شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهپه بلخ کې د غوړیو دولتي فابریکه کلونه وروسته بیا فعاله شوه

په بلخ کې د غوړیو دولتي فابریکه کلونه وروسته بیا فعاله شوه

تاند، جمعه، د ثور ۲۶مه: مالیې وزارت وايي، په بلخ کې یې د پنبې او نباتي غوړیو فابریکه شاوخوا یوې لسیزې وروسته بېرته فعاله کړه او په کندوز کې به د سپین زر غوړیو فابریکه هم یو کال کې دننه بېرته پرانیزي.

دغه وزارت تاند په استولې خبرپاڼې کې ویلي، د بلخ فعاله شوې فابریکه به په ۲۴ ساعتونو کې ۸ ټنه غوړي تولیدوي او ظرفیت به یې له ۱۰۰ څخه تر ۱۵۰ ټنو پورې لوړ کړای شي.

خبرپاڼه د مالیې د سرپرست وزیر عبدالهادي ارغندیوال له قوله وايي، د د کندوز د سپين زر غوړیو شرکت به په یوکال کې دننه فعاله شي چې د ورځې به د لس ټنه غوړیو تولید وکړي: ((همدا راز به د ګلبهار دنساجۍ فابریکې په فعالولو سره هم په یو کال کې د ۵۰۰ زره جوړه کالیو د ګنډلو ظرفیت هم پیداکړو.))

د یادونې ده چې د بلخ د غوړیو فابریکه د ازبکستان په مالي مرسته بیرته فعاله شوې چې د جګړو له کبله شاوخوا لس کاله له کاره لویدلې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب