یکشنبه, مې 5, 2024
Homeداسې هم شتهزنخدان یا د غومبوري/زنې خالیګاه څه شی ده؟

زنخدان یا د غومبوري/زنې خالیګاه څه شی ده؟

ژباړه: محمد یاسین سعادت
هر انسان د مختلفو ځانګړنو په لرلو سره نړۍ ته راغلی ده.
ځینې کسان ښکلې سترګې او ځینې بیا ښکلي ویښتان، وروځې او… لري. په معمول ډول د یو کس ځانګړتیاوې د هغه له مور، پلار، نیکه او یا هم انا څخه په ارثي ډول لېږدول کېږي.
یواځې د مخ ښکلا هېڅ ارزښت نه لري؛ مګر هغه څوک، چې ښکلې څېره، قد او قامت ولري؛ نو د ډېرو خلکو پام ځان ته را اړوي.
دلته د طبیعي ښکلایي ډالۍ په اړه غږېږو، چې د انسان په ښکلا کې مهم رول لري، چې هغه د غومبوري یا زنې کندې (خالیګاوې) دي.
د غومبوري یا زنې خالیګاوې څه شی دي؟
د غومبوري/ زنې خالیګاه، چې په دري ژبه کې یې زنخدان او انګریزي ژبه کې یې بیا Dimple بولي؛ د بدن په غوښینو ځایونو کې شتون لري، چې تر ډېره د مخ په روښانه برخه کې لیدل کېږي، چې د زنې یا ژامې د هډوکي مسمومیت ښیي.
دا خالیګاه هغه وخت منځ ته راځي، چې د دواړو ژامو د نښلولو پر مهال لاندیني او پاسني هډوکي یو له بل سره سم نه نښلي او ځان د هډوکي پرمخ د سوري په ډول ښکاره کوي.
د دې خالیګاه ارثیت ډېر جالب ده. دا یو غالب جین ده او یواځې له یو جین څخه ارثي پاتې کېږي.
که یو له والدینو څخه (مور یا پلار) په خپل بدن کې دا ځانګړنه ولري نو په ماشوم کې یې له ۲۵-۵۰%  پورې د ارثي کېدو امکان لري او که دواړه والدین (مور او پلار) دا ځانګرنه ولري نو په ماشوم کې یې له ۵۰- ۱۰۰% پورې د ارثي پاتې کېدو امکان لري؛ خو که یو له والدینو څخه هم دا ځانګړنه (زنخدان) و نه لري؛ بیا نو په ماشوم کې یې هم د ارثي پاتې کېدو امکان ډېر کم ده.
هغه ښځې، چې د خپل مخ په چوکاټ (غومبوري/زنه) کې خالیګاه ولري، نو له ځانګړې ښکلا څخه برخمنې دي.
ځینې فلمي ستوري او تلویزیونې ادأ کارانې د همدې ځانګړنې (د غومبوري/ زنې خالیګاه) له امله تر نورو ډېر شهرت او ډېر مینوال لري.

1 COMMENT

  1. د زباړن دتوجه وړ!
    غامبرى(جمع يي غامبري) لکه په عکس کي سي دانجلۍگوتي ورته نيولي دي دغو قسمتو ته وايي يعني دمخ داغوښيني برخي ته وايي او زنه دمخ اخيري حصه ده.زنخدان دزني
    منځنۍ برخه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب