جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهوسله والو د حنیف اتمر ځانګړی سکرتر ویشتلی

وسله والو د حنیف اتمر ځانګړی سکرتر ویشتلی

تاند، جمعه، د ثور ۲۶مه: د بهرنیو چارووزارت وايي، د حنیف اتمر پرځانګړي سکرتر باندې وسله وال برید شوی دی.

دغه وزارت تاند ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ویلي، چې ښاغلی عبدالرحیمزی تېره شپه لس نیمې بجې د کابل اتمې حوزې په اړوندو کې تربرید لادې راغلی دی.

خبرپاڼه وايي، که څه هم د حنیف اتمرځانګړی سکرتر ژوبل شوی او اوس یې وضعیت ښه دی خو دا ډول بزدلانه او ترهګریز بریدونه د یاد وزارت د سرپرست د ملي ګټو او سولې د خوندیتوب هڅې په ټپه نشي درولای.

تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی اخیستی، خو تر دې وړاندې په پرله پسې ډول د قرنطین موده کې د ولسمشر غني دوه نږدې ساتونکي هم ترور شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...