هغه چې د غرمې ډوډۍ یې په نیم ساعت کې خوړل کېږي؛ که یې په یوه ساعت کې خوري، وخت ضایع کوي. ارواپوهنه راته وایي، کامیاب انسان هغه دی، چې د شپې له ویده کېدو مخکې خپل راتلونکي (۲۴) ساعتونو ته پلان جوړ کړي. یوازې پلان کافي نه دی بلکې د پلان عملي کول هم باید د پلان یوه برخه وي. په پلان کې مو، چې کوم وخت د کوم څه د پاره ټاکلی که بل کار د هغه پر ځای کوو؛ د وخت مدیریت مو نه دی کړی. مثلاً: یو محصل/ محصله د اونۍ په پای کې د همدې اونۍ ټول درسونه باید تکرار کړي؛ خو دی/ دا خپل دغه وخت له ملگرو سره په چکر تېروي. محصل یا محصلې له ملگرو سره د اونۍ د درسونو د تکرار وخت ضایع کړ.
هغوی چې د خپل ژوند هرې لحظې ته یې پام وي، چې ضایع نه بلکې مصرف شي؛ د وخت ښه مدیریت کوي. ښایي د وخت په مدیریت کې ځکه پاتې راغلي یو، چې وخت راته ارزښت نه لري او یا مو د وخت د ارزښت په اړه له ځان سره فکر نه دی کړی. ښه ده، چې د وخت پر ارزښت ځان پوه کړو بیا که خدای کول پرمختگ به مو د ژوند ملگری وي.
د وخت د مدیریت له پاره یوه لار د یوه مناسب مصروفیت پیدا کول دي، نور که هېڅ نه وي کتاب خو مو د هرې ثانیې ملگری دی، له ځینو د کتاب د لوستو وخت پر ټولنیزو رسنیو ضایع شي.
د وخت د مدیریت بله لار دا هم کېدای شي، چې موږ د تېر، اوس او راتلونکي وخت د پېژندلو په اړه حساس و اوسو. ځینې د تېر وخت په اړه زړه خوري، ځینې د راتلونکي وخت سره د سور گل چلن کوي. «غنم لا لو نه دي، سور گل یې د ژرندې وار ونیو.»
خو د میرې چلند به نه وي که ووایو، چې تېر او راتلونکی وخت باید پاس په تاخچې کې کېښودل شي. اوس وخت ته پام او په اوس کې ژوند کول د وخت ښه مدیریت دی. د شاعر بیت دی، چې:
هر چې کاندې هغه کانده وخت دغه دی
پرون تېر شو، سبا نه شته مهلت نن دی