شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهطالبان: د کابل او ننګرهار بریدونه حکومت زموږ د بدنامولو لپاره کړي...

طالبان: د کابل او ننګرهار بریدونه حکومت زموږ د بدنامولو لپاره کړي دي

تاند، جمعه، د ثور ۲۵مه: طالبانو یو وار بیا د کابل او ننګرهار په وروستیو خونړیو پېښو کې خپل لاس رد کړی او د دغو پېښو د بې طرفانه پلټنو غوښتنه یې کړې ده.
طالبانو چې پخوا یې داسې ګڼ بریدونه کړي دي اوس یې ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې ویلي، د دوی په پالیسۍ کې په روغتیايي مرکزونو، جنازو او عامه تاسیساتو بریدونه نشته.

مجاهد ټینګار کړی چې د کابل دشت برچي او ننګرهار ښېوې ولسوالۍ خونړۍ پېښې دې په بې طرفانه او شفاف ډول جدي وڅېړل شي تر څو یې په وینا د تور مخو عاملانو جنایتونه افشا شي.
نوموړي ویلي، دابریدونه په افغان حکومت کې دننه یو شمېر کړیو د طالبانو د بدنامولو لپاره ترسره کړي دي: (( افغان حکومت له دغو بریدونو ابزاري استفاده کوي اوبه خړوي او ماهیان نیسي.))

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد چې له طالبانو سره یې اړیکې ډېرې ښې بلل کېږي، نن سهار په خپلو ټویټونو کې د کابل او ننګرهار د بریدونو مسوولیت پر داعش ور اچولی دی، خو افغان ولسمشر ته اشاره کړې چې په سوله کې د خنډ او ځنډ اچولو یعني د یرغلیزو عملیاتو پیلولو وخت اوس نه دی.
د سه شنبې په ورځ کابل کې د دشت برچي پر سل بستریز ولادي روغتون او ننګرهار کې د سیمه ییزو پولیسو دیو قومندان په جنازه برید کې لږ تر لږه ۲۰۰ کسانو ته مرګژوبله واوښته.

د ننګرهار په برید کې د تلفاتو وروستۍ شمېره ۳۲ مړه او ۱۳۳ ژوبل ښودل شوي او د کابل په برید کې د ۲۵ جسدونو او ۱۶ ټپیانو راپورونه خپاره شوي دي.

5 COMMENTS

  1. په پښتو کې متل دی ، وایې چې په اخور کې دې لوی شو، غاښ کتلو ته یې اړتیا نشته .
    نو زه هم وایم ، چې طالبان او دا خبره کول، په چا یې منې .. دلته ورانکاري لکه په سپینه ورځ چې لمر روښانه وي، همداسې خلکو ته ښکاره دي، دا تاسې کم مسلمانان ووژل ، د کوم دین په جواز تاسې زمونږ عسکر او ملکیان وژنئ ، د پنجاب په فتوا !!
    ستاسې پالیسې ټوله دهشت ګردي او ترهګري ده ، وایې سپي وریځو ته خولې پورته کړي او غاپي .. زمونږ دولت خو د انسانانو دی ، د هغې شان ستاسې په پرتله لکه د وریځو دی .
    قاتلانو سفاکانو !!
    د تاسې نه ملحدین ښه دي ، چې انسانیت به بیا هم ولري ، او نه تاسې وحشیان !!

  2. د مسلمانانو او افغانانو وژل د پنجاب په تروریستي ماشین کې روزل شویو ډلو لکه د ټالبانواو د دوی د ورونو حقانیانو ، داعشیانو ، لشکرطیبانو او نورو تروریستي ډلو کار دی.
    کوم ټالبان چې د دولت له خوا نیول کیږي که په جنګ کې زخمي شوی وي ، هغه هم تداوي کوي ، له هغوی سره انساني چلن کیږي ، که مریض شو تداوي یې هم کوي. خپلوان او دوستان یې لیدلو ته ورتلای شي ، کتاب مطالعه کولی شي .
    مګر ټالبانو ته چې د دولت هر کارکوونکی په ګیر ورشي ، سمدستي یې وژني . اوس له امریکا سره د لاسلیک شوې هوکړې له مخې باید دوی 1000 تنه افغان بندیان خوشې کړي ، خو دوی هغه ټول وژلي نو اوس له لویو لارو ملکي خلک نیسي او یو څو ورځوشکنجه کولو نه وروسته یې بېرته خوشې کوي.
    په کومه سیمه کې چې ټالب حاکمیت لري هلته ، ښوونځی ، روغتون ، سرک ، جومات ، مدرسه ، برښنا ، تیلیفون ، تلویزیون ، تمدن ، انسانیت او بشر دوستي کاملا نشته .
    دا اول ځل ندی چې د ټالبانو او د هغوي د تروریستي ورونو له خوا په جنازو ، جوماتونو ، ښوونځیو ، روغتونونو ، بانکونو بریدونه شوي ، د ټالب په تور کرغېړن تاریخ کې دا پېښې تکرار شویدي نو د مجاهل دا اتهام به هېڅ عقل او منطق ونه مني.

  3. طالیبانو تاسی خدای شرمولی هستی په ورځ د مخشر به شرمیدلی تورمخی هستی۰
    نیک نوم نومیالی بریالی په حلکو ګران د ملی اردو سرباز پولیس او افسران دی۰
    تاسی بد نو بد شکل منفوره لعنتی قواری بویی دخنځیر مخان بد دی۰ د ښه نوم امید مه کوی۰دحدای ڼه تاسی
    کونیییییییییییییییییییییییییییییییییییییییان شرمیدلی غواړم مننه

  4. طالیب زمونږ دشمن دی نه یی نوم شته نه یی کلی طالیب دی شرمیدلی/طالیب دی خدای وهلی

    دافغان دوات د عسکر دپښو خاورو ته زر سلام او اخترام لرو۰ د وچو شونډو یی قربان شم
    لعنت د طالیب په منخوسا او منفوره لعنتی قواره۰ راز مخمد کامه وال

  5. طاليب جانه ځان دداسي وشرماوه اوس که له اسمانه ټکه راولويږي پړه يې په تا ده. ته که نر د پنجاب له ځنځيره خپله غاړه خلاصه کړه. اوس بل ښه د مور ميړه خنزيرزاد پيدا کړی هغه ته ژړا کوې. هغه خو يو موزي نجس ستا په شان خبيث انسان ده. که نر يې له پنجابه راووزه او له خپل ولس سره سوله وکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب