانګړنو له مخې څېړل کېږي او دا په ډاګه کوي چې د لازمي فعلونو سره مفعول ته اړتیا ده خو متعدي هغه بیا دا ځانګړنه نه لري.
۷-۲: د چامسکي د قواعدو سره مخالفتونه:
د چامسکي سره مخالفتونه دوې سرچینې لري:
۱ـ د ګرامر سره یې د دې لپاره مخالفت کېږي چې د معنا پر ځای نحوې ته لومړیتوب ورکوي.
۲ـ نحوي اړیکو او جوړښتونو سره یې مخالفتونه.
همدا مخالفتونه د دې لامل شول چې بېلابېل اثار لکه: د جرج لنکاف معنا پوهنه، د فیلمور( د حالت ګرامر) او د مانتیګو ( د مانتیګو ګرامر) رامنځته شي.
۷-۲-۱: معنا پوهنیز ګرامرونه:
چامسکي نحوې ته لومړیتوب ورکاوه خو معنا او اواز یې دویمې موخې وې. د معنا طرفدارانو بیا لومړیتوب معنا ګڼله او نحوه یې دویمه موخه وه، چې معنا لومړیتوب شوه نو ورو- ورو ارواپوهنیزې ژبپوهنې ته لار اواره شوه.